د نړېوالې شورا په درجه بندۍ کې راشد له لومړي اتم مقام ته ښکته شو
د کرکټ د نړېوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې راشد خان له لومړي مقامه اتم ته ښکته شوی دی. وړاندې د افغان لوبډلې سلو توپ اچوونکی راشد خان د یو ورځينو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام درلود، خو د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په سیالیو کې ترې دا مقام د هندوستان بومرا ونیو. خو بل افغان لوبغاړي مجیب الرحمن بیا په دې درجه بندۍ کې شپږم ځای خپل کړی دی. راشد خان د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام په سیالیو کې څومره چې ترې تمه کېده، ښه ونه شو لوبېدای ان له انګلنډ سره په لوبه کې پرې نړیوال ریکارډ هم جوړ شو. په دغې لوبه کې دده په نهو اورونو کې له ۱۱۰ ډېرې منډې وشوې. Читать дальше...