افغان ولسمشر: موږ له طالبانو د تسلیمۍ کوم لیک نه دی غوښتی، بلکې مذاکرات مو غوښتي
افغان ولسمشر وايي، سوله زموږ هدف دی او تر موږ هېڅ څوک په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره کلکه اراده نه لري.
افغان ولسمشر وايي، سوله زموږ هدف دی او تر موږ هېڅ څوک په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره کلکه اراده نه لري.
افغانستان د جنوبي اسیا د بدن ښکلا د سیالیو اتلولي وګټله. د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې شپږ د سرو زرو، دوه د سپينو زرو او څلور د برونزو مډالونه وګټل او د جنوبي اسیا د بدن ښکلا سیالیو اتلولي یې خپله کړه. د ښاغلي پیمان د معلوماتو له مخې، د افغانستان لپاره په مختلفو وزنونو کې عبدالسمېع، صفت الله، ګلا جان احمدزي، احمد احمدي، احمد سکندر او حمید خوشدل د سرو زرو او محمد اصف او وحیدالله عظیمي د سپینو زرو مډالونه وګټل. د جنوبي... Читать дальше...
د افغانستان ولسي جرګه وايي، احتمال لري چې د دغې جرګې د اوړي رخصتي دوه اوونۍ وځنډېږي.
د ولسي جرګې د انتخاباتو یو شمېر معترضو کاندیدانو یو ځل بیا په اعتراض لاس پورې کړ او وايي چې په یادو انتخاباتو کې د دوی حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
۲۶ کلنه حلیمه چې د واده ثمره يې یو ۵ کلن زوی دی او هغه هم د کابل د تېرې ورځې په چاودنه کې سخت ټپي شوی دی.
په غزني کې د خشک، قلعه قاضي، سنجیتک او کلا جوز سیمو لسګونه تنو اوسېدونکو مظاهره وکړه.
په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي چې د سرطان یا چنګاښ په میاشت کې له شپږ سوه زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د حقیقت څه دی د دې اوونۍ په خپرونه کې د ازادي راډیو خبریال نسیم شفق د ولسی جرګې له نایب منشي عرفان الله عرفان سره د دې جرګې په ستونزو او پڅ کاري بهیر خبرې کړي.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په کندهار ولایت کې د تېرې پنجشنبې ورځې برید سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په دغه برید کې لسګونه موټر سوځېدلي او د اوښتي زیانونو کچه شااوخوا ۳۰۰ ميلیونه افغانیو ته رسېږي. ده وویل: د برید پر مهال د کندهار ولایت په ګمرکونو کې لسګونه موټر ولاړ وو چې په کې خوراکي توکي درمل او نور بېلابېل جنسونه بار وو چې له بده مرغه ټول وسوځېدل. ښاغلی حاجي اغا د زیانمنو سوداګرو شمېر له سلو زیات یادوي. Читать дальше...
ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان به له امریکايي چارواکو سره په یو لړ مسایلو د خبرو لپاره نن شنبه په یوه ۵ ورځني سفر واشنګټن ته لاړ شي. که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا تر دې دمه امریکا ته د عمران خان د سفر په اړه کومه خبرپاڼه نه ده خپره کړې، خو پاکستانۍ رسنۍ وايي چې عمران خان به امریکا ته د سفر پر مهال پر ولسمشر ډونالد ټرمپ سربېره له سیاسي او پوځي مشرانو سره وګوري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي امریکا ته د عمران خان د سفر په اړه رسنیو ته ویلي چې نوموړی امریکا ته... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما په کابل کې د جمعې د ورځې حمله په لوى لاس د روزنيزو تاسيساتو په نښه کول او يو جنګي جنايت بللى دى.
مقاله لیکي، دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې په ټول افغانستان کې تاوتريخوالی زیات شوی دی او هره ورځ په لوی شمېر کې ملکیان په بېلابېلو حملو کې وژل کېږي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له ټولو اړخونو غوښتنه وکړه چې د جمهوري رياست په راروانو ټاکنو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.
کابل چاپ نننیو ورځپانو د بېلابېلو مطالبو ترڅنګ په افغانستان کې د وروستیو خونړیو پېښو او ورسره د سولې د برخلیک په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
د ملګرو ملتونو د تازه راپور پر اساس په نړۍ کې له هرو اوو معتادینو څخه یوازې یو یې د ځان درملنه کولای شي.
حسن ابراهيمي هغه افغان شاعر او خبریال دی چې اوس یې نشه پريښې او بېرته په خبریالۍ او فرهنګي چارو بوخت دی.
د افغانستان جمهوري ریاست یو وار بیا ټینګار کړی چې انتخاباتو ته اولویت ورکوي او په خپل وخت به وشي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون د جولای په نولسمه په ټوېټر کې ولیکل: ټاکنې به په مشخص وخت کې ترسره شي، د افغان حکومت لپاره ټاکنې یو لومړیتوب دی او موږ ټولټاکنو ته ځو. ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست ټاکنې د روان هجري لمریز کال د میزان یا تلې په شپږمه نېټه وي. د افغانستان د ټاکنو د ملاتړ د نړیوالې ډلې استازو د ملي یووالي د حکومت له دواړو مشرانو سره کتلي دي. په دې نړیوال ګروپ کې ملګري ملتونه، د ناټو... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د بنلګه دېش د کرکټ الف لوبډلې ته په لسو ویکټونو ماته ورکړه. دا مسابقه پرون د جولای په نولسمه د بنلګه دېش په چتوګرام ښار کې د ظهور احمد چوهدري په لوبغالي کې وه. دواړه لوري د یوې ورځې نړیوالو سیالیو په لړۍ کې سره مخامخ شوي دي. د افغانستان د کرکټ الف لوبډله به د بنلګه دېش د کرکټ له الف لوبډلې سره څلور داسې نورې نړیوالې سیالۍ ولري. په پرونۍ سیالۍ کې رحمان الله ګربز ښه توپوهنه وکړه او غوره لوبغاړی ونومول شو.
په میدان وردګ ولایت کې به نن د جولای په شلمه د افغانستان لپاره د سویډن د کمېټې ټول کلینیکونه پرانیستي وي. د دې مرستندویې ادارې د پروګرامونو مسؤل خالد فهیم ازادي راډیو ته وویل چې هغه کلینیکونه چې څلرویشت ساعته فعالیت لري، پرون لا پرانیستل شوي وو. خالدفهیم وویل: نوکریوال مسؤلین پرون کلینیکونو ته را وغوښتل شول. د سویډن کمېټه په میدان وردګ ولایت کې ۷۷ کلینیکونه لري. فهیم وویل چې کلینیکونه یې د قومي مشرانو په منځګړیتوب او مرسته بېرته پرانیستي دی. د رپوټونو پر اساس، وسله والو طالبانو د جولای... Читать дальше...
ایا د وسله والو طالبانو د حملو له دوام سره په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې نتیجه ورکولای شي؟
د ایران سپاه پاسداران ګارد پرون د جولای په نولسمه وویل چې د بریتانیې یوه ټانکر لېږدوونکې بېړۍ یې د هرمز په تنګي کې نیولې ده. سپاه ادعا کړې چې د بریتانیې بېړۍ پر "نړیوالو سمندري قوانینو د تېري له امله" نیول شوې ده. د سپاه پاسداران د عمومي اړیکو له دفتره په بیان کې ویل شوي چې پرون ماسپښین د بریتانیې د تېلو د ټانکرونو یوه بېړۍ چې (Stena Impero) نومېده، د هرمزګان ولایت د سمندري څارنې د ادارې د غوښتنې پر اساس د دې لپاره چې پر نړیوالو سمندري قوانینو یې تېری کړی و، نیول شوې ده. دا بیان د ایران د... Читать дальше...
د ایران حکومت پرون د جولاي په نولسمه دا رد کړه چې د امریکا جنګي بېړیو د هرمز په تنګي کې د دوی بې پيلوټه الوتکه ویشتې ده.
سلګونه قزاقان پرون جولای په نولسمه د قزاقستان په دوهم لوی ښار الماتا کې د خپل هېواد د المپیک د اتل دنیس تین د قتل تلین لپاره را غونډ شوي وو. دنیس تین تېر کال د دوو غلو چې د هغه د موټر د پرزو د غلا کولو هڅه یې کوله، په حمله کې ووژل شو. د دنیس تین د یاد لپاره ځانګړو مراسمو ته د هغه ګاونډيان، د الماتي ښار چارواکي او له روسیې، کاناډا، چین او جاپانه د هغه ملګري هم ورغلي وو. د پنځه ویشت کلن دنیس تین په یاد جوړ شوي څلي ته ګلان کېښودل شول او د هغه لپاره ځانګړې جوړې شوې سندرې وبلل شوې. هغه د قزاقستان... Читать дальше...
د کوسوو صدراعظم راموش هرادینای پرون د جولای په نولسمه له دندې استعفا وکړه. راموش هرادینای تر هغه وروسته چې په هاګ کې یوې محکمې هغه د کوسوا د جګړې پرمهال په جدي بشري ضد جرمونو کې په لاس درلودلو تورن اعلان کړ، له دندې لېرې شو. په کوسوو کې له نولس سوه اته نوي تر نهه نوي جګړه وه. راموش هرادینای پرون په پریشتینا کې له حکومتي چارواکو سره غونډې وروسته وویل چې استعفا یې له هغه بلنلیک سره تړلې ده چې له هاګه ور رسېدلی دی. د کوسوو د کارپوهانو مجلس او د ځانګړي څارنوال دفتر په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د هغه هېواد اساسي قانون ته ور شامل شو. Читать дальше...
د کابل پولیسو ۱۷ کسان د نشه يي موادو د خرڅلاو په تور ونیول. د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په اتو امنیتي حوزو، ده سبز او بګرامیو ولسوالیو کې له پرچون خرڅوونکو سره نږدې لس کیلو ګرامه نشه مواد نیولي دي. د یادونې وړ ده چې پولیسو په ده سبز او بګرامیو ولسوالیو کې د عملیاتو په نتیجه کې د نشه يي موادو دوه زېرمې موندلي او د دې زېرمو خاوندان يې هم نيولي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости