Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2019

Новости за 27.10.2019

د افغان او پاکستاني ځواکونو په ډزو په کونړ کې ۳ ښځې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ په نښتو کې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالي کې لږترلږه ۳ ښځې وژل شوي او ۳ تنه نور ژوبل شوي دي. په کونړ کې د ازادي راډیو خبریال ته د دې ولایت د امنیه قوماندان مرستیال حاجي محمدیوسف وویل، د یکشنبې په مازدیکر پاکستاني ځواکونو غوښتل چې د ناړۍ ولسوالي د سمندر د سیمې سرحدي پوسته ونیسي خو په بریکوټ او شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای افغان ځواکونو او همداراز د سیمې اوسېدونکو په ګډه د پاکستاني ځواکونو حمله په شا وتمبوله. حاجې يوسف د تلفاتو په اړه څه ونه... Читать дальше...



له ازادی راډیو سره د ناټو د ملکي استازي ځانګړې مرکه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ملکي استازی نیکولاس کي له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د سولې، ټاکنو او له افغانستان څخه د ناټو د ملاتړ پر دوام خبرې کړې دي. د ازادۍ راډیو خبریال مصطفی سرور په بروکسل کې له ښاغلي کي سره خبرې کړې دي.

مسؤلین: په تېرو ۱۰ ورځو کې له ۳۰۰ ټنو زیات جلغوزي چین ته صادر شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په تېرو ۱۰ ورځو کې له ۳ سوو ټنو زیات جلغوزي چین ته صادر شوي دي. د دې خونې د پراختیا رئيس میر زمان پوپل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اوس د یوې کیلو جلغوزیو بیه د افغانستان په بازارونو کې ۲۵۰۰ افغانۍ او په نړېوالو بازارونو کې ۳۰ ډالر ده. د ښاغلي میر زمان په خبره، چین ته د جلغوزیو صادارت له دې هېواد سره د هوايي دهلېز تر پرانيستې وروسته ښه شوي دي. په ورته وخت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د جلغوزیو بازار په هند، عربي متحده اماراتو او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې هم د پام وړ دی.

مسؤلین: سږکال په کندهار کې د اینځرو حاصل ۲۵ زره ټنو ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، سږکال په دغه ولایت کې د اینځرو حاصلات ۲۵ زره ټنو ته رسېدلي دي. د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئيس حفیظ الله سعیدي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي. د ښاغلي سعیدي په خبره، د کندهار اینځر نړیوال شهرت لري او په دې وروستیو کې یې په بېلابېلو هېوادونو کې بازار هم ښه شوی دی. د دې ولایت د کرنې رئيس دغه شان وايي، سږکال د اینځرو له صادراتو څخه ۹ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه شوی دی.



د کرکټ افغان ملي لوبډله له ویسټ انډیز سره د لوبو لپاره هند ته لاړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله نن د ویسټ انډیز سره د یو ورځنیو او شل اوریزو سریزونو د لوبېدو په هدف هندوستان ته لاړه. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې د یو ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه د راتلونکې نومبر میاشتې په شپږمه، دوهمه لوبه په نهمه او درېیمه او وروستۍ لوبه په ۱۱مه نېټه وشي. د شل اوریزو لوبو لومړی لوبه بیا د نومبر په ۱۴مه، دوهمه په ۱۶مه او درېیمه لوبه په ۱۷مه نېټه وشي. دغه شان د دواړو لوبډلو تر منځ به یوازنۍ ټېسټ لوبه د همدې میاشتې په ۲۷مه پیل او د ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام ومومي. Читать дальше...

د پاکستان د کرکټ ښځینه لوبډلې بنګله دېش ښځینه لوبډلې ته ماته ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د کرکټ ښځینه لوبډلې بنګله دېش ښځینه لوبډلې ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ماته ورکړه. د بنګله دېش او پاکستان ښځینه لوبډلو ترمنخ د درېیو شل اوریزو لوبو لړۍ چې په لاهور کې د اکټوبر له ۲۰ مې ڼېټې پیل شوي، د سریز لومړۍ هغه یې پاکستانۍ لوبډلې په ۱۴ منډو وګټله. په یاده لوبه کې د پاکستان ښځینه لوبډلې د پچې په ګټلو لومړی توپوهنه وکړه او د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې مقابلې لوبډلې ته ۱۲۷ منډې هدف وټاکه.  د بنګله دېش لوبډلې له لوري جهانارا اسلم ښه توپ اچونه وکړه او څلور لوبغاړي یې وسوځول،... Читать дальше...

چارواکي: په زابل او ارزګان کې ۱۲مخالف وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي چې په زابل او ارزګان کې ۱۲وسله وال وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحیی علوي ازادي راډيو ته وويل، د ملي اردو ځواکونو تېره ورځ د زابل ولایت په مېزانه ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي چې له امله یې ۹ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي. علوي وایي، وژل شوي او ټپي شوي وسله وال ټول د ملا دادالله او قاري سیف الله د ډلې اړوند دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند همداراز وایي چې د ملي اردو ځواکونو د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې هم د وسله والو پر... Читать дальше...

چارواکي: په پکتیکا کې د حقاني شبکې ۴ غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي چې تېره ورځ مازیګر مهال د مرکز اړوند په ګاروو سیمه کې هوایي برید شوی چې په پایله کې یې څلور تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.  د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین ازادي راډیو ته وویل چې یاد کسان د حقاني شبکې اړوند دي چې له وژل شویو کسانو له جملې یې د دوو تنو جسدونه هم د دوی لاسته ورغلي دي.  تر اوسه وسله والو طالبانو د دې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کندهار کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې یو امریکایی سرتېری ټپي شوی

Pa.azadiradio.com 

تېره شپه ناوخته د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د ګزمې پر موټر د سړک غاړې بمي چاودنه کې يو امريکايی سرتيری ټپي شوی دی. د کندهار په هوايي ډګر د بهرنيو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ازادي راديو ته وويل، دغه چاودنه د ډنډ ولسوالۍ په سرګز سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د ګزمې پرمهال رامنځ ته شوي. د سرچنې په وينا يو امريکايي سرتيری چې په پيښه کې ټپي شوی د کندهار هوايي ډګر نظامي روغتون ته انتقال شوی دی. د کندهار په هوايي ډګر کې ميشت بهرني ځواکونه تل د هوايي ډګر د امنيت لپاره په سيمه کې ګزمې کوي. تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.

د سوریې په شمال ختیځ کې کرد جنګلیالیو ته اردوغان خبرداری

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان خبرداری ورکړی چې کرد ملېشه له هغه مهال وېش سره سم چې له روسیې سره یې موافقه ورباندې کړې، د سوریې له شمالي سیمو ونه وځي، "ټول تروریستان" به وځپي. ښاغلي اردوغان پرون (اکټوبر ۲۶مه) په استانبول کې د خبرو پرمهال د سوریې په شمال کې د کردانو په مشرۍ د خلکو ژغورنې ډلې (وای پي جي) په اړه وویل: "که تروریستانو د ۱۵۰ ساعتونو په ترڅ کې سیمه پاکه نه کړه، موږ به يې په خپله پاکه کړو." اردوغان د اکټوبر په ۲۳مه په روسیه کې له جمهور رئيس ولادیمیر پوتین سره وکتل او دواړو موافقه... Читать дальше...

بریتانیا کې د ۳۹ مړو لېږدوونکي موټر ډرېور د انسان پر قاچاق او قتل تورن شو

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا پولیسو ویلي، په دغه هېواد کې یو ډرېور چې د موټر په کانټینر کې يې ۳۹ مړي وموندل شول، د انسان په قتل او قاچاق تورن شو. موریس رابنسن ۲۵ کلن او د ایرلنډ اوسېدونکی دی او پولیسو د اکټوبر په ۲۵مه ونیوه. پر نوموړي په ۳۹ مواردو کې د انسان د قتل، د انسانانو د قاچاق، د پيسو سپینولو او د غیرقانوني مهاجرت د دسیسې تور لګېدلی دی. د بریتانیا پولیسو هغه موټر چې له بلجیمه ورغلی او ۳۹ مړي په کې بار وو، د ټایمز سیند ته نږدې پیدا کړ. پولیسو ویلي، موریس رابنسن به د دوشنبې په ورځ محکمې ته حاضر شي. ... Читать дальше...

کرکټ: د افغانستان ۵ وتلي لوبغاړي ویسټ انډیز سره راروانو سیالیو کې نه لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

د ویسټ انډیز پروړاندې د کرکټ په یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې به د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې څو پېژندل شوي لوبغاړي برخه ونه لري. دولت ځدراڼ، حمید حسن، حشمت الله شهیدي، نور علي ځدراڼ او سمیع الله شینواری به په دغو سیالیو کې ونه لوبېږي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سږکال د کرکټ د نړیوال جام کې ټولې نهه سیالۍ وبایللې. په هند کې د راروانو سیالیو لپاره د افغانستان د لوبډلې د غوراوي پلاوي مشر انډي مولز اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، په هغه تشکیل کې چې د نړیوال جام په سیالیوکې یې ګډون کړی و، شپږ بدلونونه راغلي دي. Читать дальше...

چارواکي: هوايي برید کندهار کې ۳۳ طالبان وژلي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې چارواکي وايي، په شاه ولی کوټ او معروف ولسوالیو کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي حمله کې ۳۳ طالبان وژل شوي دي. د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات د کندهار په معروف او شاولي کوټ ولسوالیو کې شوي دي. بارکزي پرون (اکټوبر ۲۶مه) ویلي چې په شاولي کوټ ولسوالۍ کې طالبانو د چنار پر پوځي اډې د حملې لپاره پلان جوړاوه. د کندهار د والي ویاند وايي، په شاولي کوټ ولسوالۍ کې نړیوالو ځواکونو له الوتکې د طالبانو لېږدوونکی موټر په نښه کړی او ۲۹ تنه یې وژلي دي. Читать дальше...

عراق کې تېرو دوو ورځو کې ۴۸ لاریون کوونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د عراق په پلازمېنه، بغداد او نورو ښارونو کې پرون (اکټوبر ۲۶مه) بیا هم د اعتراض کونکو د وژل کېدو خبر ورکړل شو. له دې سره د جمعې او شنبې په ورځو کې په عراق کې د وژل شوو مظاهره چیانو شمېر ۴۸ ته لوړ شو.

د افغانستان په جنګ او سوله کې د وټس اپ رول

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په جنګ او سوله کې د وټس اپ پر رول لیکنه خپره کړې ده. په دې لیکنه کې، چې سرلیک یې دی: «د افغانستان جنګ او سوله، وټس اپ پیغامونه رسوي» لولو: کله چې د سږ کال په اپریل میاشت کې سلګونو طالبانو د بادغیس ولایت مرغاب ولسوالي محاصره کړه، افغان امنیتي ځواکونه پوهېدل چې له خطر سره مخامخ دي. کومانډو ځواک ورسره کومک نه شوای کولی نو یې هیله د امریکا هوايي ځواک ته وه. نیویارک ټایمز زیاتوي، ټینګه وریځ سبب کېده چې امریکايي پوځیان لاندې افغان ځواکونه ونه شي لیدلی او د طالبانو پر مورچو بمباري ونه کړای شي.



Москва

Слушатель из Смоленска выиграл на «Авторадио» «Москвич 3»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин одобрил три проекта по программе создания мест приложения труда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

«Звездач»: рэпер Тимати приобрел мотоцикл за 3,1 млн рублей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

Ход конем. В Москве на Гоголевском бульваре открылся летний шахматный клуб


Даниил Медведев

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«Черную армию» не выпустили из Москвы // Тувинских экстремистов будут судить в столице



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России