ټايم: طالبانو له اسلامه د جنګي وسلې په توګه استفاده کړې
ټايم مجلې د افغانستان د سولې د هڅو په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده:
ټايم مجلې د افغانستان د سولې د هڅو په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده:
د امريکا ولسمشر ژمنه کړې چې د دغه هيواد په انتخاباتو کې به د هر ډول لاسوهنې هڅې ناکامې کړي. نن د نیلسن منډيلا د زيږېدو سلمه کليزه ده. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پېشګام ټلوېزیون مههېروئ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، يو ځل بیا پر وسله والو طالبانو د سولې غږ وکړ او له دغې ډلې یې وغوښتل چې په...
د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د شپږو زونونو ترمنځ پنځوس اوریزې سیالۍ د کابل په غازي امان الله خان نړيوال لوبغالي کې روانې دي. د دغو سیالیو په لړ کې نن امو او بوست لوبډلو ترمنځ سیالي روانه ده. امو لوبډلې د غازي امان الله خان جام سیالیو دویم پړاو کې د بوست لوبډلې ته ۳۱۹ منډې هدف وټاکه. په روانه لوبه کې چې ټاس يې بوسټ لوبډلې وګاټه او امو لوبډلې ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه د امو لوبډلې لوبډلمشر جاوید احمدي ۱۲۳ منډې او ځوان لوبغاړي ریاض حسن ۱۰۳ منډې وکړې. اوس د سیالۍ دوهمه پاڼې رونه ده وروسته... Читать дальше...
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، که څوک د نوملیکنې پر پروسې د درغلۍ ادعا کوي؛ باید اسناد وړاندې کړي.
په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازو د سولې د راتلو په اړه خپلې هیلې کمې کړي وايي چې د افغانستان او امریکا حکومتونه باید ...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د دغه کمېسیون د دارالانشاء د رئیس نه شتون، یوه کاري تشه ده...
په افغانستان کې د خبریالانو د مصئونیت کمېټه د ۲۰۱۷مېلادي کال په پرتله د روان کال په ترڅ کې د افغان خبریالانو په وړاندې...
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي، په دغه ولايت کې یې د افغانيو د چلښت او د پاکستانۍ کالدارو د مخنيوي په موخه منظم کمپاین روان دی. نصیر عالمیار نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه کمپاین سبب شوی چې په دې ولایت کې اتیا سلنه د کالدارو د چلښت مخه ونیول شي. د ښاغلي علمیار په وینا د کالدارو د چلښت په مخنیوي سره به اقتصادي ثبات تامین شي. نوموړي وویل په دغه کمپاین کې سوداګر او دولتي چارواکي ګډون لري او ترهغه به دوام وکړي څو په دغه ولایت کې د کالدارو چلښت مخنیوی وشي.
د پکتیا ګڼ شمېر مدني فعالانو، ځوانانو او قومي مشرانو د خپلسرو وسله والو، د ځمکو غاصبینو او زورواکو پر وړاندې...
د نورستان په مرکز پارون او یوشمېر ولسوالیو کې ۳۲ ښځو ته ۳۲ شنې خونې جوړې شوې دي چې اکثره یې بېوزلو ښځو ته ورکړي دي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالغیاث نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغه شنو خونو کې به موسمي سبزیجات ساتل کېږي چې ښه نتیجه يې ورکړې ده. نوموړی وایي، پلان لري چې په راتلونکي کال کې د دغو شنو خونو شمېر څلور چنده زیات کړي. نوموړي وویل چې پر هرې شنې خونې باندې ۳۰ زره افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري ورکول کېږي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني طالبان وهڅول چې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د سولې وړاندیز ومني. هغه دا پیغام نن په کابل کې د څارنې او انسجام د ګډ بورډ په غونډه کې دا خبره وکړه. ولسمشر اشرف غني وویل: "ټولو افغانانو ته د طالبانو په شمول د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات یو ښه فرصت دی. نورو ممالکو کې چې د سولې خبرې کیږي، هغوی اول قوانین او قواعد بدلوي چې مخالفینو ته د دې زمینه برابره شي چې انتخاباتو کې ګډون وکړي، خو زموږ قانوني شرایطو کې داسې یوه ستونزه نشته. د دې پرځای چې تر انتخاباتو وروسته... Читать дальше...
د ارزګان ولایت د ملي امنیت مسؤلین وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز نیولی دی. د ملي امنیت اداري مسؤل عبدالصمد شمس پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو په دې مرکز کې لسګونه کړۍ ماینونه او د ماین جوړولو وسایل نیولي او شنډ کړي. دی وايي، له دې مرکزه به جوړېدونکي ماینونه د طالبانو له خوا د افغان پوځ پر ضد کاریدل. د دې قضیې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو چارواکي د پلټنو ژمنه کوي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د امریکا چمتوالي او پهدې اړه د افغان حکومت پر غبرګون بحثونه کړي دي.
د هلمند والي وايي، د ولسمشر په امر يې د طالبانو پر زندانونو او مشرانو بریدونه ډېر کړي دي.
د ارزګان والي وايي، په دغه ولایت کې ۵۰ سلنه طالبانو وسلې پر ځمکه ایښي دي.
په غزني کې د ځینو مدني ټولنو، قومي شوراګانو او ولسي خلکو له لوري د ولسمشر محمد اشرف غني د وروستیو لاسته...
د عدالت نړیوالې محکمې یا (ICJ) تایید کړې چې ایران له دوی سره د امریکا د متحدو ایالتونو خلاف پر دې هیواد د بندیزونو د بیرته لګولو له کبله قانوني شکایت ثبت کړی دی. په دې قانوني دعوه کې چې تهران د عدالت نړیوالې محکمې ته سپارلی ویل شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران بیرته د بندیزونو په لګولو سره د تهران او د امریکا په شمول د نړۍ د شپږو پیاوړو هیوادونو ترمنځ له لاسلیک شوې اتومي توافق سرغړاوی کړی دی. ( اۍ سي جي ) یا د عدالت لپاره نړیوالې محکمې د سه شنبې په ورځ دا خبره یوه ورځ وروسته... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د خپل هیواد د استخباراتي ادارو هغه پایله مني، چې وايي روسیې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دده په طرفدارۍ لاسوهنه کړې. ولسمشر ټرمپ پرون په واشینګټن کې خبریالانو ته وویل: ” زه د امریکا پر عالي استخباراتي ادارو بشپړ باور لرم او د هغوی ملاتړ کوم او تل مې کړی. خو زه ډیر قوي احساسوم چې د روسیې کړنو د انتخاباتو پر نتیجو هیڅ ډول اغیز نه درلود. “ ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د هغه څه په اړه د خپلو متحدانو او مخالفانو د انتقادونو له یوې څپې سره مخ شو چې یوه ورځ مخکې یې ویلي وو. Читать дальше...
د افغانستان اجراییه ریاست وايي، ددې احتمال شته چې په لوی اختر کې حکومت د طالبانو په وړاندې اوربند اعلان کړي. د افغانستان د اجراییه ریاست ویاند امید میثم د سه شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ښه نیت څرګندولو په هدف اوربند هغه انتخاب دی چې د حکومت مشران پرې د راتلونکې لوی اختر لپاره غور کوي. ” تر لوی اختر پورې کافي فرصت شته او احتمال لري چې یوه طرحه همدا وي چې موږ په لوی اختر کې د اوربند بحث مطرح کړو.“ ښاغلي میثم دا څرګندونې د... Читать дальше...
د پاکستان پولیس وايي، د پاکستان د پارلماني انتخاباتو یو کاندید له یو برید روغ وتلی دی. دا د پاکستان د انتخاباتو سره د تړلو بریدونو د څپې تازه پېښه ده. د پنجاب ایالت پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل، پر شیخ افتاب احمد او زوی یې سلمان سرور د دوشنبې په ورځ ناوخته هغه مهال د اټک په سیمه کې برید وشو چې دوی له یوې انتخاباتي غونډې څخه کور ته د ستنیدو په حال کې وو. پولیس وايي د افتاب احمد په موټر درې مرمۍ لګیدلې خو نوموړی له برید روغ وتلی دی. شیخ افتاب احمد د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې د مسلم لیګ ن ګوند کاندید دی. Читать дальше...
دهلمند والي وايې د ولسمشر په امر په دې ولایت کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د وسلوالو پر زندانونو او رهبرۍ بریدونه زیات کړي دي. تورن جنرال محمد یاسین د سه شنبه په ورځ ناوخته په یوه خبري غونډه کي وویل پر هغو ځایونو چې ګومان کې طالب مشران په کې دي او د طالبانو پر زندانو نو هوايي او شپني عملیاتو لپاره یو کمیسون کار کوي. ” څه مودې راهېسې د ولسمشر د هدایت سره سم ، امنیتي او کشفي ادارو ته یو کمیسون ټاکل شوی چې ، د کمیسون په ځانګړې توګه د بندیانو د خلاصون لپاره پر ټولو ممکنو لارو فعالیت پیل کړی... Читать дальше...
روسیې او تاجکستان د سه شنبې په ورځ د افغانستان سره په پوله شریک پوځي تمرینات پیل کړل چې چارواکي یې هدف د افغانستان څخه د ترهګرو د ممکنه بریدونو په وړاندې چمتوالی بللی دی. د فرانسې خبري اژانس د تاجکستان د دفاع وزارت په حواله ویلي چې په دې پوځي تمرینونو کې به تر لس زرو زیات سرتیري برخه ولري. دا د پخواني شوروي ددې دوو متحدانو ترمنځ د افغانستان پوله ته څیرمه په دې بڼه لومړني پوځي تمرینات دي. د تاجکستان د دفاع وزارت ویلي، شریک ځواکونه به دغلته د افغانستان څخه د ور اوښتونکو ترهګرو د له منځه وړلو لارې چارې تمرین کړي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости