"په فرانسه کې له افغان کډوالو سره "تبعیضي چلند
په فرانسه کې مېشت افغان کډوال وايي چې اروپايي هېوادونو ته د میلیونونه اوکرایني کډوالو له رسېدو سره سم افغان پناه غوښتونکو ته د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو پاملرنه لږه شوې ده.
د کډوالو ځینې مدافع ټولنو هم پر هغه څه، چې دوی یې له کډوالو سره دوه ګونی چلند بولي، انتقاد کړی دی.