پوتین په روسیه کې د مجازاتو د سختېدو یو نوی قانون توشیح کړ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو داسې قانون توشیح کړ چې له مخې یې د تندلارو د استخدام له کبله، مجازات ډېرېږي. د دغه قانون پر اساس پر هغو کسانو هم سزاوې سختېږي چې د وسله والو تندلارو مالي ملاتړ کوي. د روسي چارواکو په خبره، دا اقدام د هغه ګواښ ځواب دی چې له منځني ختیځ څخه خپل هېواد ته د روسي جګړه مارو د بېرته ورتګ څخه رامنځته کېدای شي. دغه قانون ۲ ورځې وروسته له هغه رسمي بڼه واخيسته چې د روسیې په سنت پټرز بورګ ښار کې د جمعې په ورځ په یوه پلورنځي کې د بمي برید په نتیجه کې ۱۴ تنه ټپیان شول. ولسمشر پوتین دا برید یو ترورېستي اقدام وباله. Читать дальше...