د بریالیتوب نمرې د سېکس په بدل کې!
ایا د تحصیل په دوران کې د استاد له خوا له جنسي غوښتنې سره مخ شوي یاست؟د کابل پوهنتون د یوې محصلې خبرې چې د دغه پوهنتون د یوه استاد له خولې یې بیانوي.
ایا د تحصیل په دوران کې د استاد له خوا له جنسي غوښتنې سره مخ شوي یاست؟د کابل پوهنتون د یوې محصلې خبرې چې د دغه پوهنتون د یوه استاد له خولې یې بیانوي.
په بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي حملو کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي نن ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ ولسوالۍ په ایلمان سیمه کې د طالبانو پر مرکزونو په هوايي حملو کې ۵ نور طالبان ټپیان شوي. رضايي وايي، دا حملې د هغو پوځي عملیاتو په دوام شوي دي چې د مزار- جوزجان د لویې لارې په اوږدو کې د بلخ ولایت په اړوندو سیمو کې پیل شوي.
د جوزجان ولایت چارواکي وايي چې پر قرقین ولسوالۍ کې د طالبانو حملې دې سیمې ته د کومانډو ځواکونو له رسېدلو وروسته په شا تمبول شوې دي. د جوزجان د والي ویاند فریدون عنیق نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو غوښتل چې د ولسوالۍ مرکز ونیسي او امنیتي ځواکونو ته تلفات واړوي، خو د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې طالبان له قرقین ولسوالۍ څخه ایستل شوي دي.
د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو پرضد تصفیوي عملیات روان دي. د کندز امنیه قوماندان ډګروال منظور ستانکزی وايي چې افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. ښاغلي ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، په دې عملیاتو کې یو شمېر کلي له وسله والو طالبانو تصفیه شوي او زیاتوي چې د سیمې په امنیت کې اوس د پام وړ بدلون راغلی دی. ده وویل: هغه لوی تشویش چې ولس او خلکو درلود، هغه رفع شوی دی، تاسو راسره یۍ او وضعیت ګورئ چې تراوسه مو هېڅ منفي عکس العمل نه دی لیدلی، خو... Читать дальше...
د خوست امنیتي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو تېره شپه په موسی خېلو ولسوالۍ کې ۱۶ وسله وال وژلي دي. په خوست کې د ملي اردو د لوا د رسنیو مسؤل عبدالله نن ازادي راډیو ته وویل، دا وسله وال هغه مهال ووژل شول چې د موسی خېلو ولسوالۍ پر ودانۍ او څېرمه امنیتي پوستو یې ډله ییز برید وکړ. ده وویل: طالبانو د موسی خېلو ولسوالۍ پر مقر او په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل او غوښتل یې چې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو له نېکه مرغه چې هلته د دېره ځواکونو له کلک ځوابي برید سره مخ شول. Читать дальше...
په پکتیا ولایت کې ناڅرګندو کسانو د یوې محلې راډیو خبریال نادرشاه وژلی دی. په پکتیا کې د افغان خبریالانو د خوندیدیتوب کمېټې مشر ساحل منګل د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه خبریال په ګردېزغږ راډیو کې کار کاوه چې تېر ماښام ناڅرګندو کسانو تښتولی و او نن سهار لس بجې یې مړی موندل شوی دی. منګل زیاتوي چې نادرشاه لومړی تښتول شوی، بیا په چاقوګانو وهل شوی او وژل شوی او وروسته یې مړی یوې څاه ته غورځول شوی دی. منګل زیاتوي، نادرشاه له هېڅ چا سره هېڅ ډول شخصي ستونزه او دښمني نه درلوده او نه هم چا تر اوسه پورې هېڅ ډول اخطارونه ورکړي وو. Читать дальше...
د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار ته یو شمېر وسله وال بریدګر ننوتي دي چې په پستې څلورلاري کې له افغان ځواکونو سره په نښته بوخت دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د ولسمشر او د ملي امنیت شورا له اجازې پرته په جوزجان ولایت کې په یو لړ عملیاتو کې برخه اخيستې.
د ننګرهار ولايت پولیسو په تېره یوه میاشت کې څه د پاسه زرکیلوګرامه نشهيي مواد نيولي دي. د ننګرهار ولایت امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د نشهيي موادو قاچاق کوونکو ننګرهار ولایت د نشهيي موادو د قاچاقو په یوه لاره بدل کړی دی، ځکه نو افغان ځواکونو د نشهيي موادو او قاچاق کوونکو د نیولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي. دی وايي: "پهدې قضیو کې یو زرو ۱۱ کیلو ګرامه چرس، تریاک او تیزاب شامل دي. دغه ډول د نشهيي موادو له قاچاقو کوونکو سره ۲۲ موټرونه هم نیول شوي او تر هغه وروسته... Читать дальше...
ای خانم سینما چې د یو شمېر نجونو او هلکانو په نوښت جوړه شوې، په هېواد کې سینما ته د تګ د فرهنګ نوې پیلامه ده. د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي مو دغې سینما ته بیايي. ویډیو او اېډېټ: شفیع کریمي
د کرکټ ملي لوبډلې منیجر نوید صایم کاکړ او پخوانی چیف سیلکټر دولت احمدزی له يو کلن بندیز سره مخ شول. د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه نن د يوې خبري ناستې په ترڅ کې دا اعلان وکړ چې د ملي لوبډلې منیجر نوید صایم کاکړ او د غوراوي کمېټې پخوانی مشر دولت احمدزی په خپلو چارو کې د ناغېړۍ له امله له يو کلن بندیز سره مخ شوي دي. د دغه بندیز له مخې ياد کسان د يوه کال لپاره د کرکټ په برخه کې هېڅ ډول فعالیت نشي کولای. نوید صایم کاکړ له تېرو څو میاشتو راهیسې د ملي لوبډلې منیجر و چې په نړیوال جام سیالیو کې د... Читать дальше...
هغې نجلۍ چې په کانکور ازموینه کې یې د ځان وژنې هڅه کړې، له دولته د عدالت غوښتنه کوي.
دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې له بغلان ولایت څخه یې کابل نشهيي مواد قاچاق کول. د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل، دا دوه کسان پولیسو هغه مهال په بنو ولسوالۍ کې ونیول چې غوښتل یې د سرطان د میاشتې په ۱۸مه نېټه ۳۷ کیلو ګرامه چرس په یوه موټر کې له بغلان ولایت څخه کابل ته قاچاق کړي.
دغه خلک وايي، وسله والو طالبانو ښوونځي، مخابراتي شبکې، لويې لارې او د پولیو واکسین د ځانو د ساتني په هدف تړلي او کورونه يې د مرچلو په توګه کاروي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د رهبرۍ پلاوي یو شمېر غړي وايي، له افغان حکومت سره د طالبانو د رسمي مذاکراتو خبره یوازې د پاکستان، چین او روسیې نه، بلکې د ټولې نړیوالې تولنې غوښتنه ده.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په ښوونځیو کې د نشه يي موادو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وايي، په چين کې يې په څلور اړخيزه غونډه کې پر دې بحث وکړ چې د افغان حکومت، طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ بايد بين الافغاني مذاکرې سم د لاسه پيل شي. زلمي خليلزاد تېره شپه په ټوېټر کې ليکلي چې پر موضوع يې پرون په پيکنګ کې د چين، روسيې او پاکستان په څلور اړخيزه غونډه کې بحث وکړ. زلمي خليلزاد ليکلي چې د حکومت، طالبانو او نورو افغانانو ترمنځ مذاکرې بايد د سولې يو چوکاټ او د راتلونکي لپاره داسې ټولشموله سياسي طرحه وړاندې کړي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي. Читать дальше...
د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله وايي، د امريکا متحده ايالتونه هڅه کوي چې د ده له ډلې سره تماسونه پرانيزي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا د حزب الله پر رهبرانو تازه بنديزونه لګولي دي. ايران د حزب الله ډلې ملاتړ کوي. نصرالله د جزياتو له ورکولو پرته د حزب الله له المنار ټلويزيون سره پرون په خبرو کې وويل: د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره هڅه کوي چې په لبنان کې د منځګړو له لارې له حزب الله سره د تماسونو چاینلونه پرانيزي. د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله په همدې مرکه کې وويل: که د واشنګټن او تهران... Читать дальше...
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن سهار يوې چاودنې یو پولیس وواژه. ولایتي چارواکي وايي چې چاودنه نن سهار په جلال اباد کې د کابل اډې ته څېرمه د پولیسو پر رینجر موټر د مقناطیسي ماین له کبله شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وويل، په چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي. د پېښې مسؤليت تراوسه چا نه دى منلى. پرون په پچيراګام ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د ځانمرګي بريد په نتيجه کې ٦ کسان ووژل شول او ١٤ نور ټپيان شول. په وژل شويو کې د ولسي پاڅونوالو يو مشر ملک تور هم شامل دى.
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ د افغانستان د سولې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
په جبل الطارق کې پوليس وايي، د ايران د تېلو لېږدوونکې کښتۍ نيول شوې څلور عمله په ضمانت خوشې شوه. شک کېږي چې دغې ضبط شوې کښتۍ د ايران تېل د اروپايي ټولنې د بنديزونو برخلاف سوريې ته لېږدول. د تېلو لېږدوونکې کښتۍ ٢٨ عمله لېږدوله چې تر ډېره هنديان، پاکسانيان او اوکراينيان وو. دغه کښتۍ د جولاى په څلورمه په جبل الطارق کې چې بريتانيا يې کنټرولوي، ضبط کړاى شوه. د جبل الطارق پوليس وايي، د کښتۍ څلور عمله تر نامشخصو شرايطو لاندې خوشې کړاى شوي او د دوى پرضد کوم تور نه دى درج شوى. د پوليسو په خبره،... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار ادارې يا هیومن رايټس واچ له حکومته غوښتنه وکړه چې په ميدان وردګ کې د تېرې اوونۍ حمله ژر تر ژره وڅېړي. دغې ادارې د افغانستان کومانډو ځواکونه په هغه حمله کې د څلورو ملکيانو په وژنې تورن کړل. دغه حمله د دوشنبې او سې شنبې ترمنځ په شپه کې په دايميرداد ولسوالۍ کې پر يوه کلنيک شوې وه. د میدان وردګ د والي ویاند محب الله شریفزي پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل، په هغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته هم زيان اوښتى و. ده وویل: په هغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو ځيني کسان، وسايط... Читать дальше...
د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې لسګونو کسانو په يوه لاريون کې د والي د لېرې کېدو غوښتنه وکړه. لاريونوال چې دولایت د ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، پر واليد اداري فساد تور ولګاوه. دوى ادعا وکړه چې د کمزورې ادارې له کبله د بادغيس په بېلابېلو برخو کې ناامني زياته شوې ده. خو د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي پرون ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې د لاريونوالو دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل: زه په مطلق ډول ردوم، ځکه چې دوی غواړي د ولایت مقام ته د خپلې خوښې کس راولي چې د دوی په ګټه کارونه وکړي، دوی پخپله... Читать дальше...
افراطي وسله والو پرون د سومالیا په ساحلي ښار کيسمايو کې پر یوه هوټل حمله وکړه چې په نتيجه کې يې نامعلوم شمېر کسان ووژل شول. د جرمني خبري اژانس د يوه عالي رتبه پوليس افسر په حواله راپور ورکړى چې په پېښه کې لږ تر لږه ١٢ کسان وژل شوي دي. په نورو راپورونو کې ويل شوي چې په حمله کې ګڼ کسان وژل شوي دي. الشباب ډلې د دې حملې مسؤليت منلى دى. حمله په يوه موټربم چاودنه پيل شوه چې وروسته وسله واله جګړه وشوه. د سوماليا لپاره د ملګرو ملتونو استازي جيمز سوان په یوه اعلامیه کې دا حمله غندلې او د کیسمایو... Читать дальше...
د امريکا په کانګرس کې د استازو جرګې یوه پېشنهادي طرحه تأييد کړه چې له مخې به یې د ايران په وړاندې د پوځي اقدام لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ وړتیا محدوده شي. د دې پرېکړې پر اساس به ټرمپ پر ایران د هوايي حملو تر پيل مخکې له کانګرسه تأيید تر لاسه کوي. د جمعې په ورځ په استازو جرګه کې چې ډموکراتان په کې اکثريت دي، دغه پېشنهادي طرحه په ٢٥١ موافقو او ١٧٠ مخالفو رأيو سره تأييد شوه. تر شلو زياتو جمهوريت غوښتونکو هم له ډموکراټانو سره لاس یو کړ او دا وړانديز یې د استازو جرګې د دفاعي بودجې په لایحه کې شامل کړ. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости