Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2020

Новости за 09.01.2020

له ناامنیو کډه شوې کورنۍ له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت کورنیو بې ځایه شویو او بېرته راستانه شویو کډوالو ته د ځمکو د وېش خبره کوي، خو لا هم د کابل په بېلابېلو سیمو کې په خیمو کې اوسېدونکې کورنۍ د ژمي له یخې هوا او بې روزګارۍ کړیږي. لېمه هادي دغو کمپونو ته ورغلې او دا راپور يې پرې چمتو کړی دی.



په استرالیا کې د اور لګېدو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۷ ته رسیدلی

Pa.azadiradio.com 

د استرالیا صدراعظم سکاټ موریسن نن د استرالیا په پلازمېنه کانبرا کې وویل چې په دغه هېواد کې د اورلګېدو له کبله د وژل شویو شمېر ۲۷ کسانو ته رسېدلی دی. د هغه په خبره، اور څه باندي دوه زره کورونه هم سوځولي دي. د ۲۰۱۹ کال له سپتمبر راهیسې د اسټرالیا نیو ساوت ویلز ایالت موسمي اور سخت زیانمن کړی دی. د سیدني پوهنتون په دغه اور کې د مړو شویو کوچنیو او غټو ژویو، خزندو او مرغانو شمېر شااوخوا یو میلیارد ښودلی دی. د استرالیا پوځ له اوروژونکو ډلو سره یوځای کار پيل کړی چې زیانمنې شوې سیمې تصفیه کړي. ... Читать дальше...

د نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو درناوي لپاره نن اوکراین کې ملي ماتم و

Pa.azadiradio.com 

د هغې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو په درناوي نن په دغه هېواد کې د ملي ماتم ورځ ولمانځل شوه چې تېره ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې راولوېده او ټولې ۱۷۶ سپرلۍ یې ووژل شوې. د اوکراین هوايي شرکت ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه کې د ۱۱ اوکراینیانو ترڅنګ د ایران، افغانستان، کاناډا، بریتانیا، سوېډن او جرمني اتباع سپاره وو. الوتکه د تهران د امام خمیني له هوايي ډګر څخه اوکراین ته روانه وه چې له پورته کېدو لږ وروسته نسکوره شوه. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي خپل ملت ته په وینا کې وویل چې دولت يې د هغو کسانو... Читать дальше...

دفاع وزارت شینډنډ کې پر طالبانو هوايي برید کې د ملکي تلفاتو ادعا ارزوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو راپورونه ارزوي. د دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دولتي ځواکونو هغه هدف تر لاسه کړی چې له دغو ځانګړو عملیاتو څخه یې درلود. د هرات ځايي چارواکي مني چې له طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مشر وژل شوی او مړی یې هرات ته وړل شوی دی. بله خوا د هرات د حوزوي روغتون یوه ډاکټر محمد نواب هاشمي پرون ازادي راډيو ته وویل چې د شینډنډ په پېښه کې ټپي شوي لس کسان دې روغتون ته انتقال شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت ښه نه دی. "د شینډنډ له پېښې لس کسان د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي. Читать дальше...

د خیبر پښتونخوا قومي مشرانو ته د پاکستاني داعشیانو د ښځو او ماشومانو سپارل نن پيل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت د هغو پاکستاني داعش جنګیالیو مېرمنې او اولادونه د خیبرپښتونخوا ایالت قومي ته سپاري چې په ننګرهار کې دولتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. څو میاشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته په سفر کې په دغه ولایت کې د داعش ډلې د ماتې اعلانولو پرمهال ژمنه کړې وه چې د داعش د پاکستاني اورپکو کورنۍ به د پاکستان حکومت ته نه بلکې قومي مشرانو ته وسپارل شي. پرون د خیبرپښتونخوا او ننګرهار قومي مشران په ننګرهار کې راټول شول چې پر همدې مسالې خبرې وکړي او ورسره نن ددغو ښځو او ماشومانو د سپارلو بهیر پيل شو. Читать дальше...

د کابل پولیسو د جنايي مجرمینو پرضد عملیاتو کې ۱۸ مشکوک کسان نیولي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د جنايي جرمونو زیاتېدو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو له شکایتونو او اعتراضونو وروسته، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د غلو، قاتلینو او جنايي مجرمینو پرضد کمپاین پیل کړی او تر دې دمه یې ۱۸ مشکوک کسان نیولي.



د اقلیم بدلون د بامیان لرغوني اثار له ګواښ سره مخامخ کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د فرانسې د لرغون پېژندونکو د ټیم مشر فیلیپ مارکوس فرانسپرس خبري آژانس ته ویلی، د بامیان لرغوني اثار د اقلیم د بدلون له ګواښ سره مخامخ دي د ښاغلي مارکوس په مشرۍ ټیم چې له څو لسیزو راهیسې یې په سیمه کې څیړنې او کار کړی ویلي چې په بامیانو کې د څو کلونو پرلپسې وچکالۍ، سختو بارانونو او په پسرلي کې د زښتو زیاتو واورو د ویلې کېدو وروسته د اقلیم بدلون، د بامیانو لرغوني اثارله ګواښ سره مخامخ کړي دي. نوموړي زیاته کړې چې لرغوني اثار د بارانونو او بادونو له امله په چټکۍ سولیږي او د ویجاړېدو خطر یې ډېر دی. Читать дальше...

له شلو ډېرو ولایتونو کې د رأی اچونې ۱۶۵۰ محلونو رأیې بیا شمېرل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي وایي چې له شلو ډېرو ولایتونو کې د څه باندې ۱۶۵۰ محلونو رأیې له سره شمېرل کیږي او ښایي د محلونو شمېر له دې هم زیات شي. وړاندې ددغه کمېسیون یوه ویاند محمد رضا فیاض نن ازادي راډیو ته وویل چې دا هغه محلونه دي چې پکې بیومټریک دستګاوې ورکې شوي، یا ډېر شکایتونه شوي او یا هم په شمېرل شویو رأیو کې توپیر ډېر دی. د ښاغلي فیاض په وینا تر راتلونکې دوشنبې پورې به چې د شکایتونو د څیړنې پروسه په سلو کې نژدې ۹۵ بشپړیږي، نورمحلونه هم ښایي د بیا شمېرلو لپاره په نښه شي. Читать дальше...

کرکټ: د استرالیا بیګ باش ټورنمنټ کې د راشد پنځم هیټ ټریک

Pa.azadiradio.com 

راشد خان د استرالیا په بیګ باش ټورنمنت کې د پرله پسې پنځم ځل لپاره هیټ ټریک وکړ. راشد خان داځل چې په سټرایکرزټیم کې لوبیږي، نه یوازې په بالینګ کې بلکه په بیټنګ کې هم ډېر ښه ځلیدلی او توجه یې ځان ته اړولې ده. نوموړي تېره شپه د سیډني سیکسرز په وړاندې مسابقه کې د دې ټیم تکړه لوبغاړي جک اډوارډز، جیمز وینس او بل جک اډوارډز وسوځول. په تېرو وختونو کې به دی په بالینګ کې د نړۍ ښه لوبغاړی ګڼل کېده، خو داځل یې په بیټنګ کې هم د نړۍ پام ځانته اړولی دی.

نیویارک ټایمز پر افغانستان د تهران -واشنګټن ترمنځ د کړکېچ اغېزو ته کتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

ورځپاڼې لیکلي، افغانستان د دې کړکېچ پر مهال اندېښمن شوی، ځکه د امریکا او ایران ترمنځ د وضعیت ترینګلتیا ښايي د افغانستان د سولې پروسه زیانمنه کړي چې اوس‌مهال ډېر مهم پړاو ته رسېدلې ده.

کاناډا غواړي تهران کې د راغورځېدلې الوتکې د پېښې څېړلو کې اساسي رول ولري

Pa.azadiradio.com 

کاناډا وایي، نیت لري چې د اوکراین د هوایي شرکت د الوتکې د راغورځېدو د پېښې په څېړلو کې اساسي رول ولوبوي. د اوکراین د هوایي شرکت ۷۳۷ بوینګ الوتکه پرون په تهران کې د امام خمیني له هوایي ډګره اوکراین ته په لاره وه چې له الوتو لږ وروسته په تهران کې راوغورځېده او ټولې ۱۷۶ سپرلۍ یې ووژل شوې. په وژل شویو کې ۶۳ یې د کاناډا اتباع دي. تراوسه د دغې الوتکې د راغورځیدو علت نه دې څرګند. په تهران کې د اوکراین سفارت لومړی ویلي چې د الوتکې ماشین کار پریښی و خو دغه بیان یې له خپلې ویب پاڼې بېرته لیرې کړی دی. Читать дальше...

د چین-امریکا رقابت؛ نړیوال بانک سږکال د ورو اقتصادي ودې وړاندوینه کوي

Pa.azadiradio.com 

نړیوال بانک تېرکال د متحده ایالتونو او چین ترمنځ سوداګریزې جګړې ته په پام چې د نړۍ پراقتصادي ودې یې اغیزکړی، سږ۲۰۲۰ کال د ورو اقتصادي ودې وړاندوینه کوي. د نړۍ د اقتصادي لرلید په رپوټ کې چې د نړۍ ۱۸۹ پوروړونکو هېوادونو ته دې نړیوالې مالي موسسې پرون خپورکړی ویل شوي چې سږکال به د نړۍ اقتصادي وده ۲،۵ وي چې هغه یوڅه د تېرکال په نسبت چې په سلو کې ۲،۴ وه، ښه والی ښیي. د تېرکال په جون کې د ۲۰۱۹ کال اقتصادي وده، په سلو کې ۲،۶ او د ۲۰۲۰ کال هم ۲،۷ سلنه اټکل شوې وه. په واشنګټن کې میشت نړیوال بانک ویلي... Читать дальше...

د ایران په تړاو د ټرمپ واک محدودولو لپاره نن د امریکا استازو جرګه پرېکړه کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کانګرس استازیو جرګه به نن (جنورۍ ۹مه) پرهغه پرېکړه لیک رأی واخلي چې د ایران پرضد د پوځي اقدام په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ واک محدودوي. دا جرګه چې ډیموکراتان پکې اکثریت دي، دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې ډېرو غړو یې ویلي، د سپینې ماڼۍ وضاحت چې ولې یې ایرانی جګپوړی جنرال قاسم سلیماني وواژه، نه دي قانع کړي. د استازیو جرګې رئیسې نانسي پلوسي وویل، د جګړې د واک په اړه پردغه پرېکړه لیک به نن رأیې واخیستل شي. هغې وویل چې د کانګرس غړي له ایران سره په دښمنۍ کې د ښکېلتیا په اړه د ټرمپ د ادارې... Читать дальше...

سربیا کې خلکو په ګاونډیو هېوادونو کې د خپلو حقونو لپاره لاریون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د سربیا په پلازمینه کې په زرګونو کسانو په ګاونډیو هېوادو کې د سربیانو د حقونو لپاره پرون لاریون وکړ. په بلګراد کې په دې لاریون کې د ارتودوکس کلیسا د مشرانو ترڅنګ ښي اړخه ډلو، د فوټبال مینه والو او نورو برخه اخیستې وه. مظاهره چیان وایي چې دوی په مونتنیګرو، کوسوو، بوسنیا، کرویشیا او د بالکان په نورو سیمو کې د سربیانو د حقونو غوښتنه کوي. تېره میاشت د مونتینګرو پارلمان یو نوی قانون تصویب کړ چې د دې پرضد دا درېیم ځل دی چې په بلګراد کې مظاهرې کیږي. د دې قانون له مخې چې له پرون راهیسې نافذ دی، مذهبي... Читать дальше...

د هرات شینډنډ کې له طالبانو پر یوې بېلې شوې ډلې هوايي برید شوی

Pa.azadiradio.com 

بې پلوټه الوتکې د چهارشنبې مازدیګر د هرات په شینډنډ ولسوالي کې بمباري کړې ده. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پیښه تاییدوي خو وایي چې د دې پیښې په اړه نور معلومات نه لري. په دې ترڅ کې د هرات د حوزوي روغتون د بیړنۍ څانګې یوه مسوول ډاکټر محمد نواب ازادي راډیو ته وویل: "لس تنه د شینډنډ له پیښې د هرات حوزوي روغتون ته راوړل شوې دي، نهه تنه یې ټپیان دي یو یې د مرګ په حال کې دی. د دوو ټپیانو وضعیت خطرناکه دی او د اوو تنو نورو روغتیایي وضعیت ښه دی." داسې ویل کیږي چې بې پلوټه الوتکې له طالبانو بېله شوې ډله په نښه کړې ده. Читать дальше...

د روسیې او ترکیې ولسمشرانو په لیبیا کې د اوربند غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره پرون په استانبول کې وکتل. تر دې لیدنې کتنې وروسته دواړو ولسمشرانو په ګډ بیان کې وویل، پکار ده چې په لیبیا کې د ثبات لپاره لازمې هڅې وشي. د بیان له مخې باید په لیبیا کې د شنبې د شپې له دولس بجو وروسته اوربند نافذ شي. د اوربند وړاندیز په داسې وخت کې شوی دی چې یاغي ځواکونه چې جنرال خلیفه حفتر ته وفاداره دي هڅې کوي چې پلازمېنه طرابلس د ملي وفاق له حکومته ونیسي. په لیبیا کې له دوه زره یولسم کال راهیسې، چې پخوانی مشر معمر قذافي ووژل شو شخړې روانې دي. Читать дальше...

تهران کې د غورځېدلې الوتکې د وژل شویو افغانانو د پېژندلو هڅې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د افغانستان سفارت وایي، هڅې یې پیل کړې دي چې د هغو افغانانو په اړه معلومات ترلاسه کړي چې پرون په تهران کې د الوتکې د سقوط په پېښه کې ووژل شول. په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالفغور لیوال ازادي راډیو ته وویل: "په ډیرې خواشینۍ سره چې موږ ته په دې پیښه کې د لسو افغانانو د مړینې خبر راکړل شوې دی او موږ تر اوسه یوازې د دوی لست لرو". ښاغلي لیوال زیاته کړه چې له ایراني چارواکو سره په ارتباط کې دی ترڅو د وژل شویو افغانانو په اړه نور معلومات ترلاسه کړي. د اوکراین نړیوال هوایي چلند ۷۳۷... Читать дальше...

د کابل او ولایتونو ترمنځ ټولې لویې لارې پرانستې دي

Pa.azadiradio.com 

د کابل او ولایتونو ترمنځ لویې لارې چې د ورښتونو له امله بندې شوې وې، پرانیستل شوې دي. د ترانسپورت وزارت یوه ویاند اشرف حق شناس ازادي راډیو ته وویل چې د سالنګ لویه لار پرانیستل شوې، د کابل-کندهار لار چې درې ورځې مخکې بنده وه خلاصه شوې او د کابل-جلال اباد په لاره کې هم اوس ستونزې نه شته، خو نوموړې د یوشمېر نورو وړو لارو د بندېدو خبر ورکړ. "د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې لکه دایکندي، بامیان او بدخشان کې ځیني کوتلونه چې د دې ولایتونو ولسوالۍ له مرکز سره تړي، واورو بند کړې دي خو زموږ د ژغورنې او... Читать дальше...



Москва

Солнечные дети на сцене Кремля


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

Евгений Миронов, Ирина Пегова, Кристина Асмус, Илья Авербух, Елизавета Арзамасова и другие звезды не фестивале «НЕБО»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

Спортсмены из Росгвардии стали призерами соревнований по велоспорту в Москве

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23


Варвара Грачёва

Осталась в одиночестве: Андреева победила Грачёву и вышла в четвертьфинал «Ролан Гаррос», Медведева остановил де Минор



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Минск

Лукашенко продемонстрировали сборку фюзеляжей МС-21 на Иркутском авиазаводе, Минск проявляет интерес в работе с ОАК



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России