پکتیکا کې د ۲۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې
په پکتیکا کې د ۲۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې. د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د دوهمې برخې ۱۱ کیلومټره عمومي سړک د اساسي جوړولو چارې نن سې شنبې رسماً پیل شوې چې ټول ټال ۲۵۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، د ولایتي شورا استازو، د نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو، قومي مخورو او ځوانانو برخه اخېستې وه. د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل: "د پکتیکا د جاني خېلو ولسوالۍ عمومي سړک د لومړۍ برخې لس کیلو مټره... Читать дальше...