خامنه یي د سلیماني د جنازې د لمونځ امامت وکړ
د ایران د قدس ځواکونو پخواني مشر قاسم سلیماني د جنازې لمونځ نن په تهران کې وشو. د ایران مشر ایت الله علي خامنه اي د سلیماني د جنازې د لمانځه امامت وکړ. د سلیماني جنازه سبا خاورو ته سپارل کیږي.
د ایران د قدس ځواکونو پخواني مشر قاسم سلیماني د جنازې لمونځ نن په تهران کې وشو. د ایران مشر ایت الله علي خامنه اي د سلیماني د جنازې د لمانځه امامت وکړ. د سلیماني جنازه سبا خاورو ته سپارل کیږي.
د ایران د قدس ځواکونو پخواني مشر قاسم سلیماني د جنازې لمونځ نن په تهران کې وشو. د امریکا ولسمشر پر عراق د بندیزونو تهدید کړی دی. په کینیا کې د الشباب ډلې په حمله کې درې امریکایان وژل شوي دي. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفیر جان بس دوه کلن ماموریت نن پای ته ورسېد او له کابله واشنګټن ته روان شو.
ولسمشر محمد اشرف غني د پخواني جهادي قومندان عبدالستار غوربندي د کورنۍ له غړو سره لیدلي او امر یې کړی چې یو پلاوی دې د هغه د وژل کېدو قضیه وڅېړي.
په داسې حال کې چې په سلګونو زره ویرکونکو نن په تهران کې د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو د پخواني قومندان قاسم سلیماني د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی، د هغه د وژل کېدو پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکیچ په چټکۍ مخ په زیاتېدو دی.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي تصمیم لري چې د هیواد د پوهنې نظام له سیاسته لیرې وساتي او دغه شان پراخ مسلکي اصلاحات په کې رامینځته کړي.
پر افغانستان سربېره نور هېوادونه هم دي چې له دغو دویم لاس جامو استفاده کوي. د دوی ګمان ده چې دغه جامې ګرمې او کلکې دي. لېمه هادي په دې اړه راپور لري.
د لوبو له میدانه د دې اونۍ په خپرونه کې له ښاغلي فیضي سره مرکه اورېدلای شي.
د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمېسیونونو مسئولانو ته هم د اړوند ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون معلوماتي سیسټم ته لاسرسی ورکړل شو.
کابل کې د ژمي سوړوالي د سوالګرو او کارګرو ماشومانو ژوند سخت کړی. یو شمېر سوالګرو او کارګرو ماشومانو ازادي راډيو ته وویل چې د کمزوري اقتصاد له امله اړ دي د ژمي ساړه په ځان ومني او د کورنۍ نفقه برابره کړي. عکسونه: په کابل کې د ازادي راډیو خبریاله فېروزه عزیزي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ عراق ته خبرداری ورکړ چې که امریکایي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي، سخت بندیزونه به پرې ولګوي.
قادر فرخ چې د تمثیل په ډګر کې یې د استادۍ رسمي لقب درلود، تېره شپه د زړه د ناروغۍ له امله ومړ. نوموړي په ګڼو سینمايي فلمونو، تیاترونو او تمثیلي ټوټو کې رول لوبولی دی. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزات د قادر فرخ مړینه د افغانستان د سینما لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي. د دغه وزارت ویاند صابر مومند وویل: "قادر فرخ تېره شپه لس بجې د زړه د ناروغۍ له امله د ترکیې په یو روغتون کې ساه ورکړه. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ ورارت د نوموړي مړینه د افغانستان د سینما لپاره یوه ستره او... Читать дальше...
پخوانی جهادي قومندان آمر ستار غوربندي وژل شوی دی. په پروان ولایت کې مسئولې سرچینې د دې خبر په تائید سره وايي، آمر ستار غوربندي د پروان ولایت په غوربند دره کې د طالبانو پرضد له مطرحو قومندانانو له ډلې و چې تېره شپه د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې له خپلو لسو نورو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی. د پروان د والي ویانده وحیده شهکار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، د دې پېښې لامل نه دی څرګند شوی او دوی د پېښې څرنګوالي په اړه پلټنې پیل کړي دي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسئولیت پر غاړه نه ده اخیستی. بل... Читать дальше...
سپينې ماڼۍ کانګرس ته د تېرې جمعې د بې پېلوته الوتکې د حملې په اړه رسمي اطلاع لېږلې ده. د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر په هغه حمله کې د ايران د قدس ځواک قوماندان قاسم سليماني، چې هغه شېبه په عراق کې په سفر کې و ووژل شو. دغه اطلاع پرون امريکا د ١٩٧٣میلادي کال د جنګي د قدرتونو د قانون له مخې لېږل شوې ده. دغه قانون له جمهوري رياست څخه غواړي چې د پوځي اقدام يا هم نورو راروانو اقداماتو په صورت کې په ٤٨ ساعتونو کې دننه د کانګرس پوځي کمېټې ته احوال ورکړي. سپينې ماڼۍ د دې موضوع په اړه له تبصرې ډډه کړې. Читать дальше...
د ليکنې په پيل کې راغلي، په افغانستان کې دېره شااوخوا ١٤٠٠٠ امريکايي سرتېري ونهتوانېدل د کرسمس او د نوي ميلادي کال د جشن پر مهال د خپلو کورنيو له غړو سره يوځاى يوه مېز ته کېني.
وړاندې راغلي، د افغانستان په لویو ښارونو کې د جنګ او تشدد د کموالي په تړاو د طالبانو د رهبرۍ توافق ظاهراً د سولې هوکړې پر سر خبرو ته فرصت برابر کړی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټرافیکي پېښو کې د مرګ ژوبلو شمېر زیات شوی دی. د دې وزارت ویندوی ډاکتر نظام الدین جلیل تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د تېر میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ۲۰ زره ډېر کسان په ټرافیکي پېښو کې ژوبل شوي دي. هغه زیاته کړه: "د ۲۰۱۹ په لومړیو شپږ میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا ۴ زره ټرافیکي پېښې شوي چې د هغو له کبله نژدې ۳۰۰ تنه مړه شوي او کابو ۲۰ زره ژوبل شوي دي." ډاکتر جلیل وویل چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د دوهمې نیمايي د ټرافیکي پېښو د مرګ ژوبلو راپور به په راتلونکو څو ورځو کې خپور کړي. Читать дальше...
امریکا د خپل ملي ګارد ۲۴ سرتېري افغانستان ته رالېږي. د دغو پوځیانو، چې د پوځي پولیسو د ۲۰۶ کنډک غړي دي، د خدای پامانۍ مراسم پرون ماسپښین په نیویارک کې جوړ شول خو ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ له ټکساس څخه افغانستان ته روان شي. دوی به په افغانستان کې لس میاشتې تېرې کړي او مسوولیت به یې د امریکايي قوماندانانو ساتنه وي.
د کابل د ککړې هوا د مخنیوي لپاره د چاپیریال ساتنې ملي ادارې، کابل ښاروالۍ او کانونو او پټرولیم وزارت په ګډو هڅو د پغمان ولسوالۍ ۱۹ د ریګریشن ماشینونه او تر شلو پورې د خښتو د بټیو فعالیتونه ودرول. د ازادي راډیو خبریالې هیلۍ اسد په همدې اړه ویډیو رپوټ جوړ کړی دی:
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د وسله والو طالبانو په بریدونو او بمي چاودنو کې تر ۷ زره ۳۹۱ ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروې امیني ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال په ټول افغانستان کې د طالبانو په بریدونو کې ۲زره ۲۱۹ تنه وژل شوي او ۵ زره ۱۷۲ نور ژوبل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د ملکي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د وروستیو... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې د ایران د قدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیماني مړی سبا (دوشنبه) په خپل زېږنځای کې خاورو ته وسپارل شي. سلیماني د جمعې په ورځ بغداد ښار ته نژدې د امریکا په یوه هوايي حمله کې ووژل شو. د سلیماني مړی پرون سهار له عراق څخه ایران ته یووړل شو. د ایران دولتي ټلویزیون په ژوندۍ بڼه په احواز او مشهد ښارونو کې د ګڼ شمېر ویرکوونکو په منځ کې د سلیماني تابوت وښود چې د ایران په بیرغ پوښل شوی و. مخکې تر دې چې د نوموړي مړی ایران ته ولېږدول شي، په عراق کې هم زرګونو ویرکوونکو د درناوی مراسم ورته جوړ کړل. Читать дальше...
الشباب تروریستي ډلې په کینیا کې پر یوې پوځي اډې، چې امریکايي پوځیانو ورڅخه کار اخیست، برید کړی دی. په افریقا کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ پرون (یکشنبه) وویل چې د سومالیا پولې ته نږدې د لامو په ساحلي سیمه کې د کاندا هوايي اډې د خوندیتوب هڅې روانې دي. په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې دې برید په اډه کې ورانۍ پېښې کړي خو د امریکايي او کینیايي ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي. د کینیا پوځ پرون وویل، پر دې اډې حمله په شا وتمبول شوه او د برید په نتیجه کې لګېدلی اور هم مړ شوی دی. د کینیا... Читать дальше...
ایران وايي، له دې ایسته د نړۍ له قدرتونو سره په اټومي هوکړه کې هېڅ محدودیت ته ځان ژمن نه ګڼي. د ایران حکومت دا اعلان، چې تېره شپه د دغه هېواد له دولتي تلویزیون څخه خپور شو، وروسته له دې وکړ چې د دغه هېواد د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني د جمعې په ورځ بغداد ښار ته نږدې ووژل شو. د ایران حکومت همداراز ویلي چې تهران لا هم غواړي چې له خپلو اروپايي شریکانو سره، چې د ایران د تېلو د خرڅلاو لپاره د حللارې په موندلو کې پاتې راغلي دي، خبرې وکړي. په اټومي هوکړه کې له خپلو ژمنو د لاس اخیستو تر خبرداري... Читать дальше...
د ایټالیا په یوه ټرافيکي پېښه کې ۶ جرمنیان وژل شوي دي. دا پېښه پرون (یکشنبه) په بولزانو ښار کې وشوه. د ایټالیا د پولیسو په وینا، یوه موټرچلوونکي پر خپل موټر یو شمېر جرمن ګرځندویان ووهل چې په نتیجه کې یې ۱۷ تنه مړه او ژوبل شول مړه شول. په ۶ تنو وژل شویو کې ۳ نجونې او ۳ هلکان دي چې عمرونه یې د ۲۰ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي. دغه راز ۱۱ تنه نور ژوبل شوي دي. د پېښې د علت په اړه پلټنې روانې دي خو ویل کېږي چې چلوونکی نشه و.
د عراق پارلمان له خپل هېواد څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو پرېکړه لیک تصویب کړ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости