امير خان متقي د قطر له مرستيال صدر اعظم او بهرنيو چارو وزير سره ليدلي
د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د قطر د صدر اعظم له مرستيال او بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره وکتل.
په دې اړه د طالبانو د حکومت په بیان کې راغلي چې، په دې ناسته کې په یو لړ سیاسي او اقتصادي موضوعاتو سربېره د افغانستان د هوايي ميدانونو د قرارداد په هغو ټکو خبرې وشوې چې دواړه خواوې لا پرې نه دي سلا شوي.
متقي او ال ثاني ژمنه کړې چې د افغانستان، قطر او ترکیې تخنيکي ټیمونه په ګډه کار کوي څو د هوایي ډګرونو فعالېدو اړوند یوې هوکړې ته ورسېږي.
متقي د جمعې له ورځې د طالبانو له یوه لوړپوړي پلاوي سره په دوحه کې دی او له یو شمېر اروپايي ډپلوماټانو سره یې هم کتلي دي.