ترکي بشرپال او سوداګر عثمان کاوالا پر عمري بند محکوم شو
ترکی بشرپال او سوداګر عثمان کاوالا چې د دولت د پرځولو لپاره د مظاهره چیانو د مالي ملاتړ پر هڅو تورن شوی و، په عمري قید محکوم شوی.
د کاوالا قضیې د ترکیې او د دې هیواد د ملاتړو، متحدو ایالتونو او اروپا ترمنځ یو جنجال رامنځ ته کړی او د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انترنشنل سمدستي کاوالا ته دغه سزا په ترکیه کې پر عدالت او بشري حقونو سخت ګوزار بللی دی.
د محکمې له پرېکړې مخکې ۶۴ کلن کاوالا په یوه بیان کې وویل چې پرده د لګول شویو تورونو لپاره څارنوالانو هیڅ کره شواهد نه دي وړاندې کړي او دغه سزا یې د قضایي قوې له خوا د ترور یو عمل بللی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیپ اردوغان ویلي چې کاوالا د هغو مظاهرو یو تنظیمونکی و چې په ۲۰۱۳ کال یې په استانبول کې د ده د پلانونو پرضد ترسره کړې و.
په دغو مظاهرو کې یو شمېر کسان د پولیسو له خو وژل شوي و.
کاوالا دغه تور رد کړی او ویلي یې دي چې ده په ښکاره په دغو مظاهرو کې چې غیر منظمي وې او مشر یې نه درلود، ګډون کړی و.