"په صوبايي اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو استازي نه زياتېږي"
د پاکستان انتخاباتو کمېشن چارواکي وايي اوس د دې امکان نشته چې د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو لپاره څوکۍ زياتې کړي.
د پاکستان انتخاباتو کمېشن چارواکي وايي اوس د دې امکان نشته چې د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو لپاره څوکۍ زياتې کړي.
يو لوړپوړي افغان چارواکي مشال راډيو ته ويلي چې ولسمشر محمد اشرف غني به د مې د مياشتې په آخرو ورځو کې پاکستان ته لاړ شي.
د پاکستان پنجاب صوبې په یوه وړوکي کلي کې یوه بېوزله کس وړوکې الوتکه جوړه کړې. محمد فیاض وايي، د الوتکې ټایرونه یې له رکشې او وزرونه یې له بوریو (بوجیو، ګونیو) جوړ کړي. د نوموړي ځېنې انځورونه او ویډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې چې له کبله یې دی خورا مشهور شوی. د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.
د پېښور اوسېدونکی نیاز خان وايي، په ټول ښار کې دی یوازنی موسیقار دی چې د سرمنډل په نوم یوه اله غږوي او جوړوي یې هم. سرمنډل هغه کلاسیک ساز دی چې د هندوستان او پاکستان د موسیقۍ پټیاله کورنۍ هنرمندان یې غږوي. نیاز خان وايي، د کمپیوټري موسیقۍ له راتګ سره ځېنې الې په ختمېدو دي. له نوموړي سره ویډیويي مرکه وګورئ.
په سوات کي د ګرانۍ پرضد جلاجلا ځايونوکې احتجاجي مظاهرې شوې چې پکې لويه مظاهره د پښتونخوا ملي عوامي پارټي له لوري شوې. مظاهره چيانو په لاسونو کې د ګرانۍ پرضد بېنرې او لوحې (چاټونه) هم اخیستې ولې او د ګرانۍ خلاف یې نارې وهلې.
دا خبره نن په دوشنبه سايسپوهانو په خپل يو تاريخي رپورټ کړې چې د روس، امريکا او چين په ګډون ۱۳۰ هېوادونو منظور کړی دی.
په شمالي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير او د هغه پر ۱۲ ملګرو باندې مقدمه درج شوې ده.
د روژې له راتګ سره سم، د پاکستان په یو شمېر سیمو کې د ورځني استعمال شیانو بیې لوړې شوې دي. د راولپېنډۍ او اسلام اباد په منډیو کې د سبزیو او مېوو بیې څو چنده لوړې شوې دي. په دې ویډیويي رپورټ کې مو له دوکاندارانو او اخیستونکو سره خبرې کړې دي.
فلسطینیان هر کال د روژې په میاشت کې بیت المقدس پاکوي او د زرګونو عبادتکوونکیو لپاره انتظامات کوي. دلته د ناروغانو د درملنې لپاره د روغتیا عارضي کېمپونه هم لګول کېږي. رپورټ: رویټرز ایډیټ: منورشاه
د روژې له پیلېدو سره سم په قطر کې د امريکايي مرکچيانو او طالب استازيو ترمنځ روانې خبرې اترې وځنډېدلې.
د مسکو پر شیرمیتیوف هوايي ډګر د روسیې یوې سورلۍ وړونکې الوتکې د بېړنۍ ناستې پرمهال اور اخیستې چې پکې د چارواکیو په خبره ۴۱ کسان وژل شوي دي.
په خېبر پښتونخوا کې نن دوشنبه لومړۍ روژه ده او په نور پاکستان کې به د مۍ پر ۷ مه نېټه روژه پېلېږي. په دې هېواد کې په تېر يوکال کې د خوراکي توکيو قيمتونو بېخي زيات شوي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости