Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2022

د ازادي راډیو شمېرې: د روژې له پيله تر اوسه تر ١١۵ زیات افغانان وژل شوي

0
د ازادي راډیو شمېرې: د روژې له پيله تر اوسه تر ١١۵ زیات افغانان وژل شوي

ازادي راډیو سره د ثبت شویو شمېرو او راپورونو له مخې، د روژې میاشتې له پیله تر اوسه په افغانستان کې پر عامو خلکو چاودنو، بریدونو، بمبارۍ او مخامخ ډزو کې، له ۱۱۵ زیات ملکیان وژل شوي او تر ۲۶۸ زیات ټپیان شوي دي.

علي اصغر د خپل ځوان ورور د وژل کېدو کیسه کوي.

د علي اصغر سروري ورور، محمد حسین سروري ۲۳ کلن و، چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په مزار شریف ښار په یو جومات کې، په چاودنه کې ووژل شو.

هغه وايي: "د جومات مخې ته یې یوه وړه غرفه درلوده، د خلکو موبایلونه یې جوړول، له هماغه کوچني کار اوبار يې خپلې کورنۍ ته حلاله روزي ګټله، تل به یې په جماعت لمونځ کاوه په هغه ورځ چې جومات ته ولاړ نور یې موږ غږ وانه ورېد."

علي اصغر وایي، محمد حسین یو پنځه کلن زوی درلود او یو میاشت وروسته به یې کور کې بل ماشوم هم پیدا شي، چې له پلرنۍ مینې به بې برخې وي.

تېره پنجشنبه د غویي میاشتې په لومړۍ نېټه په مزارشریف ښار کې شعیه ګانو په یو جومات کې د لمانځه پر مهال په چاودنه کې د محمد حسین په ګډون د ۳۱ تنه ووژل شول او ۹۰ نور ټپیان شول.

د دې پېښې مسئولیت داعش ډلې منلی.

د دې پېښې په ګډون په روژې میاشتې کې په بېلابېلو نورو پېښو کې هم په ډېر شمېر سره ملکیان وژل شوي او تپیان شوي دي.

ازادي راډیو سره د ثبت شویو شمېرو او راپورونو له مخې، د روژې میاشتې له لومړۍ ورځې تر ۲۴ په افغانستان کې پر عامو خلکو چاودنو، بریدونو، بمبارۍ او مخامخ ډزو کې، له ۱۱۵ زیات ملکیان وژل شوي او تر ۲۶۸ زیات ټپیان شوي دي، چې د ځینو مسئولیت د طالبانو بېلابېلو مخالفو منلی خو د ځینو نه دی منل شوی.

په دې شمېر کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا هغه شمېرې دي چې له هرې پېښې وروسته ازادي راډیو ته د طالبانو د حکومت او د پېښو په سیمو کې رسمي سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړي او ازادي راډیو یې په اړه وخت په وخت راپورونه خپاره کړي دي.

له دې شمېر یوازې د تېرې اوونۍ په درې ورځو کې ۶۴ ملکیان ووژل شوي او ۱۶۴ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده ، چې په دې شمېرو کې پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان د پوځ له لوري په هوايي بمباریو کې هم تر ۳۶ ملکيان ووژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شول چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وه.

دغه شان هغه پېښې هم په کې شامل دي، چې په خپله د طالبانو له خوا خلک په کې وژل شوي، چې ورسته د دوی د چارواکو له خوا تېروتنه ګڼل شوې، یا یې په اړه د څېړنو ویل شوي دي.

هڅه مو وکړه په دې موده کې د ازادي راډیو د خبریالانو له فلم پاتې شمېر هم که موجودې وي شریکې کړو څو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان مرستندویه ادارې یوناما د رسنیو برخې او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا برخې مسئولینو په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړل شوې.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل، دوی دا تاییدوي چې په بېلابېلو پېښو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو خلکو ته د دوی د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.

هغه زیاته کړه: "ولس ته د امنیت د ټینګېدو پوره ډاډ ورکوو، زموږ امنیتي ځواکونه شپه او ورځ زیار کاږي چې د هېوادوالو امنیت خوندي کړي." 

طالبانو وړاندې هم د خپل حکومت د پیل په ورځو کې په ټول افغانستان کې خلکو سره د امنیت د ټینګښت ژمنې کړې وې خو په دې وروستیو کې د تېر جمهوري نظام په شان پر عامه ځایونو بریدونه زیات شوي دي.

چې وروستۍ هغه یې په کابل، کندوز، مزارشریف، ننګرهار، خوست او کونړ کې شوي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د رهبرۍ غړی ماهر مومند د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، څرګندولو وایي د افغانستان اوسنی حاکم نظام د خلکو د فردي امن د ساتلو په برخه کې پاتې راغلى.

مومند زياتوي: "په دې وروستیو کې په بېلابېلو پېښو کې په افغانستان کې د خلکو ژوند ته ګواښ پېښ شوی او یو شمېر په کې وژل شوي په دې معنا ده چې اوسنی حاکم نظام د خلکو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې هم پاتې راغلی دی."

د یادونې ده، چې تر دې مخکې هم د دغو خونړیو بریدونو په تړاو د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان، ملګرو ملتونو او بېلابېلو نورو نړیوالو ادارو او چارواکو هم اندېښنې او غبرګونونه ښودلي دي.





Губернаторы России
Москва

Собянин назвал крупнейшие инвестпроекты, реализованные в Москве в прошлом году





Москва

В Петербурге и Москве появятся аналоги советских «Березок»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Акцию «Ночь в музее» посетили порядка 350 тысяч человек



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Мама Тимати рассказала, как относится к нынешней девушке рэпера




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

"Спартак" обыграл "Рубин" со счетом 3:1

Азербайджанцев оправдали за убийство спортсмена Евгения Кушнира в Самарской области. Делом заинтересовался глава Следкома РФ А. Бастрыкин

"Спартак" обыграл "Рубин" в последнем матче Джикии


WTA

Шнайдер вышла в финал турнира WTA-125 в Париже, обыграв Грачёву



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Москве автомобиль сбил человека на моноколесе



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России