روسيه: د داعش د بېخ ایستلو لپاره باید هڅې چټکې شي
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د یکشنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې انتحاري حملې چې مسؤلیت یې داعش واخیست، بیا ثابته کړه چې د دې ډلې د بېخ ایستلو لپاره باید هڅې چټکې شي. د تاس خبري اژانس په حواله، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن سې شنبه په یوه بیان کې ویلي: "ترورېستان هڅه کوي چې په افغانانو کې وېره خپره او دا هېواد د نړۍ سولې او ثبات ته په دایمي ګواښ بدل کړي." د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په جلال اباد کې حمله غندلې او د افغانستان پر حکومت او په دې هېواد کې د ائتلافي ځواکونو پر قوماندانۍ یې... Читать дальше...