د روسيې ژمنه: د ماريوپول ښار څخه د ملکيانو ايستلو ته بشري دهلېز پرانيزو
روسیې یو وار بیا له کلابند شوي ښار ماریوپول څخه د ملکیانو د وتلو لپاره د بشري دهلېز د پرانیستلو ژمنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدو ایالتونو له اوکراین سره د نورو پوځي مرستې ژمنه وکړه.
بلخوا پر اوکراین د روسیې د یرغل د ختمېدو لپاره چې درېیمې میاشتې ته ورسېد، ډیپلوماتیکې هڅې هم روانې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او دفاع وزیر لوئد استین پرون کییف ته د سفر پر مهال له اوکراین سره د څه باندې ۷۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې اعلان وکړ.
دا لومړی وار و، چې د روسیې تر یرغل وروسته د امریکا کوم جګپوړی چارواکی اوکراین ته سفر کوي.