چارواکي: د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د ماین چاودنې یو قومي مشر وواژه
د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله یو قومي مشر ووژل شو د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې نن ماښام مهال د شلتن ولسوالۍ قومي مشر ګل پاچا د پرسونل ضد ماین چاودنې له امله وژل شوی دی. قوماندان وایي، یاد قومي مشر د افغان دولت پلوي و. تراوسه د افغان دولت کومې مخالفې ډلې یا چا د یادې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.