Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2017

Новости за 19.12.2017

سعودي عربستان: پر ریاض یو بالیسټیک میزایل شنډ شوی

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان وايي، په پلازمېنې ریاض باندې یو بالیسټیک میزایل‌یې شنډ کړی دی، خو د یمن حوثي یاغیانو ویلي هدف‌یې ال یمامه شاهي ماڼۍ وه. د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه راپور نه‌شته. د سعودي په مشرۍ ائتلاف چې په یمن کې له حوثي یاغیانو سره جنګېږي ویلي چې نن سې شنبه‌یې «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۸» په ریاض باندې یو لګېدونکی میزایل شنډ کړی. په ټولنیزو رسنیو کې هم داسې وېډیوګانې خپرې شوي چې په فضا کې یو وړوکی لوګی ښکاره کوي. حوثي یاغیانو ویلي نن‌یې په ال یمامه شاهي ماڼۍ میزایل ویشتی او هدف‌یې د سعودي مشرانو یوه لویه غونډه وه. Читать дальше...

مک‌مسټر: لوېدیځ دې د روسیې د بې‌ثباته کوونکي چلند په وړاندې ودرېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت سلاکار اېچ. ار مک‌مسټر وايي، لوېدیځ هېوادونه باید د روسیې د بې‌ثباته کوونکي چلند په وړاندې ودرېږي. مک‌مسټر له بي بي سي سره په مرکه کې چې نن خپره شوه ویلي چې مسکو په ډېرې زیرکۍ د ورانکارۍ کمپاین مخ ته وړي. ښاغلی مک‌مسټر زیاتوي: "زما په باور روسیه په ډېرې زیرکۍ د ورانکارۍ په یوه کمپاین کې ښکېله ده څو په ډموکراتیکو بنسټونو زموږ باور تر تأثیر لاندې راولي." د امریکا د ملي امنیت سلاکار همداراز ویلي چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې ادعا په یقین سره د امریکا د ملي امنیت لباره یو ګواښ دی. Читать дальше...

ازادي ستوډيو- د نړۍ تازه خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پاکستانه وغوښتل چې د تروريستانو پر وړاندي پرېکنده اقدام وکړي. نوازشريف نن یو وار بیا محکمې ته وړاندي شو. د هندوستان په يوه رستوران کې روبوټونه مېلمنو ته ډوډۍ وروړي. دا او نور جالب خبرونه له ازادي ستوډيو ووینئ. دا خبرونه پر اته بجې له پيشګام تلويزیونه هم خپریږي.



د امريکا د ولسمشر مرستيال مصر او اسرائيل ته خپل سفر وځنډاوه

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د ولسمشر مرستيال مصر او اسرائيل ته خپل سفر وځنډاوه. ټاکل شوې وه دی نن دغو هېوادونو ته خپل سفر پيل کړي. د مایک پنس دفتر وايي، دا پرېکړه د امريکا په سنا کې د ماليې د يوه سند په اړه د بحث په خاطر شوې چې په دې بحث کې د ولسمشر د مرستيال حضور اړين دی. خو په ټوله کې منځني ختيځ ته د پنس د سفر پر وړاندې هغه وخت مخالفتونه زیات شول چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بيت‌المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژانده. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې یوازې امریکا موافق وو چې بيت‌المقدس... Читать дальше...

نن سې شنبه د استرالیا د کرکټ ترټولو سترې سوداګریزې سیالۍ پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې نن شپه استرالیا د کرکټ ترټولو سترې سوداګریزې "بیګ بش" سیالۍ پیل شي. د کرکټ د نړیوالې شورا د ویب پاڼې د راپور په اساس، په دې سالیو کې ۸ لوبډلې برخه لري. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دې سترو سوداګریزو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشد ارمان هم لوبېږي. دا د بیګ بش سیالیو شپږم پړاو دی چې لومړۍ سیالي يې نن شپه د افغانستان پر وخت ۱۱ بجې دسیډني سيکسرز او سیډني تندر د لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.



د پکتیا د فوټسال خزاني سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د پکتیا ولایت د فوټسال خزاني سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه سیالۍ چې د روان لمریز کال د عقرب د میاشتې په ۱۹مه پیل شوې، د دغه ولایت ۱۴ لوبډلو په‌کې برخه اخیستې وه او د اتفاق او پامیر لوبډلو يې پای لوبې ته لاره پیدا کړه. ښاغلي شاداب دا هم وویل چې په پای‌لوبه کې اتفاق لوبډلې ۲ د ۱ پر وړاندې بریا خپله او د دې سیالیو جام‌يې په خپل نوم کړ. د یو بل خبر له مخې، په بلخ ولایت... Читать дальше...

جمعیت اسلامي ګوند: د عطامحمد نور د استعفا منظوري یو اړخېزه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند وايي، د عطامحمد نور د استعفا منظوري یو اړخېزه ده او د حکومت له دې پرېکړې سره سره به ښاغلی نور د بلخ د ولایت څوکۍ نه پریږدي. د دغه ګوند مرستیال ویاند ذبیح فطرت نن دا خبرې ازادي راډیو ته وکړې او ویې ویل چې د ورځې په اوږدو کې د ګوند رسمي دریځ په دې تړاو اعلان شي. د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند رئیس صلاح الدین رباني پرون په یونان کې د افغانستان سفارت پرانېست او اروپا ته یې سفر د دې لپاره په نیمه کې پرېښود چې په خبره یې په کابل کې د وروستیو تحولاتو په سبب هېواد ته ستنېږي. Читать дальше...

RSF: په ۲۰۱۷ کال کې ۶۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي په ۲۰۱۷ کال کې ۶۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. دغه پاریس مېشتي سازمان نن یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې د تېر کال په نسبت د خبریالانو مرګ ژوبله ۱۸ په ۱۰۰ کې کمه شوې ده. د بې پولې خبریالانو په کلني رپوټ کې افغانستان د هغو پنځو هېوادونو په کتار کې راغلی چې په کې خبریالانو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده. سوریه،مکسیکو، افغانستان، ترکیه، پاکستان،بنګله دیش، چین او ایران هغه هېوادونه دي چې په کې خبریالانو ته مرګ ژوبله اوښتې، بندیان شوي یا ځورول شوي دي.

د جرمني د دفاع وزیرې مزار شریف کې له جرمني سرتېرو سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني دفاع وزیرې اورزولا فن در لاین په مزارشریف ښار کې له جرمني سرتېرو سره لیدلي دي. په بلخ کې د شاهین قول اردو ویاند نصرت‌الله جمشیدي ازادي راډیو ته وویل چې اغلې اورزولا پرون شپه په ناڅاپي سفر بلخ ته ورغلې او په مارمل کمپ کې یې له جرمني پوځیانو سره کتلي دي. د جرمني دفاع وزیرې له پوځیانو سره په خبرو کې په ناټو سازمان ټینګار کړی چې له افغانستان سره زیاتې پوځي مرستې وکړي. جرمني تازه د درېیو میاشتو په مخه په افغانستان کې د خپلو پوځیانو حضور تمدید کړ.


Музыкальные новости
Юрий Башмет

В Красноярском крае завершился IV Музыкальный фестиваль под художественным руководством Юрия Башмета





Rss.plus
Арцах

Генералов много, а Норат Тер-Григорьянц один!




Подмосковное УФАС выявило нарушение в Одинцовском округе при проведении конкурса

Молодежь Чехова сразилась в «Крокодила»

Прием заявок на кубок по баскетболу 3×3 идет в Чехове

От лифта до елочки: российская стройка ищет и находит ресурсы и идентичность




ارګ: د امریکا د ملي امنیت ستراتېژي له ګډو هدفونو سره سمه جوړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهوري ریاست وايي د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت نوې ستراتېژي د ترورېزم پر ضد زموږ له ګډو هدفونو سره سمه جوړه شوې ده. ارګ ماڼۍ نن سې شنبه سهار په یوه بیان کې ویلي چې د امریکا د ملي امنیت نوې ستراتېژي او د جنوبي اسیا لپاره د دغه هېواد تګلاره د ترورېزم د ماتولو او په افغانستان کې د ثبات د راوستلو په برخه کې د ګډو هڅو اساسي ستنې جوړوي. په بیان کې له دې چې د امریکا نوې ستراتېژي په سیمه کې د ډيپلوماتیکو لارو په واسطه د سولې د ټینګښت په لټه کې ده، هرکلی شوی دی. افغان حکومت همداراز... Читать дальше...

د تدارکاتو کمېسیون د ۷،۴ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظور کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغان د ولسمشر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۷،۴ میلیارده افغانیو په ارزښت، ۹ قراردادونه منظور کړل. د جمهوري ریاست مرستیال ویاند نجیب ازاد وايي چې دغه ۹ قرادادونه تېر ماښام ناوخته منظور شول. ښاغلي ازاد نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دې پروژو کې د حیرتانو-مزارشریف د اورګاډي پټلۍ حفظ او مراقبت، د فراه ښار د ۱۲ کېلو متره په اوږدوالي د داخلي سړکونو جوړول، د افغانستان د برېښنا شرکت د اړتیا وړ تجهیزاتو خریداري، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د بېلېنګ سیستم حفظ او مراقبت، د کنړ ولایت... Читать дальше...

سرچينه: د ارزګان په ترینکوټ کې د ملي امنیت یو ځایي کارمند وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د ملي امنیت یو کارمند په یوه غلچکي برید کې وژل شوی دی. یوه دولتي باوري سرچینه د نوم نه‌ښودلو په شرط وايي چې د ملي امنیت پر دغه کارمند تېره شپه ناپېژانده وسله‌والو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د خپل کور مخې ته برید کړی او وژلی یې دی. دغې سرچینې نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، وژل شوي چې موسی هوتک نومېده، د ملي امنیت په ریاست کې د مدیر په توګه دنده لرله. دا په تېرو څو میاشتو کې په ارزګان ولایت کې د ملي امنیت درېیم کارمند دی چې د ناپېژانده وسله‌والو تر برید لاندې راځي او وژل کېږي.... Читать дальше...



Москва

Доктор Кутушов назвал болезни, которые поджидают отдыхающих у водоёмов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин назвал победителей конкурса «Педагоги года Москвы»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Джиган о съемках в шоу «Выжить в Дубае»: «Когда голоден, ты автоматически злой»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На ВДНХ пройдет Удмуртский национальный праздник Гербер

Волонтеры Президентской академии в Санкт-Петербурге вносят свой вклад в развитие и повышение доступности спорта для граждан

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Сюзанн Ленглен

Последний танец Надаля и юбка Сюзанн Ленглен: 6 важных фактов о «Ролан Гаррос»-2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В России готовятся эксперименты по «зеленой маркировка видеоигр»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России