Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июль
2019

Новости за 04.07.2019

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او طالبانو خبرې حساس پړاو ته رسیدلي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته ګواښ کړی چې د یورانیمو د بډایه کولو ګواښ به یې په زیان تمام شي او د کوپا امریکا فوټبال فاینل به برازیل او پیرو ترسره کړي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

د کرکټ د ۲۰۱۹ جام سیالیو کې روهیت شرما تر نورو ډېرې منډې کړي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام په سیالیو کې تر دې دمه د هندوستان روهیت شرما تر نورو ډېرې منډې کړي دي. روهیت شرما د ۵۴۴ منډو په کولو سره د جدول د نومرو په سر کې ځای لري. همدا شان د بنګله دیش شکیب الحسن د ۵۴۲ منډو په کولو دوهم او د استرلیا ډېوېډ وارنر بیا د ۵۱۶ منډو په کولو سره درېیم ځای خپل کړی دی. د دې ترڅنګ بیا د توپ اچونې په برخه کې د استرلیا تیز توپ اچونکي میچل سټارک د ۲۴ وېکټو په اخېستلو اول، د نوي زیلانډ لوکي فیرګوسن د ۱۷ ویکټو په اخېستلو سره دوهم او د انګلېنډ تېز توپ اچونکي ارچر هم ۱۷ ویکټې اخېستي او درېیم ځای يې خپل کړي دي.



د اسیا د فوټبال اتحاديې ۲ افغان لوبڅارانو ته اجازه ورکړل شوه

Pa.azadiradio.com 

د اسیا د فوټبال اتحاديې دوه افغان لوبڅارانو ته د اسیا د فوټبال د ۱۶کلونو کم عمره ځوانانو په سیالیو کې د لوبڅارې اجازه ورکړه. حلیم اقا شېرزاد او ننګیالی سادات به د اسیا د فوټبال په یادو شویو سیالیو کې د لوبڅارۍ دندې پرمخ وړي. دا سیالۍ د راتلونکې لمریزې میاشتې په ۱۰مه نېټه د افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان ترمنځ د تاجکستان په پایتخت دوشنبې ښار کې پیلېږي.

په جوزجان کې سلګونو کارګرانو لاریون کړی

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان کې سلګونو کارګرانو لاریون کړی او یو شمېر ښځینه کارګرانو خپلې خولې هم تړلي دي. دوی په‌دې وروستیو کې له دندو ګوښه شوي وو او غواړي بیرته پر دندو وګومارل شي. دغو کارګرانو ويلي چې د نامعلومو دلایلو پر اساس ۵۲۰ کارګران له دندو ګوښه شوي دي او د معادن او صنایع وزارت له خوا له تنقیص سره مخامخ شوي دي. له لاریون کوونکو څخه یوه تن داسې وويل:" موږ خپل حق غواړو که په یوه دوو ورځو کې زموږ ستونزو ته لاسرسی ونه‌شي، موږ د لويې لارې په ګډون ټولې دولتي دروازې تړو او حکومت به بیا د شکایت حق نه‌لري."... Читать дальше...

د افغان فلم رئیسه د فلم جوړونې پر صنعت انتقاد کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغان فلم د تأسیس د ۵۱مې کلیزې لمانځنه وشوه. د افغان فلم رئیسه صحرا کریمي، په وروستیو اتلسو کلونو کې د فلم جوړونې پر صنعت انتقاد کوي. شفیع کریمې په‌دې اړه نور تفصیل وړاندې کوي.   ویډیو: شفیع کریمي ایډیټ: شفیع کریمي

ایران د یورانیمو د بډایه کولو ګواښ کړی

Pa.azadiradio.com 

ایران د یورانیمو د بډایه کولو ګواښ کړی او دې کار امریکا سخته پارولې ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته ګواښ کړی چې د یورانیمو د بډایه کولو تهدید به یې په زیان تمام شي. د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون ویلي و تر هرې اندازې چې اړتیا لري یورانیم به بډایه کوي. ولسمشر ټرمپ بیا په ټویټ باندې ایران ته خبرداری ورکړی دی. ده پر ټويټر لیکلي دي: "ایران تازه ګواښ کړی. روحاني ویلي «په هره اندازه چې وغواړي» یورانیم غني کوي که د کومې نوې موافقې خبره تر منځ نه‌وي. ایرانه خپلو ګواښونو ته پام کوه. ځینې... Читать дальше...



پاکستاني چارواکي د حافظ سعيد پر وړاندې ځپونکي اقدامات کوي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکو ویلي چې د حافظ سعيد په وړاندې ځپونکي اقدامات کوي. د حافظ سعید لشکرطیبه ډله د هند په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ میلادي کال په خونړیو بریدونو تورنه ده. د حافظ سعید او د هغه په ۱۲ همکارانو پسې ۲۳ دوسیې پرانېستل شوي دي. د پاکستان د ټرورېزم ضد ادارې پرون ویلي، سعید لشکرطیبه ته چنده ټولوله. لشکر طیبه ډله د هند په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ میلادي کال د نوومبر په مرګونو بریدونو تورنه ده چې په‌کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو. د لشکر طیبې تر څنګ ده ځینې نورې ډلې هم جوړې کړي چې په مذهبي تُندلارۍ تورنې دي. حافظ... Читать дальше...

مېرمن لیدا حضوري د کابل په اسمان کې ازادي وازمایله

Pa.azadiradio.com 

لیدا حضوري هغه مېرمن ده چې د کابل په اسمان کې د «پاراګلادینګ» په مرسته یې ازادي تجربه کړه، خو اسمان ته الوتل یې له ستونزو خالې نه‌وو. شفیع کریمي دغو ورزشکارانو ته ورغلی چې د کابل د «ده سبز» څخه اسمان ته الوتنه کوي. ویډیو: تمیم اخګر او ذکریا صفري ایډيټ: تمیم اخګر

د امریکا او طالبانو خبرې حساس پړاو ته رسیدلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او طالبانو خبرې حساس پړاو ته رسیدلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون ویلي و چې د افغان سولې وخت راغلی او د طالبانو سیاسي ډلې نن ویلي ممکن د سولې هوکړه وشي. نن د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا د مرکچي پلاوي او طالبانو د خبرو شپږمه ورځ ده. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، د نن ورځې غونډه ځکه مهمه او هیله منوونکې ده چې د ده په خبره امکان لري د سولې هوکړه وشي. په دې خبرو کې د امریکا مشر مرکچي زلمي خلیل‌زاد تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو پرون د امریکا د بهرنیو... Читать дальше...

د بغلان اوسېدونکي: تر هغه لاره نه پرانیزو، څو موږ ته برښنا را نه‌کړئ

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولایت د کیله‌ګي د سیمې یو شمېر اوسېدونکي خبرداری ورکوي، تر هغې چې دوی ته برښنا ورنه‌کړل شي، دوی به پر خپلو ځمکو د برښنا د پایو نصب کولو ته اجازه ورنه‌کړي. د دوی په وینا حکومت د دغو ځمکو د استملاک پیسې هم تر اوسه نه‌دي ورکړي. ویډیو: بشیر احمد غزالي ایډيټ: تمیم اخګر

ټرمپ ويلي چې د امریکا د خپلواکۍ په ورځ به تر ټولو لوی مراسم جوړ کړي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې د امریکا د خپلواکۍ په ورځ به چې نن د جولای څلورمه ده، تر ټولو لوی مراسم جوړ کړي. په‌دغو مراسمو کې به رسم ګذشت وشي او ټرمپ به وینا وکړي. د جولای څلورمه په ټوله امریکا کې لمانځل کېږي. په‌دې ورځ په ۱۷۷۶میلادي کال کې امريکا خپلواکي اعلان کړې وه. ټاکل شوې ده په واشنګټن کې په رسم ګذشت سره د نن ورځې مراسم پیل شي او وروسته به ټرمپ وینا وکړي. خلک یوازې په‌دغو مراسمو کې په ټکټ پیرلو سره برخه اخېستلای شي. د امریکا د پلازمېنې په مرکز کې به لږ تر لږه دوه ټانکونه ودرول... Читать дальше...

ولسمشرغني: د ښځو د اتحادیو تولیداتو ته ۵ سلنه ترجیح ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په ملي تدارکاتو کې به د ښځو د اتحادیو تولیداتو ته د نارینه‌وو د اتحادیو په پرتله پنځه فیصده ترجیح ورکړل شي. ولسمشر کندهار ولایت ته د سفر په دوهمه ورځ د دې ولایت له یو شمېر ښځو سره د لیدو پر مهال ټينګار وکړ چې تولیدي اتحاديې دې جوړې کړي. ولسمشر د ښځو د لاسي صنایعو ستونزې د حل په برخه کې د صعنت او سوداګرۍ وزارت ته ویلي چې له هېواده دباندې دې د افغانستان له ټولو سوداګریزو اتشو سره دې د کندهار ولایت د ښځو د لاسي صنایعو لپاره یو خاص واحد جوړ او په‌دې برخه کې دې اقدام وکړي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Карди Би

Между Карди Би и рэпершей BIA начался биф





Rss.plus
Желдорреммаш

ЧЭРЗ запланировал оздоровительную кампанию для сотрудников и их детей




Музей Победы стал точкой марафона «Как ковалась Победа»

Старую но редкую BMW M5 2002 года продали за 130 000 $

Ленинский округ вновь присоединился к фестивалю «Город танцует в парках»

Наука на ПМЭФ. Что обсудят молодые учёные на питерском форуме?




ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې له ګواښونو سره دې پام کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې له ګواښونو سره دې پام کوي. وروسته له هغې چې ایران وویل، ژر به له هغه په لوړه کچه د یورانیمو غني کول پیل کړي چې اجازه ورکول شوې، ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې دا ډول ګواښونه بیرته ایران ته صدمه رسولی شي. ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ایران ته په خطاب پر خپل تویټر ولیکل چې له تهدیدونو سره پام کوئ. د ښاغلي ټرمپ په وینا دا ګواښونه بېرته ایران ته داسې زیان رسولی شي چې ترې مخکې به څوک هسې نه وي زیانمن شوي. ټرمپ دا خبرداری له هغې څو ساعتونه وروسته... Читать дальше...

د خېبرپښتونخوا په تُربیلا جهیل کې ۴ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي، د خېبر پښتونخوا په تربیلا جهیل کې یوه کښتۍ ډوبه شوې چې په نتیجه کې یې تر دې دمه لږ تر لږه ۴ کسان مړه شوي دي او ګڼ شمېر نور ورک دي. پاکستاني رسنۍ د خېبر پښتونخوا د هربپور سیمې د سیمه‌ییزو چارواکو په حواله وايي، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ نژدې یوه بجه شوې ده. رسنۍ د هریپور د چارواکو په حواله ویلي:"لومړني معلومات ښيې چې یوه کښتۍ کې له پنځه دېرشو تر څلوېښتو کسانو پورې ناست وو چې له کالا ډاکه سیمې هریپور ته روانه وه او د برګ سیمې ته له رسېدا سرم سم د اوبو د تېزو څپو له امله واوښته." ... Читать дальше...

افغانستان د کرکټ نړيوال جام سياليو کې ويسټ انډيز سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان نن پنجشنبه د کرکټ د ٢٠١٩میلادي کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې له ويسټ انډيز سره مسابقه کوي. د انګلستان په ليدز لوبغالي کې به دغه مسابقه د افغانستان پر وخت د ماسپښين پر دوو بجو پيل شي. افغانستان چې په‌دغه نړيوال جام کې يې خپلې ټولې ٨ مسابقې بايللي، نن هڅه کوي د ويسټ انډيز په وړاندې بريا خپله کړي. پرون انګلستان وتوانېد نيوزيلنډ ته په ماتې ورکولو سره نيمه پايلوبې ته لار پيدا کړي. د پرونۍ لوبې پچه يا ټاس انګلستان وګاټه او د بټنګ کولو پرېکړه يې وکړه. انګلستان وتوانېد په ٥٠ اوورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو سره ٣٠٥ منډې وکړي. Читать дальше...

د ملي چارواکي: د پکتیکا په ناامنو سیمو کې عملیات پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

د ملي اردو مسؤلين وايي، د پکتيکا ولايت په ناامنو سيمو کې به پوځي عمليات وشي. پرون د چهارشنبې په ورځ د ٢٠٣م تندر قول اردو قوماندان جنرال خان الله شجاع او په جنوب ختيځ زون کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان بريد جنرال کېوين ډي «Brig. Gen. Kevin D» پکتيکا ولايت ته سفر وکړ. د پکتيکا د والي وياند زيار خان ياد پرون د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان د نويو پوځي عملياتو د پيل خبر ورکړ:"د تندر قول اردو قوماندان ډاډ ورکړ چې د لويو لارو د امنيت تر څنګ به په هغو سيمو کې... Читать дальше...

کورنيو چارو وزارت: کابل کې يو ځانمرګى هدف ته تر رسېدو مخکې ونيول شو

Pa.azadiradio.com 

د کورنيو چارو وزارت وايي، تېره شپه په کابل کې يو ځانمرګى بريدکوونکى هدف ته تر رسېدو مخکې ونيول شو. د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي په ټويټر کې ليکلي چې دغه حمله کوونکي غوښتل په کابل کې زنبق څلورلارې ته نږدې د معترضو وکيلانو خيمه په نښه کړي. ښاغلي رحيمي ليکلي، دغه مشکوک حمله کوونکى په ټپي حالت کې نيول شوى دى. د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو ځينې بې نتيجې اعلان شويو کانديدانو له څو اوونيو راهيسې د تحصن خېمې درولي او وايي، په حق کې يې بې عدالتي شوې ده.



Москва

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о работе хаба молодежного предпринимательства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Леонид Агутин

Леонид Агутин посвятил ушедшей Анастасии Заворотнюк песню и клип




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23

Ход конем. В Москве на Гоголевском бульваре открылся летний шахматный клуб


Большой шлем

17-летний россиянин Даниил Саркисян разгромил Форбса из США на юниорском «Ролан Гаррос»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Росгвардия Подмосковья напомнила порядок постановки оружия на учет



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России