د ازادي ستوډیو خبرونه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه نظر څرګند کړی. د دې سربیره مو په یونان کې د افغان کډوالو له تازه ستونزو خبرو او د ایران د ولسمشر ورور زنداني شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه نظر څرګند کړی. د دې سربیره مو په یونان کې د افغان کډوالو له تازه ستونزو خبرو او د ایران د ولسمشر ورور زنداني شو.
د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت انتخاباتي ټیم وايي، د میزان ۶مې ولسشمریزې ټاکنې په لومړي پړاو کې ګټونکی نه لري. وړاندې د دولت جوړوونکي او ثبات او همپالنې په ګډون یو شمېر ټاکنیزو ټیمونو د ټاکنو د ګټلو خبره کړې ده.
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) چارواکي وايي، د هېواد په یوشمېر شمالي ولایتونو کندز، تخار، بدخشان او بغلان کې به ډېر ژر مخابراتي ستونزې حل شي. په دغو سیمو کې د طالبانو د ګواښ او د انتونونو د تخریب له امله مخابراتي خدمتونه زیانمن شوي.
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وایي، په ولسمشریزو ټاکنو کې له بیومټریک پرته کارول شوې رایې باید وشمېرل شي. ښاغلي مسلمیار په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي خبرداری ورکوي او وایي چې له بیومټریک پرته کارول شوې رایې به د ټاکنو کمیسیون د رئیسې "په پلار به یې هم وشمېرو." د مشرانو جرګې رئیس په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم ملاتړی دی. ددغه کمیسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د دوشنبې په ورځ (میزان ۸مه) وویل چې له بیومتریک پرته رایې باطلې دي. Читать дальше...
د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې سیمه ییز چارواکي وایي، په شورتېپه ولسوالۍ کې طالبانو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی، یو پولیس یې وژلی او ۱۳ نور یې له ځانه سره وړي دي. د بلخ د والي ویاند منیراحمد فرهاد ویلي، تېره شپه شاوخوا ۴۰۰ طالبانو چې پر موټرسایکلونو سپاره وو، په شورتېپه ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ او لا هم په سیمه کې جګړه روانه ده. هغه وویل چې په جګړه کې طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي خو په دې اړه یې نور جزییات وړاندې نه کړل. طالبانو په حمله کې ۱۱ پولیس وژلي دي. د طالبانو... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وړاندیز کړی چې په کانګرس کې د کلیفورنیا د ډیموکراتانو استازی ادم شېف د خیانت په جرم ونیول شي. ښاغلی شیف د ښاغلي ټرمپ د استیضاح لپاره د تحقیقاتو مشري کوي. د کانګرس یوشمېر ډیموکراتانو د ښاغلي ټرمپ د ځېنو فعالیتونو په اړه څېړني پېل کړي او هڅه کوي چې د هغه استیضاح ته مقدمه جوړه کړي. د کانګرس دا ډله په دې اړه چې څېړنه کوي چې ډونالد ټرمپ د اوکراین پر جمهور رئيس فشار راوستی چې د پخواني ولسمشر د مرستیال جو بایډن د فعالیت په اړه تحقیق وکړي. جو بایډن د ډیموکرات... Читать дальше...
د اوکراین صدراعظم ، الکسي هونچاروک د داسې پنځه کلن پرمختیايي پلان اعلان وکړ چې د اوکراين اقتصادي، دفاعي او بشري پرمختګ به هغه حد ته لوړ کړي چې په اروپايي اتحادیه کې د غړیتوب لپاره لومړیتوب لري. داوکراین د پرمختیا پنځه کلن پلان د تکنوکراتیک حکومت تر نوم لاندې جوړ شوی دی. د اوکراین صدراعظم، پرون د سپټمبر په ۳۰مه، ژمنه وکړه چې په دوامدار ډول به پر ساینسي، معارف او فرهنګي چارو پانګونه کوي او خلکوته به په لوړ کیفیت د ژوند زمینه برابروي. د اوکراین صدراعظم غواړي چې په پنځوکلونو کې د اوکراین اقتصاد څلوېښت فیصده وده وکړي. Читать дальше...
د ارزګان امنیتي چارواکي وایي، په ترینکوټ ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۷ طالبان وژل شوي دي. د ارزګان امنیه قومندان محمد خطاب خنجري ویلي چې حمله پرون (دوشنبه، میزان ۸مه) د بهرنیو ځواکونو لخوا په خانقا سیمه کې شوې چې د ترینکوټ ښار په پنځه کیلومترۍ کې پرته ده. د چارواکو په وینا دغه سیمه له تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالبانو په کنټرول کې ده. ښاغلي خنجري نن ازادي راډیو ته وویل، په دغه برید کې ۱۴ نور طالبان تر خاورو لاندې شوي او د مرګ او ژوند په اړه یې معلومات نشته. طالبانو لا د حکومت ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د افغان تحلیلګرانو شبکه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په اړه خپاره کړي ارقام منتاقض بولي.
کابل چاپ نننیو ورځپانو د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د نتایجو په تړاو د یو شمېر نوماندانو او د دوی د مرستیالانو له خوا د مخکې تر مخکې وړاندوینو په اړه تبصري کړي دي.
په داسې حال کې چې چین نن (اکتوبر لومړۍ) د کمونستي نظام د ټینګښت اویایمه کلیزه نمانځي، په هانګ کانګ کې معترضان د حکومت پرضد نورو مظاهرو ته تیاري نیسي. د هانګ کانګ سیمه ییز حکومت دې مظاهرو ته اجازه نه ده ورکړې. پیکنګ غواړي دا ورځ نړیوالو ته د ملي یووالي او قوت د سمبول په توګه وښيي. په دې ترڅ کې اورلوبې، هنري او سپورتي نندارې او د "دونګفنګ ۴۱" په نوم د لویو وچو ویشتونکي یوه توغندي ښودلو په ګډون پرتمین پوځي پرېډ په پام کې دی. خو په هانګ کانګ کې له نزدې څلورو میاشتو لاریونونو او نښتو وروسته، د نورو پراخو اعتراضونو لپاره چمتووالی روان دی. Читать дальше...
د نړۍ مطبوعاتو د افغانستان د جمهوري ریاست پر ټاکنو تمرکز کړی دی.
د روسیې ولسمشر ژمنه کړې چې د ګرجستان د بېلې شوې سیمې ابخازیا د بېلتونپالي حکومت ملاتړ ته به دوام ورکوي. د کرملېن د رسنیو دفتر ویلي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپټمبر په ۳۰مه د ابخازیا مشر «Raul Khajimba» ته د ټلګرام په استولو دا ډاډ ورکړی دی. کرملېن د ښاغلي پوتین له قوله زیاتوي چې روسیه به له ابخازیا سره مرستې ته دوام ورکړي څو خپل ملي امنیت خوندي او هم په ټولنیزو او اقتصادي پرمختیاوو کې ستونزې هوارې کړي. ابخازیا د روسیې په ملاتړ په ۱۹۹۰ کلونو کې له ګرجستان څخه د خپلواکۍ اخیستلو اعلان وکړ. ... Читать дальше...
وسلهوالو یاغیانو په سومالیا کې هغه پوځي مرکز په نښه کړی چې د امریکا ځانګړو ځواکونو سومالیایي کمانډو ځواکونو ته پهکې روزنه ورکوله. امنیتي سرچینو د سپټمبر په ۳۰مه وویل چې تر دې بمي برید وروسته د سپکو وسلو ډزې هم شوې دي. دا مرکز د پلازمېنې موګادیشو په ۱۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی. په القاعده شبکې پورې تړلې الشباب ډلې د دې برید مسؤلیت اخیستی دی. دا ډله ادعا کوي چې د یاد مرکز په دروازه کې یې موټر بم چاودنه کړې او بیا یې وسلهوال دننه ورغلي دي. تر اوسه د دې پېښې له کبله د سومالیا او د امریکایي پوځيانو د تلفاتو راپور نهدی ورکړل شوی. Читать дальше...
ایران وایي په داسې حال کې چې له ریاض سرهیې اړیکې ترینګلې دي، د درېیمګړو هېوادونو له لارې یې د سعودي عربستان پیغامونه ترلاسه کړي دي. د ایران د ولسمشر ویاند علي ربیعي د سپټمبر پر ۳۰مه خبریالانو ته ویلي چې که سعودي عربستان واقعاً د چلند د بدلون په لټه کې وي، ایرانیې هرکلی کوي. نوموړي د سعودي عربستان د پیغام جزئیات نهدي ښودلي. نوموړي زیاته کړه چې د هرمز د سولې پلان برخه هم د سعودي عربستان په څېر ګاونډیو سره تطبیق کېدای شي، نو ایران د دې پروسې هرکلی کوي. ریاض ایران تورنوي چې د سپټمبر په ۱۴مهیې... Читать дальше...
افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره تر ۶ ساعته جګړې وروسته وتوانېدل د غور ولایت د لعل سرجنګل او دولتیار ولسوالیو د رأیو کاروانونه فیروزکوه ښار ته ولېږي. د غور د امنیه قومندانۍ د امنیت امر وحیدالله نظامي ازادي راډیو ته وویل، دا کاروان د دوشنبې له سهاره د دولتیار ولسوالۍ پر لاره د طالبانو له کمین سره مخامخ شو. د ښاغلي نظامي په خبره د نښتو پر مهال ۱۱ طالبان وژل شوي دي او د ده په خبره امنیتي ځواکونو ته زیان نهدی رسېدلی. بلخوا په غور کې د انتخاباتو د کمېسیون د ساحوي دفتر مسؤلین وایي د دې ولایت... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې په افغانستان کې د شته امنیتي ننګونو سره سره د افغانستان د امنیتي ځواکونو، انتخاباتي کارکوونکو او رأی ورکوونکو زړورتیا ستایي. ښاغلي پامپیو تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د افغانستان ادارې باید د شکایتونو د ارزونې او د پایلو د روڼوالي لپاره لازم ګامونه واخلي. د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د شنبې په ورځ د میزان په ۶مه د سختو امنیتي تدابیرو په لړ کې ترسره شول. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګرېني هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره... Читать дальше...
د حمدالله محب خبرې تر ډېره د افغانستان پر سولې او جګړې متمرکزې وې. ښاغلي محب طالبانو او د ده په وینا د هغو بهرنیو تمویلوونکو ته د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې پیغام واستاوه.
امرالله صالح وویل چې د انتخاباتو د پایلو په اړه د پرېکړې صلاحیت د انتخاباتي کمېسیونونو دی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости