Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2019

Новости за 03.10.2019

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو وګورئ

Pa.azadiradio.com 

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی له قطر نه پاکستان ته تللی؛ له بهرنیو چارو وزیر او د ای اس ای له رییس سره یې کتلي. سعودي وايي چې بېرته یې د تیلو تولید سم کړی دی. په هند کې هره ورځ لسګونه کسان د یوه طلايي بُت د نندارې لپاره ورځي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ

افغان حکومت له طالبانو سره د شاه محمود قریشي پر کتنې انتقاد وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت د طالبانو له پلاوی سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر کتنې انتقاد وکړ او ویې ویل، دا ډول کتنې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته نه شي کولی. د ولسمشر غني ویندوی صدیق صدیقي نن پنجشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان حکومت لا هم طالبان د سولې پروسې ته ګواښ ګڼي. دی وایي: د سولې پروسه یوازې هغه وخت نتیجه لرلی شي چې مالکیت او مشري یې د افغانانو په لاس کې وي. له بده مرغه طالبان لا هم تشدد ته دوام ورکوي، په انتخاباتو کې یې پر بېلابېلو برخو حملې وکړې، زموږ انتخابات یې وګواښل او لا هم د تاوتریخوالي خبرې کوي. Читать дальше...

ایران وایي، د جنرال قاسم سلیماني د وژلو دسیسه یې ناکامه کړه

Pa.azadiradio.com 

یو جګپوړی ایرانی چارواکی وايي، تهران د ډګر جنرال قاسم سلیماني د وژلو لپاره د اسرائیلي او عربي استخباراتي ادارو دسیسه ناکامه کړې ده. سلیماني د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان دی. د ایران دولتي رسنیو د سپاه پاسداران د امنیتي رئيس حسین طیب له قوله وویل، دسیسه کوونکو د سلیماني د پلار قبر ته نږدې ځمکه اخیستې وه او شااوخوا ۵ سوه کیلو چاودېدونکي مواد یې هلته ایښي وو چې قوماندان سلیماني پرې ووژني. طیب چې نن یې په یوه خبري غونډه کې څرګندونې کولې، وویل چې یو شمېر د دې دسیسې په تړاو تېره میاشت نیول شوي دي. Читать дальше...



د کابل د نابینایانو په مسلکي لېسه کې د نابینایانو روزنه!

Pa.azadiradio.com 

د کابل د نابینایانو په مسلکي لېسه کې ۲۲۰ نابینایان چې ۸۰ یې نجونې دي، پر روزنې بوختې دي، خو دا لېسه لا هم له کمبودیو او ستونزو سره مخ ده. شفیع کریمي په دغه لېسه کې د نابینایانو د روزنې د څرنګوالي په اړه ویډیویي راپور برابر کړی.

اوچا: د افغانستان په شمال ختیځ کې ۱۴ زره کسان بې‌ځایه شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا تازه راپور ښيي چې د افغان امنیتي ځواکونو او دولت ضد وسله‌والو ترمنځ د نښتو له امله د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان، تخار، کندز او بغلان ولایتونو کې ۱۴ زره کسان بې‌ځایه شوي دي. د دغه راپور له مخې، د دغو بې‌ځایه شویو ډېری شمېر د تخار ولایت دي او دوی ته د مرستندویو بنسټونو د مرستو بهیر روان دی. د تخار ولایت یو شمېر بې‌ځایه شوي چې د دغه ولایت له نا امنو سیمو د تالقانو ښار ته کډه شوي، ازادي راډيو ته وویل چې یو شمېر بې‌ځایه شویو ته مرستې رسېدلي، خو ځيني نور ترې بې‌برخې دي. Читать дальше...

په کابل کې د ساحلي والیبال تمریناتي لوبې پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بدني روزنې ریاست په کابل کې د ساحلي والیبال د تمریناتي لوبو د پیل خبر ورکوي. د بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو برخې مسؤل عارف پیمان د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوې او تر درې ورځو پورې به دوام وکړي. د ښاغلي پیمان په خبره، د دې سیالیو په پایله کې د والیبال ساحلي ملي ټيم لپاره غوره لوبغاړي انتخابېږي. د بدني روزنې ویاند عارف پیمان وايي، روانې سیالۍ د ۱۶ ټیمونو ترمنځ دي چې دغه سیالۍ به تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې دوام وکړي.



بارسلونا د اروپا د اتلولیو په فوټپال لیګ کې لومړۍ بریا خپله کړه

Pa.azadiradio.com 

د بارسلونا د فوټبال کلب تېره شپه د اروپا د اتلولیو په لیګ کې لومړۍ بریا خپله کړه. بارسلونا د مسابقې په درېيمه دقیقه کې ګول وخوړ، خو وروسته لوییس سواریز سیالې لوبډلې انترمیلان ته دوه ګولونه ورکړل. د بارسلونا کپټان لیونیل میسي چې له خوږېدو وروسته تېره شپه د لوبې میدان ته راوتلی و، خبریالانو ته وویل چې لا هم احساس کوي چې د معمول په شان لوبېدلی نه‌شي. ده وویل: "خپله هڅه کوم، د روان فصل له پیله تر اوسه پورې دا لومړی ځل دی چې په یوه سیالۍ کې مې پوره ۹۰ دقیقې لوبه وکړه، خوښ یم چې لوبه په ښه نتیجه... Читать дальше...

د عراق په اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په عراق کې نن پنجشنبه د فساد او بې روزګارۍ پر ضد په لویو اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ تنو ته ورسېد. عراقیان نن د درېيمې ورځې په مخه له دې سره سره کوڅو او واټونو ته په اعتراض راوځي چې پر ګرځېدو بندیز دی، پولیسو پر اعتراض کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز شیندي او حتی ډزې کوي. ناکراري د عراق جنوب ته خپره شوې او دا د عراق د صدراعظم عادل عبدالمهدي حکومت ته تر دې دمه تر ټولو لوی سرخوږی دی. حکومت د نن سهار له ۵ بجو څخه په پلازمېنه بغداد کې پر هر راز خوځښت بندیز اعلان کړی و، خو له دې سره سره اعتراض کوونکي راووتل. Читать дальше...

کورت وولکر نن له قدرته د ټرمپ د "ناوړه" استفادې په اړه شاهدي ورکوي

Pa.azadiradio.com 

ویل کېږي اوکراین ته د امريکا پخوانی استازی کورت وولکر به د بهرنيو چارو وزارت لومړی کارکوونکی وي چې د امریکا د کانګرس مخې ته به شاهدي ورکړي. د امریکا د کانګرس درې کمېټې د دې هېواد د ولسمشر د احضارولو لپاره تحقیقات کوي. وولکر به نن په رضاکاره توګه د بندو دروازو تر شا پر دې موضوع رڼا واچوي چې ایا د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپل قدرته ناوړه ګټه پورته کړې ده که نه. ټرمپ د اوکراین له ولسمشر څخه په یوه ټيلیفوني وینا کې غوښتي وو چې د پخواني مرستيال ولسمشر جوبایډن او د هغه د زوی هنټر په اړه دې تحقیقات وکړي چې په اوکراین کې تجارت لري. Читать дальше...

د افغانستان د انتخاباتو پر شفافیت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټینګار

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د شفافیت د تأمین غوښتنه کړې ده. دغې شورا د افغانستان له انتخاباتي کمېسیونونو څخه غوښتي چې د افغانانو د رأیو د کره شمېرنې او له دې چې د دغو انتخاباتو پایلې به په منصفانه، شفافه او ټوله‌ییزه توګه مشخصې کړي، ډاډ ورکړي. دغې شورا دغه‌ شان له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي چې له وخت مخکې پایلې اعلان نه‌کړي او نوماندان دې دغه بهیر او هغو اصولو ته چې دوی پرې لاسلیک کړی، درناوی وکړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رأی ورکوونکو، د انتخاباتو کمېسیون کارکوونکو،... Читать дальше...

چارواکي: په بلخ کې په هوايي حملو کې اته طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، په بلخ ولایت کې په هدفي هوايي حملو کې اته طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي. د دغې قول اردو په یوه اعلامیه کې راغلي چې نن شااوخوا نهه نیمې بجې په اسیاب شراف کلي او د چمتال ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې هوايي حمله وشوه. د اعلاميې له مخې، دا لومړني معلومات دي او په دې اړه به نور جزئيات وروسته له رسنیو سره شریک شي.

نن په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کار پيلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، نن به په پلازمېنه کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کار پيل شي. د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غړي قطب‌الدین رویدار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ټول کارکوونکي بوخت دي، د شکایتونو ډولونه تصنیف یا طبقه‌بندي کوي، ان‌شاءالله دغه کټه‌ګوري به ژر خلاصه شي او نن ورځ به د شکایتونو د څېړنې کار پيل شي چې په ځینو ولایتونو کې دا کار پیل شوی دی." اخوا د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مرستیاله ویانده زرمینه کاکړ وايي، هغه وېډیوګانې به هم مستندې شي چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي. Читать дальше...

د روسیې صدراعظم نن کیوبا ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د روسیې صدراعظم دیمتري میدویدیف نن کیوبا ته ورسېد. نوموړی به په دغه دوه ورځني سفر کې د کیوبا له ولسمشر میګیل دیاز کانیل سره خبرې وکړي، د هاوانا د انرژۍ له یوې پروژې به کتنه وکړي او هم به د نېشنل کاپیټال ودانۍ وګوري چې مسکو یې ورته د سرو زرو ګنبد ډالۍ کړی دی. په هغه بیان کې چې د روسیې د حکومت په ویبپاڼه کې خپور شوی، ویل شوي چې میدویدیف به د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې، انرژۍ، ټرانسپورټ، فرهنګ، بشري چارو او ځینو نورو برخو کې د روسیې – کیوبا پر همکاریو خبرې وکړي. کیوبا ته د میدویدیف د سفر په ترڅ... Читать дальше...


Музыкальные новости
Metallica

Metallica выложили видео с концерта в Мюнхене, на котором был ливень с грозой





Rss.plus
Илья Авербух

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3




1 июня в МОНИИАГ прошел день открытых дверей для будущих мам и их семей

Американцы готовы урегулировать конфликт с Россией: Москве поставили два условия

Bloomberg: Россия получит порт в Судане, сейчас идут переговоры

Военный суд в Москве оправдал пятерых участников ЧВК «Енот»




د عراق په پلازمېنه بغداد کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي

Pa.azadiradio.com 

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. روېټرز خبرې اژانس د عیني شاهدانو له قوله وایي چې دغه چادونې به زرغون نومي سیمه کې چې دولتي ودانۍ او د بهرنیو هېوادونو سفارتونه دي، شوي دي. د دغو چاودنو په اړه تراوسه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو هغه وروسته له هغې کېږي چې د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي د تېرو دوو ورځو قهرجنو مظاهرو وروسته چې د امنیتي ځواکونو او اعتراض کوونکو ترمنځ تاوتریخوالي کې نهه تنه مړه او شااوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شول، د ماښام له اتو بجو وروسته په بغداد او د عراق په جنوب کې ګرځبندیز اعلان کړی دی. Читать дальше...

"د افغانستان په اړه له افغان دولت پرته غونډې مثبتې پایلې نه‌لري"

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي په روسیه کې د افغانستان په اړه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان ترمنځ د څلور اړخیزې ناستې په اړه وایي چې د افغان دولت له حضور پرته دغه‌شان غونډې مثبتې پایلې نه‌لري. د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتېژیکو اړیکو عمومي مشره ناجیه انوري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "تېرو تجربو وښودله چې په هغو پروسو کې چې د افغان دولت مالکیت او محوریت په‌کې نه‌وي، بریا به ونه‌لري، تر دې وړاندې هم د دا شان ناستو او مذاکراتو شاهدان وو چې هېڅ لاسته راوړنه‌یې نه‌درلوده." د سولې... Читать дальше...

روسیې د افغانستان د بحران د حل په اړه د حامد کرزي د دريځ ملاتړ وکړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې حکومت ویلي چې د افغانستان د بحران د حل لپاره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دريځ ملاتړ کوي.  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون د اکټوبر په ۲مه د ولادي نړیوال بحث کلب ته په خبرو کې وویل چې له ډېرو امکاناتو سره هم د افغانستان کړکېچ نه‌دی حل شوی. د روسیې د خبري اژانس تاس په حواله لاوروف ویلي چې غرب تقریباً ۲۰ کاله په افغانستان کې هڅې وکړې، خو په بشپړ ډول ناکام شو او د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دې خبره ښه پوهېږي. تاس اشاره کړې چې حامد کرزي تر دې وړاندې په یوه بیان کې ویلي... Читать дальше...

کورنیو چارو وزارت په بغلان کې د دوو مسؤلینو د نښتې خبر تأیید کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تأیيد کړه چې په بغلان کې د ولایتي شورا مرستیال او د پلخمري د سیمه‌يیزو پولیسو د مشر ترمنځ وسله‌واله نښته شوې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون د اکټوبر په ۲مه پر ټویټر ولیکل چې په نښته کې د بغلان د ولایتي شورا مرستیال او د پلخمري د سیمه‌ییزو پولیسو مشر ټپيان شوي دي. په نښته کې د پلخمري د سیمه‌ییزو پولیسو د مشر ورور وژل شوی دی. نصرت رحیمي د نښتې د علت په اړه معلومات نه‌دي ورکړي، خو پر ټویټر یې لیکلي چې د کورنیو چارو د وزارت د یوه مرستیال په مشرۍ پلاوی د مسئلې د څېړنې لپاره ټاکل شوی دی. Читать дальше...

غني: د ټاکنو په ورځ د افغان ځواکونو په اړه هېڅ شکایت نه‌دی شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني ویلي چې د ټاکنو په ورځ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیت په اړه هېڅ شکایت نه‌دی ثبت شوی. ولسمشر غني پرون د اکټوبر په ۲مه ماښام په ارګ کې په یوه غونډه کې له امنیتي ځواکونو او هغو والیانو مننه کړې چې په انتخاباتو کې یې لاسوهنه نه‌ده کړې. ټاکنې د سپټمبر په ۲۸مه یا د میزان په شپږمه وشوې. د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د امنیت ټینګولو لپاره ۷۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه په ځانګړي ډول په دندو ګمارل شوي وو. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې وسله‌والو... Читать дальше...



Москва

Солнечные дети на сцене Кремля


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Городские вокзалы объединяют маршруты



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Rammstein

Rammstein зажигают




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23

Чемпионат по служебному биатлону состоялся в столичном главке Росгвардии


Даниил Медведев

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России