د انترکانتیننتال د اتلولۍ جام کابل ته راستون کړل شو
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې یو شمېر لوبغاړو نن د انترکانتیننتال سیالیو د قهرمانۍ جام له ځانه سره کابل ته راوړ. دا دوهم ځل دی چې افغانستان د دغو لوبو اتلولي خپلوي. کابل ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د راستنېدنې شیبې په دغه ویډیو کې وګورئ چې سباوون کاکړ چمتو کړې.