د مصر یوې محکمې نن ۷۵ تنه محاکمه کړل
د مصر یوې محکمې نن ۷۵ تنه چې د اخوان المسلمین ډلې یوشمېر پېژندل شوي مشران هم په کې دي، محاکمه کړل. دا کسان په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د اسلامپالي ولسمشر محمد مرسي په ملاتړ د اعتراض په تړاو محاکمه شوي دي. د مصر پوځ په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په زور محمد مرسي له واکه لېرې کړ چې پر ضد يې یوشمېر کسانو اعتراضي تحصن وکړ او تحصن کوونکي د پوځ په زور وشړل شول. په مصر کې د اخوان المسلمین ډلې پر فعالیت بندیز دی. د مصر الاحرام ورځپاڼې نن وویل چې نور ۶۶۰ کسان به د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې محاکمه شي.... Читать дальше...