نیاز خان د حمزه بابا کلام اوروي
نیاز خان وايي، دی د پېښور یوازنی موسیقار دی چې د سرمنډل په نوم اله غږوي. نوموړی په دې ویډیو کې له سرمنډل سره د امیر حمزه خان شینواري کلام وايي.
نیاز خان وايي، دی د پېښور یوازنی موسیقار دی چې د سرمنډل په نوم اله غږوي. نوموړی په دې ویډیو کې له سرمنډل سره د امیر حمزه خان شینواري کلام وايي.
اژانس لیکي، په پاکستان کې سمګلران د چینايي سړو لپاره له کلیساګانو بهر د ناویانو کتلو په تکل کې وي
د کوټې د ساینس او ټیکنالوجۍ په پوهنتون کې د جون د ۱۷مې نیټې څخه د ایشین پیس فلم فیسټیول په نامه یوه میله کېږي چې د بلوچستان په ګډون به ورپکې د پاکستان د نورو برخو او اسیایي هېوادونو فلم جوړونکي خپل فلمونه د ننداری لپاره وړاندې کوي.
د شمالي وزيرستان مشران وايي په سيمه کې مخ په زياتېدونکیو هدفي بريدونو انديښمن کړي دي.
د پاکستان کراچۍ ښار کې د لاسپوڅو له لارې ماشومانو ته يوه ډرامه ښودل شوې چې پکې د مينې، سولې او مذهبي همغږۍ تبليغ شوی دی. تېسپيانز نومې تهېټر ددې ښار په ۱۱ نورو بې وزله سيمو کې د دغسې ډرامو وړاندې کولو اراده لري.
''له موږ سره ټول کابلخېل قام ولاړ دی. هغه ټول قام وايي چې تاسو څه وخت جېل ته ځی موږ ټول قام جېل ته درسره ځو.''
په کراچۍ کې یوه خیریه اداره غریبو روژه دارو ته پېشمني او روژه ماتی لپاره نایابه او خواږه خوراکونه برابروي. دغې ادارې د لومړي پېشمني لپاره روژه دارو ته د شترمرغ له غوښې جوړ خواړه ورکړل. تفصیل د رویټرز په دې ویډیو کې چې ظفرخان اېډیټ کړې ده.
د دیر کوهستان د سیمې د صوبايي اسمبلۍ غړی ملک بادشاه صالح ویلي دي چې د دوی د سیمې ولسونه د دیر د سېلانۍ سیمې کمراټ د نېشنل پارک ګرځولو پرېکړه نه مني.
د پښتو ژبې ځوان سندرغاړی مشرف بنګش وايي چې غوښتل يې د يوې منظمې لارې د پښتنو خدمت وکړي او د ده په اند موسيقي ورته مناسبه لاره ښکاره شوه. نوموړي د مشال راډيو خپرونې ((له اسحاق خان سره هنري بنډار)) کې وويل چې ټولې سندرې يې د پښتنو او وطن په اړه دي.
د پاکستان پخوانی وزيراعظم او د مسلم ليګ ن رهبر نواز شريف به د شپږو اونيو له ضمانته پس د مې پر اوومه نېټه ماسخوتن مهال د لاهور په کوټ لکپت زندان کې ځان پوليسو ته وسپاري.
د شمالي وزیرستان چارواکي وايي د مې پر اوومه په تحصیل رزمک کې پر پاکستانیو ځواکونو وسله وال برید کې درې عسکر وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости