Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июль
2018

Новости за 12.07.2018

د کندز په چهاردره ولسوالۍ کې پوځي عملیات ادامه لري

Pa.azadiradio.com 

د کندز د والي ویاند، نعمت الله تېموري پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په چهاردره ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتوکې  د وسله والو طالبانو دوه مرکزونه ویجاړ شوي دي. نعمت الله  تېموري: "دوې مهمې پوستې چې یوه د قوماندان شیرعلم او بله یې د طالبانو د سرې قطعې وه ، له منځه ولاړې، همداراز څوکلي کله خرکاران او نهر صوفي هم د وسله والو طالبانو له شتونه پاک شوي دي. " ښاغلي تېموري زیاته کړه چې په چهاردره ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتوکې اولس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په پنجشېر کې د تلفاتو دقیق شمېر لا نه دی څرګندشوی

Pa.azadiradio.com 

د پنجشیر دوالي مرستیال، محمد امین صدیقي وايي چې په خنج ولسوالۍ کې د غره د ښويدو او سیل له امله زیات مالي تاوان رسېدلی خو د مړو او ورکو شوو کسانو دقیق شمېر لا نه دی څرګند . ښاغلي صدیقي پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه ، یوازې د  شپږو کسانو د مړینې خبر تائیدولائ شي. محمدامین صدیقي: "واقعاً، ډېره هَولناکه پېښه وه، متاسفانه، نه یو توانیدلي چې دتلفاتو دقیق شمېر معلوم کړو. درې سوه کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او دوه سوه کورونه تخریب شوي، سل ګونه جریبه کروندې يې ویجاړې کړې او سل ګونه د مېوې او بې مېوې ونې یې هم له بېخه ایستلې دي. Читать дальше...

وسله والو طالبانو په لوګر کې پر ښوونځيو حملې زیاتې کړې

Pa.azadiradio.com 

د لوګر امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په دې ولایت کې پر ښوونځيو حملې زیاتې  کړې څو حکومتي ځواکونه د پوځي عملیاتو بندولو ته اړ کړي. د لوګر دامنیه قوماندانۍ ویاند، شاه پوراحمدزي بېګا پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل: "په تېره یوه اونۍ کې په لوګر ولایت کې زموږ خاصو ځواکونو ځانګړي شپني عملیات ترسره کړل چې تقریباً اویا یا اتیا وسله وال مخالفین په کې وژل شوي، طالبانو د دې عملیاتو د درولو لپاره د لوګر پر ښوونځیو حملې پېل کړې دي. " وسله والو طالبانودپنجشنبې په شپه، د لوګر په مرکز ،  پُل علم کې د نجونو او هلکانو يوې لېسې ته اور واچاوه. Читать дальше...



دسولي ولسي حرکت: د پاکستان سفارت مخ ته تر نامعلومه وخته یو.

Pa.azadiradio.com 

د دغه حرکت غړي وايي تر ډېره پاکستان د افغانستان په نا امنیو کې لاس لري نو ځکه یې دلته د پاتې کیدو وخت نا څرګند دی. له دې وړاندې د سولې د ولسي حرکت غړي د امریکا،روسي سفارتونو او همدا راز د ملګرو ملتونو د دفتر له مخې سره هم د تحصن په هدف تم شوي وو. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی

مظاهره چیانو د سمنګان مزار لار د ترافیکو پرمخ تړلې

Pa.azadiradio.com 

لاریون کوونکو نن د سمنګان او مزار لويه لاره تړلې او سلګونو موټر او مسافر منتظر پاته دي چې لاره پرانيستل شي. د عبدالصمد په نوم يوه لاريون کوونکي ازادي راډيو ته وويل چې دوی د جنبش ګوند د لوړپوړي غړي نظام الدين قيصاري د راخوشي کېدو په خاطر مظاهره کړې ده. نظام الدين قيصاري د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی دی چې لس ورځې مخکې په فارياب ولایت کې د زورواکي او قانون ماتونې په تور ونيول شو.

رويټرز: په کندز کې د طالبانو حمله کې ۲۹ افغان سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حملو کې ۲۹ سرتېري وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په نورو برخو کې لسګونو سخت دريځي په هوايي حملو کې وژل شوي دي. د کندز ځايي چارواکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ومنله چې د حکومت وسله والو مخالفینو تېر ماښام د دشت ارچي ولسوالۍ پر پل مومن او قرليق کلیو ډله ییزې حملې پيل کړې او نښتې تر نن سهاره روانې وې. د کندز د والي وياند نعمت الله تيموري نن ازادي راډیو ته وويل، نوي افغان امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي. Читать дальше...

ټرمپ وايي ناټو یې د دفاعي لګښتونو زیاتولو غوښتنه منلې

Pa.azadiradio.com 

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ناټو د سرمشريزې پر مهال د ده تر انتقادونو وروسته د دې اييتلاف غړو هېوادونو د دفاعي لګښتونو د زياتولو غوښتنه منلې ده. ده نن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو متحدانو سره تر نه پلان شوي بېړنۍ غونډې وروسته وويل چې د دې ائتلاف غړو منلې چې له خپل وخت مخکې به د کورنيو ناخالصو عوايدو دوه فېصده په دفاعي برخه کې مصرفوي.  ناټو په ۲۰۱۴ کال کې ويلي وو چې تر ۲۰۲۴ پورې به د خپلو کورنیو ناخالصو عوايدو دوه فيصده پر دفاعي برخه مصرفوي. ټرمپ زياته کړه چې ناټو به اضافي درې ديرش میليارده ډالر د دفاع لپاره ځانګړي کړي. Читать дальше...



د پاکستان مسلم لېګ «ن» ګوند وايي حکومت یې سلګونه غړي نیولي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان مسلم لېګ «ن» ګوند وايي د پنجاب حکومت یې سلګونو کارکوونکي نيولي دي او په دې کار سره يې د دوی انتخاباتي کمپاين ته خنډونه جوړ کړي دي. د دې ګوند يوه مشر مشاهد حسین نن د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل چې سبا ماښام د نوازشریف او د هغه لور مريم نوازشريف له لندنه لاهور ته ستنېږي او حکومت کوښښ کوي چې غړي يې هرکلی ونه کړي. په داسې حال کې چې د جولای په پنځه ويشتمه انتخابات کېږي، محکمې پخواني صدراعظم نوازشريف د درغليوو په قضيو کې په لسو کلونو او د ده لور مريم نواز په اوو کلونو بند محکومه کړه. ... Читать дальше...

له جرمني یوه ایستل شوي افغان په کابل کې ځانوژنه کړې

Pa.azadiradio.com 

له جرمني ایستل شوي افغان کډوال په کابل کې ځان وژنه کړې. جمال ناصر کابل ته له راستنېدو وروسته په یوه هوټل کې ژوند کاوه. عیني شاهدان وايي، د جمال ناصر بې روحه تن د هغه له ځان وژنې څو ورځې وروسته د ده په کوټه کې پیدا شوی. د ازادي راډيو خبریال د جمال ناصر د هستوګنې هوټل ته تللی وو او دا ویډیویي راپور یي چمتو کړی.

د پکتيا چارواکي د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي

Pa.azadiradio.com 

نن د پنجشنبې ورځې مازدیګر د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل چې یاد عملیات تېره شپه او نن ورځ ترسره شوي او په زرمت کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات اوس هم روان دي. ښاغلي حسرت زیاته کړه چې د احمدابا په ولسوالۍ کې ۵۵ وسله وال وژل شوي چې په دې کې د طالبانو د سرې قطعې جنګیالي او د دوی یو شمېر قوماندانان هم شامل دي. ده وویل، په زرمت کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات چې اوس هم روان دی، د دوی د معلوماتو پر بنسټ په کې ۴۶ وسله وال وژل شوي دي. ده د عملیاتو سیمې د زرمت شموزي، پاټک، هیبت خېل او یمني خېل یادې کړې. Читать дальше...

ټرمپ د ناټو ائتلاف پر غړو هېوادونو بیا انتقاد وکړ

Pa.azadiradio.com 

نن د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په سرمشريزه کې د دې ايتلاف پر غړو هېوادونو یو ځل بیا انتقادونه وکړل. رويټرز خبري اژانس د دوو سرچينو له خولې چې نومونه يې نه دې اخيستي، ويلي چې ټرمپ د اروپا د سوداګرۍ او د ناټو غړو هېوادونو د دفاعي لګښتونو پر څرنګوالي انتقاد کړی. ټرمپ د جولای مياشتې په دولسمه نېټه وويل چې ناټو بايد د ۲۰۲۵ کال پر ځای سمدستي د خپلو کورنيو ناخالصو عوایدو دوه فیصده د دفاعي لګښت لپاره مصرف کړي. ټرمپ تر دې مخکې ويلي وو چې ناټو دې په ۲۰۱۴ کال کې کړې... Читать дальше...

په پنجشیر کې ځمکې ښوېیدو ۱۰ تنه مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د پنجشېر ولایت په جينج ولسوالي کې د مځکې ښويېدو په پېښه کې لږ تر لږه لس کسان مړه شوي او شا او خوا درې سوه کورونه له منځه تللي دي. د بېړنیو مرستو او ژغورونکو ټيم د هليکوپټرو له طريقه دغې سيمې ته لېږل شوی. د طبيعي پېښو د ملي ادارې وياند عمر محمدي نن ويلي چې ژغورونکي ټيمونه په سيمه کې ورک او په خټو کې بند کسان لټوي. د ولسمشر محمد اشرف غني د دفتر د اعلاميې له مخې، ولسمشر چې اوسمهال په بروکسل کې دی، له هغه ځايه امر کړی چې د پېښې قربانيانو ته بايد مرسته ورسول شي.

د سولې ولسي حرکت غړي د پاکستان سفارت ته روان شول

Pa.azadiradio.com 

د روسیې سفارت مخ ته له یوې اوونۍ تحصن وروسته کله چې دوی د پاکستان د سفارت پر لور د خوځېدو په وخت کې زیات شمېر عام خلک نور هم ورسره یو ځای شول. د سولې د حرکت دغه غړي وايي، تر نامعلوم وخته به د پاکستان سفارت ترمخ پاتې شي. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی

د یوه ډیپوټ شوي افغان وژل کېدو په جرمني کې بحثونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني يو وزير چې د پناه غوښتونکو پر وړاندي سخت دريځ لري، وروسته له هغه تر فشار لاندي شوی چې یوه رد شوي افغان پناه غوښتونکي وروسته له هغه ځان وواژه چې افغانستان ته په زوره ستون کړای شو. د جرمني د حکومت مخالف ګوندونو د کورنیو چارو له وزير هورست سي هوفر Horst Seehofer څخه غوښتي چې له دې پېښې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړي. ۲۳ کلن افغان چې په جرمني کې يې د پناه غوښتنه رد شوې وه، د سې شنبې په ورځ په کابل کې ځان وواژه. ده په جرمني کې اته کاله تېر کړي وو، خو د پناه غوښتنه يې رد شوې وه. دا پېښه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Ольга Бузова

"Человек сильно просчитался": Общественник указал на того, кто втянул Бузову в скандал





Rss.plus
Александр Бастрыкин

Глава СКР Бастрыкин запросил доклад об оскорблении таксистом участников СВО




Как одно личное послание расширило военную историю Воронежа

Суд вынесет приговор за взятку экс-полковнику ФСБ Дмитрию Фролову

Адвокат Исецкий: Иванову после суда могут вернуть все арестованное имущество

«Пришлось подготовиться»: Домнина — о том, как сообщила детям о болезни Костомарова




فوټبال: بلجیم او انګلستان د درېیم مقام لپاره سیالۍ کوي

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال د نړیوال جام د وروستۍ سیالۍ څخه مخکې بلجیم او انګلستان د درېیم مقام لپاره سیالۍ ترسره کوي. دوی چې د نیمې پایلوبې سیالۍ يې بایللي، ټاکل شوې د دغه مقام لپاره د شنبې په ورځ له یو بل سره مخ شي. په نیمه پایلوبه کې انګلستان له کروېشیا او بلجیم له فرانسې لوبه بایللې وه. له دې سیالۍ وروسته د یکشنبې په ورځ د کرویشیا او فرانسې تر منځ د ۲۰۱۸ فوټبال د نړیوال جام پایلوبه تر سره کېږي.

کرکټ: سپین‎غر بُست او بند امیر امو ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د زونونو ترمنځ د غازي امان الله خان د پنځوس اوورېزو کرکټ سیالیو په دوهمه ورځ سپین‎غر بُست او بند امیر امو ته ماتې ورکړه. دا په پیل شوېو کرکټ سیالیو کې د سپین‎غر لوبډلې دوهمه پرله‎پسې بریا وه او له دې وړنداې دغې لوبدلې له مس عینک هم لوبه ګټلې وه. د شپږو زونونو ترمنځ یو ورځنۍ دا سیالۍ د جولای د میاشتې په لسمه نیټه پیل شوي دي. د دغو سیالیو په لړ کې نن هېڅ کومه سیالي نه ترسره کېږي، خو ټاکل شوې چې سبا په کابل نړیوال لوبغالي کې د کابل او بند امیر او په خوست کې د بُست او مس عینک تر منځ سیالۍ تر سره شي.

افغانستان کې د کلپونو د اتلولیو فوټبال سیالۍ هم ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې سږ کال د غوره‎لیګ سیالیو تر څنګ د کلپونو د اتلولیو فوټبال سیالۍ هم ترسره کېږي. د فوټبال فدراسیون د ویاند مرستیال شمس امیني نن پنجشنبې ازادي راډيو ته وویل، د کلپونو د اتلولیو لپاره دا وخت د هېواد په ټولو زونونو کې د کلپونو تر منځ د مقدماتي سیالیو لړۍ پیل شوې ده. دی وايي، له دغو سیالیو به د زون په کچه غوره کلپونه مشخص چې بیا به په کابل کې د یو پر وړاندې د اتلولیو سیالۍ ترسره کړي. د دغو سیالیو مهالوېش او د ترسره کېدو نېټه لا نه‎ده معلومه.

ولاديمير پوتین د علي خامنه اي له سلاکار اکبر ولايتي سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین د ايران د ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي له لوړ پوړي سلاکار علي اکبر ولايتي سره وکتل. د روسي رسنيو د راپور له مخې ولايتي له پوتين سره د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې وکتل. دا کتنه په داسې حال کې ده چې ولايتي له روسيې سره د ايران د ستراتيژيکو اړيکو هرکلی کړی. د روسیې انترفکس خبري اژانس راپور ورکړی چې په دغه غونډه کې د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د خامنه اي د سلاکارانو د بورد رئیس علي اصغر فتحي سربنګولي او روسیې ته د ايران سفير مهدي سنايي هم ګډون وکړ. Читать дальше...

د قزاقستان ولسمشر تر عمره د ملي امنیت شورا رئیس وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربا یف تر عمره د خپل هېواد د ملي امنیت شورا رئیس شو. دولتي رسنیو نن په دې اړه ولسمشريز فرمان خپور کړ چې له مخې يې نوی قانون رامنځته شو. د قزاقستان ولسي جرګې په دې اړه لايحه په مې مياشت کې تصويب کړه او د دغه هیواد د اساسي قانون محکمې په جون مياشت کې تائيد کړه. نظربایف دا لايحه د جولای په پنځمه توشيح کړه او دا یوه ورځ مخکې له هغه چې دی ۷۸ کلن شو. د ده کليزه د قزاقستان د پلازمينې استانه له ملي ورځې سره سمه په ډېره شاهانه توګه ولمانځل شوه. نوی قانون د پنجشنبې په... Читать дальше...

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په اړه غونډه پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د افغانستان په اړه غونډه پیل شوه. د افغانستان ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب برخه اخېستې ده. د ناټو د ۲۹ غړیو هېوادونو او د هغو هېوادو مشران چې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې ځواکونه لري، نن د افغانستان پر سولې، ثبات او د افغان ځواکونو د حمایت په اړه خبرې کوي. تردې دمه د پوځیانو د زیاتېدو په اړه اوکراین اعلان وکړ چې افغانستان... Читать дальше...



Москва

"Святой Ленин" спасает мир и возглавляет "восстание ИИ машин... хороших по существу". 8 серия, СЕРЬЁЗНЫЕ НОВОСТИ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Карди Би

Между Карди Би и рэпершей BIA начался биф




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей


Ролан Гаррос

Теннисист Джокович побил рекорд Федерера по победам на турнирах "Большого шлема"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Александр Бастрыкин

Глава СКР Бастрыкин запросил доклад об оскорблении таксистом участников СВО



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России