طیب لهړی: بلوچستان کې مو سکولونو ته پام زیات کړی دی
د بلوچستان د تعلیم محکمه وايي ، په صوبه کې دوه اعشاریه اووه میلیونه ماشومان په داسې عمر کې دي چې باید سکول ته ولاړ شي خو په هغوي کې یوازې څه باندې یو میلیون سکول ته ځي.
د بلوچستان د تعلیم محکمه وايي ، په صوبه کې دوه اعشاریه اووه میلیونه ماشومان په داسې عمر کې دي چې باید سکول ته ولاړ شي خو په هغوي کې یوازې څه باندې یو میلیون سکول ته ځي.
د پاکستان په کراچۍ کې د ولسمشر عارف علوي د کور مخې ته د روان پرلت مخکښ راشد رضوي وايي ، حکومت هڅه کوي چې په څه پلمه په موږ پرلت ختم کړي خو موږ به داسې ونه کړو.
پخواني شوروي اتحاد ۷۴ کاله مخکې په دوهم جهاني جنګ کې ناڅيان مات کړل. د مې پر انهمه د دې کلیزې په مناسبت د روس ولسمشر ولاديمير پوتين او د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايېف د پوځي پرېډ نندارې ته ورغلي ول چې په سلګونو ځواکونو او ټانګونو په پرېډ کې برخه درولوده. ويډيو: رویټرژ ايډيټ: هدايت سلطاني
د بلوچستان په هرنايي سیمه کي له ډزو او چاودنې د دوو سرحدي عسکرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي او یو کس ژوبل دی.
د پاکستان په پارليمان کې د حکمران ګوند تحريک انصاف يو غړي ډاکټر رمېش کمار په زوره د هندو نجونو ودولو او د هغوی د مسلمانولو مخنيوي لپاره د مې پر اتمه په پارليمان کې يو بيل وړاندې کړی دی.
انور خيال وايي، هڅه کوي د خپل پلار په څېر د پښتو موسيقۍ خدمت وکړي.
د خېبر پښتونخوا د سوات ۲۵ کلنه تمثيله چې وزيږېده، لاسونه یې نه وو. خو هغې بيا هم تر څوارلسمه زده کړې وکړي او خپل ژوند پر مخ بيايي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کابل په ښار کې د چارشنبې ورځې په برید کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ، خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي. نور په دې ویډیويي رپورټ کې. د ازادي رایو خبریال شفیع کریمي، یوه ورځ وروسته د پېښې ځای ته تللی او د سیمې له څو هټۍ والو سره یې خبرې کړي دي. ویډیو: لیمه هادي تدوین: شفیع کریمي
د پاکستان قامي اسمبلۍ به نن پنجشنبه د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د قبایلي ضلعو چوکیو زیاتولو پر قانوني مسوده رايې ورکوي.
۱۷ کلنه راحيله تېرکال د کابل په يوه ځانمرګي بريد کې په خپل ټولګي دننه و وژل شوه. ورور يې د ډايري و لوسته او په الهام اخیستو سره د راحيلې په ياد کې کتابتون او تعليمي مرکز جوړ کړ.
ټکر وايي، له پخوا یې هیله لرله چې که هر ډګر کې کار کوي، باید یې خلکو ته خیر ورسي. د ټکر په خبره، د لوړو زده کړو پر مهال یې دا هیله نوره پیاوړې
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости