د وزیرستان د پېښې د پلټنو غوښتنه شوې
د بشري حقونو نړيوالې ادارې، ايمنسټي انټرنېشنل د مې په اوه ويشتمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره په وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د وژنې د پېښې څېړنې وکړي.
د بشري حقونو نړيوالې ادارې، ايمنسټي انټرنېشنل د مې په اوه ويشتمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره په وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د وژنې د پېښې څېړنې وکړي.
د مې په شپږ ويشتمه، د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران، محسن داوړ او علي وزيرستان د شمالي وزیرستان ډوګه مچه مده خېلو کې يو احتجاجي دهرنې ته روان وو.
د مې پر ۲۷مه، پر شپږمه ورځ هم په کوټه کې د بلوچستان پرمختیايي ادارې (بي ډي اې) کارکوونکو د نه خوړلو اعتصاب یا هړتال ته دوام ورکړ. دوی وايي، حکومت دې یې نوکرۍ دایمي کړي. صوبايي حکومت دې کارکوونکو ته سمدستي د څلور میاشتو تنخا ورکولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د نوکریو په اړه به هم پرېکړه وکړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په مصر کې د بې وزله کسانو په يوه سيمه کې د د روژې ماتې مېلمستيا ته ۲۲ سوه کسان وربلل شوي ول. د خلکو شمېر دومره زيات وو چې خواړه پر ۵۰ ميتره اوږد اېښودل شوي وو او نږدې دوې کوڅې په مېلمنو ډکې وي.
د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ وويل چې واشنګټن په ايران کې د رژيم بدلولو نه بلکې د جوهري وسلو ختمولو په تکل دی.
د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښې پرضد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي په اعلان، په ګڼو ښارونو او ښارګوټو کې احتجاجي مظاهرې وشوې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه مشرانو او پلویانو د مې پر ۲۶مه تر روژه ماتي وروسته د سوات په مینګوره کې د شمالي وزیرستان د خړ کمره پوستې د پېښې ضد مظاهره وکړه او پر حکومت یې غږ وکړ چې د علي وزیر په ګډون دې نیولي کسان خوشې کړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости