Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2017

Новости за 18.12.2017

کابل کې د ملي امنیت پر یوه مرکز برید

Pa.azadiradio.com 

د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون د قوماندانۍ مسؤلین وايي چې د ملي امنیت پر تعلیمې مرکز شوې ډله ییزه حمله پای ته ورسېده. دوی وايي چې په دې ډله ییزه وسله واله حمله کې هیچاته زیان نه دی رسېدلی. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی او سباوون کاکړ

ډونالد ټرمپ نن دوشنبه د ملي امنیت یوه نوې ستراتیژي اعلانوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن دوشنبه د ملي امنیت یوه نوې ستراتیژي اعلان کړي او په هغې کې به د چین او روسیې په وړاندې نوې سخته تګلاره غوره شي، د هغو هېوادونو په وړاندې چې ویل شوي، هڅه کوي چې د امریکا د ارزښتونو او ګټو ضد یوه نړیواله اجماع جوړه کړي. یوشمېر کارپوهانو نن مخکې له دې چې ولسمشر ټرمپ وینا واوروي، رسنیو ته ویلي چې په دغې نوې ستراتیژۍ کې خبرداری ورکړل شوی چې روسیې او چین د امریکا قدرت له چلنج سره مخامخ کړی او د امریکا هوساینې او ملي امنیت ته د تاوان رسولو هڅې کوي. رسنیو د... Читать дальше...



ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امريکا ولسمشر نن د خپل هیواد د ملي امنيت ستراتيژي اعلانوي، په فلپين کې د مځکې ښويېدو له کبله ۲۶ کسان وژل شوي دي او په سريلانکا کې پنځوسو چينايي جوړو پر يوه ځای واده وکړه. دا او نور جالت خبرونه له ازادي ستوډيو ووینئ. دا خبرونه پر اته بجې له پيشګام تلويزیونه هم خپریږي.

رازق: د تېرې یکشنبې د ورځې په انتحاري حمله کې یوه ښځه وژل شوې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار امنیه قوماندان عبدالرازق وايي، د دغه ولایت د مرکز د پنځمې حوزې په ښوراندام سیمه کې پر بهرنیو ځواکونو په انتحاري حمله کې، یوه ښځه وژل شوې او ۴ تنه ټپیان شوي دي. جنرال عبدالرازق د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې تلفات ټول ملکي خلکو ته رسېدلي دي ویډیو: صادق رښتینی ایډیټ: ابراهیم صافی

جمعیت اسلامي ګوند د نور د استعفا په اړه د ارګ د پرېکړې مخالفت وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور د استعفا په اړه د ارګ له پرېکړې سره مخالفت څرګند کړ، هغه یې یوه غیرمسؤلانه، د افغانستان د امنیت او ثبات ضد او د ملي یووالي د حکومت د موافقې له اصولو سره په ټکر کې وبلله. دغه ګوند دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د افغانستان جمهوري ریاست نن دوشنبه وویل چې ولسمشر اشرف غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منظوره کړه او د هغه پرځای یې انجنیر محمد داود د بلخ د نوي والي په توګه ټاکلی دی. د جمعت اسلامي ګوند ویاند واقف حکمیي د عطا محمد نور د استعفا په اړه ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...



خوست د چرګانو، ترکاریو او شاتو له پلوه ځان بسیاینې ته نېږدې شوی

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د کرنې د ودې او د کلیو د پراختیا برنامې یا «CARD-F» مسؤلین وايي چې د غوښنو او نسلي چرګانو اوشاتو د مچیو د یو شمېر فارمونو او شنو خونو د جوړولو له لارې یاد ولایت د چرګانو، ترکاریو او شاتو له پلوه ځان بسیاینې ته نېږدې شوی دی. د دوشنبې په ورځ د «کارډ اف» موسسې د ولایتي دفتر مسؤل حیات وزیر عرفان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل چې په تطبیق شویو پروژو چې ۳ میلیونه ۷ لکه امریکايي ډالر لګښت پرې شوی، د چرګانو ۲ سوه واړه کورني فارمونه هغو ښځو ته هم جوړ شوي. نوموړی زیاتوي، په خوست کې یاد دفتر... Читать дальше...

د اوکراین پوځ وایي، ختیځ کې یې درې سرتېري وژل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځ وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوه بېلتونپالو له خوا له اوربنده د څو سرغړونو په ترڅ کې درې سرتېري وژل شوي دي. د اوکراین دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې بېلتونپالو ۱۴ ځلي د هاوانونو او درنو توپونو په ډزو سره له اوربنده سرغړونه کړې ده. بېلتون غوښتونکو بیا د اوکراین وسله وال ځواکونه ۱۷ځلي له اوربنده په سرغړونه تورن کړي دي. د ۲۰۱۴ کال د اپریل له میاشتې راهیسې د اوکراین د حکومتي او د روس پلوه بېلتونپالو ترمنځ چې د ډونېڅک او لوهانسک پر یو شمېر سیمو کنټرول لري، په جګړو کې ۱۰ زره او ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

د جورجیا ایالت د اتلانتا په هوایي ډګر کې بریښنا بېرته فعاله شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د جورجیا ایالت د اتلانتا په نړیوال هوایي ډګر کې بریښنا بېرته فعاله شوې ده. په دې هوایي ډګر کې د برېښنا د قطع کېدو له امله له زرو زیاتې الوتنې لغوه شوې وې. په پام کې ده چې نن د ورځې په وروستیو کې دې هوایي ډګر کې چې یو د نړۍ له ګڼه ګوڼو هوایي ډګرونو څخه دی، د الوتنو فعالیت بېرته پیل شي.  دغه هوایي ډګر له پرون راهیسې شاوخوا ۱۱ ساعته برېښنا نه درلوده او مسافر د ترمینلونو په تیارو سالونونو کې بند پاتې وو. د جورجیا د برېښنا کمپنۍ چې دغه هوایي ډګر ته برېښنا ورکوي ویلي چې تر ځمکې لاندې... Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

Звездная пара Джиган и Оксана Самойлова примут участие в шоу «Выжить в Дубае»





Rss.plus
Владимир Потанин

«Восход», Тинькофф Банк и Альфа объявили о совместном pre-IPO фонде в секторе tech на 4 млрд рублей




Бывший муж Заворотнюк передумал идти на похороны актрисы

В Подольске проведут реконструкцию школы и возведут пристройку

Тягачи, экскаваторы и мусоровозы показали на выставке спецтехники в Красногорске

Решетников: экономика России выросла на 8,4% благодаря поручениям Путина




چارواکي: سرپل کې عملیاتو ۸۴ وسله وال طالبان وژلي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ د تبرد کلي د بېرته نیولو په عملیاتو کې یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. دغې قول اردو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د البرز۲۰ په نوم په دغو عملیاتو کې چې درې ورځې یې دوام وکړ ۸۴ وسله وال طالبان وژل شوي او دغه کلی په بشپړه توګه له طالبانو پاک شوی دی. د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا په دغو عملیاتو کې له دښمنه یو شمېر وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.

سبا سې شنبه په کابل کې د اقتصادي سکټوري وزارتونو غونډه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، سبا سې شنبه په کابل کې د اقتصادي سکټوري وزارتو ترمنځ د اجرائیوي رئیسانو دوهمه غونده جوړېږي. د دغې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، په دغه غونډه کې د اجرائیوي رئیسانو ترمنځ د سوداګرۍ پر فرصتونو، اقتصادي پراختیا او د پانګونې پر وړاندې پر شته خنډونو خبرې کېږي. د نومړي به خبره، په دغه غونډه کې به دغه شان د اقتصادي ستونزو د هواري په اړه د سکټوري وزارتونو او ادارو د اجرائیوي رئیسانو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په اړه هم خبرې وشي.

د کرنې وزارت: سږکال د هېواد په کچه د زعفرانو حاصلات له ۸ ټنو ډېر دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، سږکال د هېواد په کچه له ۸ ټنو د زعفرانو حاصلات ډېر دي. د دغه وزارت ویاند لطف الله راشد نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په ۱۳۹۶ کال کې په ۳۱ ولایتونو کې بزګرانو په څه باندې ۳۵۰۰ هکتاره ځمکه کې زعفران کرلي وو. نوموړي زیاته کړه: "سږ کال زموږ هدف دا و چې ۸ ټنه زعفران له ټول افغانستانه ترلاسه کړو، خو زموږ راپورونه ښيي چې له ۸ ټنو زیات زعفران لاسته راوړو." ښاغلي راشد وویل، سږکال یې په هرات کې د زعفرانو لپاره یو لابراتوار او ۶ د پروسس میعاري مرکزونه هم جوړ شوي دي. Читать дальше...



Москва

НА ДЕТСКОМ ФЕСТИВАЛЕ ИСКУССТВ «НЕБО» СОСТОИТСЯ 5 ПРЕМЬЕР И ПОКАЖУТ НОВИНКИ ОТ ВЕДУЩИХ МОСКОВСКИХ ТЕАТРОВ


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин посетил фестиваль «Москва — на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Бутман и Долина приняли участие в Akra Jazz Festival в Турции




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команда Центрального округа Росгвардии стала призером на чемпионате по пожарно-спасательному спорту в Москве (видео)

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи


Надежда Петрова

Теннисистка Петрова: Карацеву не хватает игровой уверенности



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Путин провел совещание с членами Совета безопасности России



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России