په خوست کې درې سړي تښتونکي ونیول شول
د یکشنبې په شپه درې سړي تښتونکي چې اوونۍ وړاندې يې یو کس د خلبیسات له بازاره تښتولی و، د ځاځي میدان په ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځواکونو له خوا ونیول شول او تښتول شوی کس یې له منګولو خلاص شو. یاد کسان نن د یکشنبې د ورځې ماسپښین د خوست د ملي امنیت ریاست په انګړ کې خبریالانو ته وښودل شول. د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان ازادي راډیو ته وویل چې د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی کس د وچې مېوې کاروباري و او یوه اوونۍ مخکې د صبریو او یعقوبینو ولسوالۍ اړوند د خلبیسات له بازاره د پنځو سړي تښتوونکو له خوا اختطاف شوی و. Читать дальше...