Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июль
2019

Новости за 29.07.2019

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

Pa.azadiradio.com 

امريکا او ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ د افغان ولسمشر غني په انتخاباتي ټکټ کې د لومړي مرستيال او زرغون بهیر د مشر پر دفتر حمله په سختو ټکو غندلې ده. د روسیې د حکومت مخکښ مخالف الکسي ناوالني په مسکو کې په یوه روغتون کې بستر شوی دی. دا او نور خبرونه له ازادي ستوډیو.

په کابل کې د زرغون بهیر پر دفتر له خونړي برید یوه ورځ وروسته

Pa.azadiradio.com 

د کابل د یکشنبې د ورځې د پېښې یو تن قرباني جمال ناصر چې د دوو لسانسونو درلودونکی و، له خپلو هیلو سره تر خاورو لاندې شو. د ازادي راډيو خبریال شفیع کریمي د پېښې ځای ته تللی او د پېښې څرنګوالی یې انځور کړی دی. ویډیو او اېډېټ: شفیع کریمي

په افغانستان کې په لومړي ځل د بیرغ د ملي ورځې نمانځل

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې په لومړي ځل د بیرغ د ملي ورځ ونمانځل شوه. دغه ورځ چې د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه تازه فرمان له مخې د هېواد په تقویم کې ځانګړې شوې، له دې سره د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، له داسې ورځو نمانځل د خلکو تر منځ د یووالي او له هېواد سره د مینې لامل ګرځي. ویډیو او اېډېټ: لېمه هادي



چارواکي: په کاپیسا کې د طالبانو په حمله کې ۲ پولیس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کاپیسا کې د وسله والو طالبانو په حمله کې دوه پولیس وژل شوي او یو زخمي شوی دی. د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ د رسنیو مسؤل عبدالشایق شورش نن د جولای په نهه ویشتمه د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د کاپيسا مرکز ته نږدې د نواباد پر پوسته حمله کړې وه.

یوناما له نوماندانو غوښتي چې له اصولو سره سم کمپاین وکړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره له ټولو کاندیدانو او د هغوی له پلویانو غوښتنه کړې چې د ټاکنو د قانون او د هغو اصولو سره سم چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ټاکلي، کمپاین وکړي. د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین پرون رسماً پیل شو او سپټمبر په ۲۵مه به پای ته ورسېږي. د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د سپټمبر په ۲۸مه کېږي. په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر نن سهار په یوه اعلامیه کې ویلي چې رسنۍ د انتخاباتو په تړاو ډېر مهم رول لوبوي او د جمهور رئیس محمد اشرف غني فرمان... Читать дальше...

د پروان د سیاه ګرد اوسېدونکو د هوایي بریدونو له امله اعتراض وکړ

Pa.azadiradio.com 

د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو نن د جولای په ۲۹مه اعتراض وکړ چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په هوايي حمله کې ملکي وګړي وژل شوي دي. هغوی ادعا کوله چې په بمبارۍ کې ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي چې دوه کوچنیان هم په کې شامل دي. خو د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار ازادي راډیو ته وویل چې د سیاه ګرد ولسوالۍ په دره قمچاق کې د صفر یک قطعې په عملیاتو کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي. وحیدې شهکار وویل چې په دې عملیاتو کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور زخمیان شوي دي.

بریتانیا په پام کې لري چې له ایران سره نیول شوې بېړۍ تبادله کړي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیې حکومت دا نظر رد کړ چې د خپلې یوې بېړۍ په بدل کې د ایران بېړۍ چې دوی په جبل الطارق ابنا کې نیولې، خوشې کړي. د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر دومنیک راب نن د جولای په نهه ویشتمه بي بي سي ته وویل چې دا د تبادلې مسئله نه ده، بلکې د نړیوال قانون او نړیوالو قانوني سېستمونو د تطبیق خبره ده چې د بریتانیې حکومت ټينګار ورباندې کوي. له کله راهیسې چې امریکا له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې وتلې، کړکېچ د زیاتېدو په حال کې دی. د بریتانیې او ایران حکومتونو په وروستیو کې د یوه او بل د تېلو د ټانکرونو... Читать дальше...



د روسیې د اپوزيسیون پېژندل شوی مشر نوالني روغتون ته لېږدول شوی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د حکومت د اپوزيسیون پېژندل شوی مشر الکسي نوالني نن د جولای په نهه ویشتمه په بېړني ډول روغتون ته ولېږدول شو. نوالني د مسکو له یوه توقیف ځایه روغتون ته لېږدول شوی دی. د هغه د ناروغۍ د علت په اړه رسماً څه نه دي ویل شوي. خو د مسکو د هغه روغتون چې نوالني ور وستل شوی، یوه ډاکتر الدار کزاخمیدوف د روسیې خبري اژانس انټرفکس ته ویلي چې د نوالني ناروغي عمومي الرژي (حساسیت) ده، خو دا چې له څه شي سره یې حساسیت پیدا کړی، نه ده څرګنده. د روغتون یو شمېر کارکوونکو چې نومونه یې نه دي څرګند شوي، فرانس... Читать дальше...

مېل: سوله راروانه ده

Pa.azadiradio.com 

مېل ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین پر پیلېدو لیکنه خپره کړې ده.

خلیلزاد د کابل پرونی برید وحشیانه او ښکاره ترورېزم بللی

Pa.azadiradio.com 

اروپايي اتحادیې، هند، پاکستان او د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د ولسمشرۍ د مرستیال کاندید امرالله صالح پر دفتر برید وغانده. زلمي خلیلزاد یو ساعت مخکې په خپله ټوېټرپاڼه کې دا برید وحشیانه او ښکاره ترورېزم بللی دی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دې برید د غندلو ترڅنګ لیکلي چې حمله کوونکي باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي. ده همداراز ویلي چې امریکا د ترورېزم پر ضد په جګړه کې له افغانستان سره ولاړه ده. د امرالله صالح د ګوند زرغون بهیر... Читать дальше...

د امریکا په کلیفورنیا کې یوه کس ۳ تنه ووژل او ۱۲ نور یې ژوبل کړل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په کلیفورنیا کې د خوړو په یوه فیستوال کې د یوه تن له لوري په ډزو لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي. د ګیلروۍ د سیمې د ښاروالۍ استازي وویل، په دې برید کې چې پرون وشو، له لومړنیو معلوماتو سره سم د فیستوال درې تنه برخه وال وژل شوي دي. تر اوسه د حمله کوونکي د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د پېښې یوه شاهد این بي سي نیوز ته ویلي چې بریدګر سپین پوستی نارینه و او شااوخوا دېرش کلن ښکارېده.

نوماند رحمت الله نبیل وایي چې ټاکنیز ټیم يې انتخابات نه تحریموي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید رحمت الله نبیل ویلي چې ټاکنیز ټیم يې انتخابات نه تحریموي. هغه دا خبره په خپله ټوېټرپاڼه بېګاه ناوخته لیکلې ده. رحمت الله نبیل د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو د یوې دولس کسیزې شورا غړی هم دی چې پرون یې د ټاکنو د تحریم اعلان کړی و. دې شورا په یوه بیان کې چې رسنیو ته یې استولی، ولسمشر اشرف غني تورن کړی چې انتخابات یې له وخت مخکې په خپله خوښه تنظیم کړي او په همدې خاطر دې شورا له خلکو غوښتي چې په انتخاباتو کې دې برخه نه اخلي. د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو دې دولس کسیزه... Читать дальше...

د روح الله نېکپا تر روزنې لاندې د تکواندو افغان لوبغاړو اتولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو د تنکیو ځوانانو ملي لوبغاړو د ۳۲ هېوادونو تر منځ په یو لړ سیالیو کې اتلولي وګټله. د تکواندو فدراسیون سکرتر جنرال بېګا شپه له اردنه چېرته چې دا لوبې وشوې، ازادي راډیو ته وویل: خوشبختانه د تنکیو ځوانانو په برخه کې د درېیو طلا، درېیو سپینو زرو او دوو برنزو مډالونو په ګټلو سره افغانستان دا وار د الحسن کپ سیالیو اتلولي وګټله. فرزاد منصوري، غلام مرتضی صالح او احسام رحیمي د افغانستان لپاره د طلا مډالونه ګټلي دي. دا لوبې د ۳۲ اسیايي هېوادونو تر منځ د جمعې له ورځې تر یکشنبې روانې... Читать дальше...

عراقچي: تهران پلان لري چې د اراک د درنو اوبو ریکټور بیا فعال کړي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د اټمي انرژۍ د سازمان رئیس عباس عراقچي وایي چې تهران پلان لري څو د اراک د درنو اوبو ریکټور بېرته فعاله کړي. له تهران سره د نړۍ د اټمي قدرتونو د ۲۰۱۵ کال د تړون په اساس ایران له دې کاره منعه شوی دی. د ایران ایسنا خبري اژانس راپور ورکړی چې ښاغلي صالح د اراک د بیا فعالولو خبره پرون د ایران د پارلمان له غړو سره په لیدنه کې کړې ده. درنې اوبه د پلوتونیم د تولید په ریکټورونو کې کارول کېږي چې بیا په خپل وار د اټمي وسلو په جوړولو کې ګټور تمامېږي. د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، ښاغلي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Певица

Певица Орлова рассказала о процессе лечения Заворотнюк и врачебной тайне





Rss.plus
ЛокоТех

Работник СЛД «Чита» филиала «Забайкальский» ООО «ЛокоТех-Сервис» принял участие в экологической акции по очистке берега и дна озера Кенон




PRO-тренды: комплексные технологии безопасности

Житель Новосибирской области выиграл в лотерею от «Столото» 22,4 миллиона рублей

Новые мониторы Xiaomi на российском рынке

Суд поддержал решение УФАС по Подмосковью в отношении ООО «Универсал»




ډونالد ټرمپ د امریکا د ملي استخباراتو رئیس تبدیل کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر د خپل هېواد د ملي استخباراتو رئیس تبدیل کړ. د روسیې د ګواښونو په اړه د ډان کوټس ارزونې د ولسمشر ډونالد ټرمپ له ارزونو سره عموماً په تضاد کې وې. ولسمشر ټرمپ په یوه ټوېټري پیغام کې پرون ولیکل، د کانګرس د استازو جرګې د تکزاس استازی جان راټکلیف یې د ملي استخباراتو د نوي رئیس په توګه وړاندیز کړی دی. د امریکا د ملي استخباراتو اداره د متحدو ایالتونو د ۱۷ استخباراتي ادارو د فعالیتونه د څارنې او همږغۍ دنده لري.

د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز مشر ورور ومړ

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز مشر میرنی ورور شهزاده بندر بن عبدالعزیز د ۹۶ کالو په عمر ومړ. دی د عبدالعزیز د کورنۍ تر ټولو مشر کس و. بندر بن عبدالعزیز په سیاست کې کومه ونډه نه درلوده او وختي پاچاهۍ ته له رسېدو پاتې شوی و. د بندر زوی شهزاده فیصل دا خبره په ټوېټر کې تأیید کړې ده. د بندر ګڼ زامن مهم دولتي موقفونه لري. فیصل بن بندر د ریاض والي او عبدالله بن بندر هم د ملي ګارد مشري په غاړه لري. د سعودي د اوسني پاچا سلمان بن عبدالعزیز د دورې له پیل راهیسې د شاهي کورنۍ اکثر غړي له... Читать дальше...

په سوډان کې د حاکم لوري او د مخالفینو ترمنځ یې نن خبرې کېږي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې په سوډان کې نن د مخالفینو او واکمن جنرالانو ترمنځ د لانجې د هواري لپاره خبرې له سره پیل شي. دا خبره یوه منځګړي پرون داسې وخت وکړه چې لسګونه کسانو په پلازمېنه خرطوم کې مظاهرې وکړې او د جون میاشتې د هغو بریدونو بې پرې پلټنه یې وغوښته چې په معترضینو شوي وو. مظاهره چیانو او واکمن لوري د واک د وېش یوه موافقه لاسلیک کړې چې هدف یې د یوه ملکي او پوځي حکومت رامنځته کول دي. عمر البشیر چې په سوډان کې له درې لسیزو واک چلاوه، سږکال د اپرېل د مظاهرو په نتیجه کې له واکه لېرې شو، خو تر هغه وروسته واک پوځي شورا په غاړه واخیست. Читать дальше...



Москва

Студенты Академии Игоря Крутого раскрыли свои таланты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Башмет

Башмет, Бутман и Мацуев выступят на юбилейном фестивале искусств Чайковского




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера


Ролан Гаррос

Теннисист Джокович побил рекорд Федерера по победам на турнирах "Большого шлема"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сергей Собянин. Главное за день



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России