د پي ټي اېم ملاتړو په اروپايي ښارونو کې مظاهرې وکړې
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړو او پلویانو د اروپا په بېلا بېلو ښارونو کې د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښې ضد مظاهرې کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړو او پلویانو د اروپا په بېلا بېلو ښارونو کې د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښې ضد مظاهرې کړې دي.
د سېنېټ د یوې ځانګړې کمېټۍ مشر محمد علي سیف ویلي، هڅه کوي چې د شمالي وزیرستان د ډزو تر پېښې وروسته پیدا شوې ستونزې د خبرو له لارې هوارې شي. نوموړی د مې ۲۹مې پر ماخوستن په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ناستې ته ورغلی وو او هلته یې له مشال راډیو سره خبرې وکړې چې تاسې یې په ویډیو کې لیدلای شئ.
په انګلېنډ کې د کرکټ نړيوال جام سيالۍ کېږي. لومړۍ لوبه د انګلېنډ او جنوبي افريقا ترمنځ روانه ده. د کرکټ نړيوال جام پرانستو دستوره د چارشنبي په ورځ په لندن کې وشوه. ويډيو : اسوشيېټېډ پرېس ايډيټ: ګل اياز
راشد خان او ظفر اقرار وايي، خپل ملګري سندرغاي په يوه تنظيم کې، چې د "هنري ټولنې" نوم يې ورته خوښ کړی دی، سره ټولوي
د ایران مرضیه ابراهیم یو له هغو کسانو ده چې تېزاب ورباندې پاشل شوي وو. مرضیه د انصاف په تکل کې ده او غواړي چې نور کسان له تېزابو پاشل کېدو اغیزمن نه شي. د مرضیې او له تېزابو مثاثره نورو کسانو د هیواد پارلیمان په یو سخت قانون جوړولو قانع کړ. د مرضیې کیسه د مشال راډيو، ایرانۍ څانګې په دې ویډیو کې وګورئ چې ملیحه امیرزاده یې درته وړاندې کوي.
د افغانستان د پکتیا ولایت چارواکي وايي، چې پرون د چارشنبې په ورځ د یاد ولایت د ملي امنیت منسوبینو د سړي تښتونکو یوه اوه کسیزه ډله نیولې او له هغوی څخه يې د اقبال په نوم یو شپږ کلن ماشوم ژغورلی دی.
په لاهور کې خبريال او د سياسي چارو شنونکې اياز امير مشال راډيو ته وويل، چې پوځ او پښتون ژغورنه غورځنګ دواړه دې له سختي لهجې کارولو څخه ډډه وکړي.
تمه وه چې په مسکو کې د مې پر ۲۹مه په ورځ د یو شمېر افغان سیاستوالو او طالبانو غونډه وشي، خو دا غونډه د اجنډا پرسر د اختلافاتو له کبله ونه شوه.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости