Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2020

Новости за 26.01.2020



د کندز د زعفران په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

د کندز ولایت بزګران په دغه ولایت کې د زعفرانو له حاصلاتو خوښي څرګندوی او دغه راز دغه نبات یو ښه اقتصادی سرچينه بولي. د کندز کروندګر وايي، چې د تېرکال په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د زعفرانو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دوی خوښ دي او وايي، زعفران د بزګرانو د اقتصاد په پیاوړتیا کې مثبت رول لوبولای شي. د کندز د قلعه زال ولسوالۍ یوتن بزګر الله بیردي په دې اړه وویل: "له یوکال راهیسې ما د زعفرانو کښت ته مخه کړي ده او په روان کال کې مې له نیم جریب ځمکې څخه څه باندې ۱۸۰ کلیوګرامه خالص... Читать дальше...

د هسپانیا فوټبال لوبو پر سر کاپیسا کې یو کس خپل ورور وژلی

Pa.azadiradio.com 

د نړیوالو فوټبال لوبو پر سر کاپیسا کې یو کس خپل ورور وژلی. د کاپیسا ولایت پولیس ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه د لسو بجو په شاوخوا کې د بارسلونا او النسیا ترمنځ د لوبې د پایلې له معلومېدو سره سم حشمت الله له خپل ورور امین اغا سره لفظي شخړه کړې او امین اغا یې په چاقو وهلی دی. د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش په وینا ټپي د علي بابا کلي روغتون کې ساه ورکړې ده. شورش وايي، دغه پېښه د دې ولایت د دویمې حصې په کاریزي سیمه کې پېښه شوې او قاتل له سیمه تښتېدلی دی. هغه زیاتوي، پولیس د قاتل د نیولو په لټه کې دي.

نن ماډرید او د لګانیس فوټبال لوبډلې سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۱مې اونۍ په لوبو کي نن ریال اتلیتکو ماډرید او د لګانیس فوټبال لوبډلې سره لوبږي. دا لوبه د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي اتلاتیکو کي سبا ماپښین ترسره کېږي. د یاد لیګ د نمرو په جدول کي بارسلونا او ریال ماډریډ ۴۳ ـ ۴۳ نمرې لري، چي بارسلونا لومړی او ریال ماډریډ بیا دوهم ځای خپل کړی. په جدول درېیم ځای بیا د اتلاتیک ماډریډ لوبډلې دی چې ۳۵ امتیازونه لري.

د هرات اټک انرژي لوبډله د اتلانو فوټبال لیګ سیالیو اتله شوه

Pa.azadiradio.com 

د هرات اټک انرژي لوبډلې د اتلانو فوټبال لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسنیز مسوول شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه لوبډلې د څوارلسمې اونۍ په لوبو کې د ۳۸ امتیازونو په ګټلو ځان د اتلولۍ مقام ته ورساوه. نوموړي وویل، چې اټک انرژي په ټوله کې ۱۴ لوبې کړي چې ۱۲ لوبې يې ګټلې او ۲ نورې یې مساوي کړي دي.



هرات کې د سیرمو فابریکه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په هرات ولایت کې د سیرمو فابریکه جوړه شوه. مسولین وایي، د دغې کارخانې په جوړېدو سره به هرات ولایت ته ۲۰ سلنه د سیرمو او تزریقي موادو د واردلو مخه ونیول شي. په دې اړه له هرات ولایته شاپور صابر راپور لري چې لیمه هادي یې وړاندې کوي:

میدان وردګ کې د چرګانو ۵۰۰۰ فارمونه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، د چرګانو د صنعت د ودې او ساتنې په هدف سږکال د دغه ولایت په کچه ۵ زره د غوښنو چرګانو لوی او واړه فارمونه جوړېږي. د دغه ریاست رئیس ولید احمد تسل نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغو فارمونو ۶۰ سلنه پیسې د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه یې د پانګه والو له لوري ورکول کېږي. ښاغلی تسل وايي، دغه فارمونه به د کورنیو او په ځانګړي ډول د مېرمنو په اقتصاد کې د پام وړ رول ولوبوي.

د پښتون زرغون د ارشاد، حج او اوقافو مدیر وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو د هرات د پښتون زرغون د ارشاد، حج او اوقافو مدیر نن (شنبه) سهار د دې ولسوالۍ په بازار کې وواژه. د هرات د والي ویندوی جیلاني فرهاد وايي، برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو لټه کوي. هغه زیاتوي: "نن سهار د پښتون زرغون ولسوالي د ارشاد، حج او اوقاف مدیر د ولسوالۍ په مرکز کې هغه مهال د وسله والو کسانو له لوري وویشتل شو چې کار ته روان و." تر اوسه پورې د دې برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو چارواکي باور لري چې دا ډول بریدونه وسله وال طالبان کوي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار بلخ ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د هېواد د امنیتي چارو د څېړلو لپاره نن (یکشنبه) بلخ ته لاړ. د ملي امنیت شورا له خبرپاڼې سره سم، ښاغلی محب به د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې ترڅنګ د څو شمالي ولایتونو له والیانو او امنیې قوماندانانو سره پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي. د بلخ د والي ویندوی منیر فرهاد د ازادي رادیو خبریال ته ویلي چې ښاغلی محب او ورسره ملګری پلاوی به یې د شمالي ولایتونو د امنیتي همغږۍ په یوه کنفرانس کې ګډون وکړي.


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Трансляцию концерта джазового оркестра Бутмана посмотрели 50 млн китайцев





Rss.plus
ЦСКА

Почта России помогла ребёнку из Ижевска, подопечному благотворительного фонда, встретиться с футболистами ЦСКА




Планы на выходные 1 – 2 июня: летние фестивали и ягодные блюда

Последний сериал с Заворотнюк никогда не выйдет в эфир

Объявлены победители второй части Национальной премии интернет-контента

С. ОСЕТИЯ. Глава североосетинского села подозревается в мошенничестве




دفاع وزارت: هلمند کې ۱۳ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، تېره شپه د هلمند ولایت په موسي کلا او واشیر ولسوالیو کې طالبانو ته په هوايي بریدونو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د دفاع وزارت په وینا ۱۱ طالبان په واشیر او ۲ په موسي کلا ولسوالي کې وژل شوي دي. دا وزارت همداراز ادعا کوي چې په واشیر کې یې د طالبانو یو سلاکوټ ویجاړ کړی دی. طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پېښور - جلال اباد تر منځ د اوسپنې پټلۍ جوړیږي

Pa.azadiradio.com 

د پیښور - جلال آباد تر منځ د اوسپنې پټلۍ جوړیږي. د ترانسپورت وزارت مرستیال ویاند محمد اشرف حق شناس نن ازادي راډيو ته وویل، پاکستان هڅه کوي چې د دې لارې تخنیکي او اقتصادي څيړنه بشپړه کړي څو عملي چارې یې پیل شي. هغه زیاته کړه: "هرکله چې د دې لارې مطالعات او ډیزاین بشپړ شول نو مالي تمویل لپاره به دواړه هېوادونه سره کیني او په دې اړه به خبرې وکړي څو ډونران یې تمویل او عملي کار یې پیل شي." دا په داسې حال کې ده چې پرون (شنبه) د پاکستان د رېل لارو وزیر شیخ رشید احمد وویل، چې د پاکستان رېل لار به د افغانستان تر جلال اباد ښار پورې وغځوي. Читать дальше...

خوست کې د واده پر مراسمو برید شوی

Pa.azadiradio.com 

د خوست په علیشېرو ولسوالي کې د یوه واده پر مراسمو د لاسي بمونو په برید کې لږترلږه ۲۰ تنه ژوبل شوي دي. د خوست د والي ویندوی طالب منګل په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا پېښه په وارث کلي کې شوې ده. منګل همداراز وویل چې بریدو کوونکي تښتېدلي خو ټپیان د خوست ښار روغتون ته رسول شوي دي. د ده په وینا د ۳ ټپیانو حال نازک دی. تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې دا برید چا او ولې کړی دی.

د شمالي مقدونیا پولیسو څلور افغانان په کانټینر کې وموندل

Pa.azadiradio.com 

د شمالي مقدونیا پولیس وايي، د رېل ګاډي کارکوونکو یې پرون شنبه په یوه بند کانټینر کې څلور افغان پناه غوښتونکي هغه مهال وموندل چې رېل ګاډی د سربیا له خاورې دغه هېواد ته واوښت. د پولیسو په وینا، د رېل لارې کارکوونکو د رېل ګاډي په کانټینر کې د پناه غوښتونکو ټکا او لوړ غږ واورېد او کله چې دوی د کانټینر د دروازې قلف پرانیست څلور افغانان یې هلته وموندل چې عمرونه یې د ۱۹ او ۳۳ کلونو ترمنځ دي. پولیس باور لري چې دا کسان په یونان کې کانټینر ته په دې هیله ختلي چې د اروپا شتمنو هېوادونو ته ځانونه ورسوي. ... Читать дальше...

"هلمند کې د ویشتل شوې هیلیکوپټر پیلوټ اوکراینی و"

Pa.azadiradio.com 

اوکراین وايي، د هغه هیليکوپټر چې پرون د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې پرې راکټي برید وشو، پیلوټ اوکراینی و. د اوکراین رسنیو نن یکشنبې وویل، د مولداویا پر ایم ای – ۸ څرخي هیليکوپټر په داسې وخت کې راکټ وویشتل شو چې هغه پر مځکه ناسته وه او درې تنه عمله پکې سپره وه. د راپور له مخې، په دې پېښه کې د هیليکوپټر اوکرایني پیلوټ ته هیڅ زیان نه دی اوښتی خو د هغه مولداویايي مرستیال پیلوټ او میخانیک انجینیر برسېرن ژوبل شول.



Москва

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин посетил фестиваль "Москва – на волне. Рыбная неделя"



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Queen

Bloomberg: Sony Music обсуждает покупку прав на музыку Queen




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей

Дептранс Москвы раскрыл детали инцидента на станции метро "Спортивная"

Бизнес-тренер Азат Байбурин "заработал" 500 млн рублей и сел


Надежда Петрова

Теннисистка Петрова: Карацеву не хватает игровой уверенности



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

НАТО оказалась не готова к войне с Россией. Тайное соглашение США и Киева: Враг нацелился на Белгород - источники



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России