Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Январь
2020

Новости за 16.01.2020

په هرات ولایت کې د ښځو په اړه لوحو غبرګونونه راپارولي

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې پر یو شمېر لوحو لیکل شوي پيغامونو غبرګونونه راپارولي دي. پر دغو لوحو لیکلي: د ښځو بد حجابي د نارینه وو د بې غیرتۍ له کبله ده. د هرات د مدني فعالانو په باور په هرات ښار کې د لوحو د نصبولو تر شا هدف د اندېښنې وړ دی. راپور او اډيټ: ملالۍ بشير ويډیوګرافي: شاهپور صابر

ازادي ستوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وايي د تاوتریخوالي کمول معنی نه لري باید اوربند وشي. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح دوسیه سنا جرګې ته واستول شوه. او په نیپال کې د کم عمره وادونو والا زیاتې ستونزې لري. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون خپریږي.

د حج وزیر د وهلو ډبولو جرمانه؛ ۳ لکه ډالره

Pa.azadiradio.com 

له دې پېښې دوه اوونۍ وروسته، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې له هرې بې‌احترامۍ او بې‌حرمتۍ سره به د قانون په اساس چلند کېږي.



کابل ژوبڼ مېله‎ځای او د عوایدو سرچینه

Pa.azadiradio.com 

د کابل ژوبڼ چې نه‎یوازې د ښاریانو لپاره ښه مېله‎ځای دی، بلکې حکومت ته هره میاشت پنځه میلیونه افغانۍ عاید هم برابروي. خو په دې ژوبڼ کې حیوانات څه ډول ژوند لري؟ د ازادي راډیو خبریاله هیلۍ اسد دې ژوبڼ ته ورغلې او دا وېډیويي راپور یې پرې جوړ کړی دی:

قریشي: طالبانو د تاوتریخوالي کمولو ته لېوالتیا ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن د جنورۍ په ۱۶مه وویل چې طالبانو د تشدد کمولو ته لېوالتیا ښودلې او دا یو مثبت پرمختګ دی. قریشي په یوه وېډیويي پیغام کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر وېب‌پاڼه خپور شوی، ویلي چې له طالبانو دا غوښتنه کېده چې تاوتریخوالی راکم کړي او دا د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د موافقې لپاره یو ګام و. شاه محمود قریشي زیاتوي: "د امریکا او طالبانو خبرې له یوې مودې راهیسې روانې دي، پاکستان غوښتل چې د امن پر لور حرکت وشي، افغانستان او پاکستان امن ته اړتیا... Читать дальше...

د سولې وزارت: د تاوتریخوالي کمول یعنې څه؟ طالبان باید اوربند وکړي

Pa.azadiradio.com 

دا چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د افغان سولې په اړه خبرې اترې روانې دي او طالبانو د اوربند په ځای د تاوتریخوالي د کمولو خبرې کوي، د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا هم پر اوربند ټینګار کوي.



روحاني: اوس هم د پخوا په اندازه یورانیم غني کوو

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې هېواد یې هغومره زیات یورانیم غني کوي چې له نړیوالو سره د اټمي موافقې تر لاسلیک مخکې یې کول. ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له نړیوالو قدرتونو سره موافقه وکړه چې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې به خپل اټمي پروګرام محدود کړي. خو د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د جنورۍ په ۱۶مه، په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې پر ایران فشار زیات شوی، خو دوی پرمختګ ته دوام ورکړی دی. غني شوي یورانیم د اټمي ریکټرونو لپاره د سوخت د توکو د جوړولو لپاره استعمالېږي، خو په عین وخت کې د اټمي... Читать дальше...

د بلخ ۶ ولسوالیو کې څارنوالۍ او محکمې بندې دي

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې د زارع، کشنده، چهاربولک، چمتال، دولت‌اباد او شورتپې ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په سیمو کې یې د څارنوالۍ او محکمې ادارې بندې دي او یاده مسئله سبب شوې چې خلک له خپلو حقونو محروم شي.

د اذربایجانۍ خبریالې اسماعیلوا پر سفر د بندیز لیرې کولو غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د ژورنالېستانو د ملاتړ درېیو نړیوالو، غیر حکومتي ادارو د اذربایجان پر حکومت ټینګار کړی چې پر خبریالې خدیجې اسماعیلوا د سفر بندیز لیرې کړي او هغې ته اجازه ورکړي چې بریټانیې ته ولاړه شي. خدیجه اسماعیلوا به په بریټانیا کې د یوه اذربایجاني خبریال په برخه کې شهادت ورکوي چې یوه مدافع وکیل د بدنامولو په یوه مسئله کې افترا کړی دی. خدیجه اسماعیلوا د اذربایجان له پېژندل شویو خبریالانو ده چې تحقیقاتي راپورونه‌یې جوړول او د ازادې اروپا/ازادي راډیو لپاره‌یې هم کار کاوه. هغه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اذربایجان... Читать дальше...

زابل کې ماین چاودنې د برېښنا شرکت ۵ کارکوونکي وژلي

Pa.azadiradio.com 

د زابل چارواکي وايي، د ماین چاودنې د برېښنا شرکت ۵ کارکوونکي وژلي دي. دغه چارواکي زیاتوي دا ماین د کندهار-زابل پر لویه لار د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کندهار برېښنا شرکت د کارکوونکو پر مازدا موټر چاودېدلی دی. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي رادیو ته وویل چې دغه پېښه نن غرمه هغه مهال رامنځته شوې کله چې د برېښنا شرکت د قراردادي کارکوونکو موټر د عمومي سړک څخه فرعي سړک ته اوښتی او پر خښ شوي ماین برابر شوی دی. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.

تنکیو ځوانانو ته د والیبال فني زده‌کړې ورکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د والیبال تنکیو ځوانانو ته د والیبال لوبې د فني زده‌کړې یو ورځنی سمینار پیل شو. په دغه سمینار کې به د والیبال لوبغاړو ته د دې لوبې د فني زده‌کړې ترڅنګ په دې لوبه کې د نړېوالو قوانینو په اړه هم معلومات ورکړل شي. د افغانستان د ملي المپیک کمېټې ویاند مجیب قاري‌زاده له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د دې سمینار د جوړېدو هدف ځوانو او نویو ښځینه لوبغاړو ته د والیبال لوبې په اړه د یو شمېر طرزالعملونو ترڅنګ نړیوال معیارونه او قوانین هم په عملي بڼه وروښودل شي. د ښاغلي قاري‌زاده په خبره،... Читать дальше...

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډله سبا افریقا سره سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله سبا ته د ۱۹ کلنو ۵۰ اوریز نړیوال جام سیالیو کې لومړۍ لوبه د سویلي افریقا سره ترسره کوي. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه لوبه به د افغانستان په وخت سبا د جمعې په ورځ ۱۲:۳۰ بجې پیل شي.  هېره دې نه‌وي چې د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ راتلونکې جمعې ورځ د سویلي افریقا په کوربه‌توب د ۱۶ هېوادونو ترمنځ پيلېږي او د فبرورۍ میاشتې تر نهمې نېټې پورې دوام کوي. افغان ۱۹ کلنه لوبډله د نړیوال جام په څلورم ګروپ... Читать дальше...

روحاني له ایرانیانو د یو موټي پاتې کېدو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د خبرو پر مهال له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې یو موټی پاتې شي. حسن روحاني وویل: "د دغو ټولو پېښو پر مهال هغه څه چې لاسته راوړو، ملي همغږي او ملي یووالی دی، اخري پایله باید ملي جلاوالی نه‌وي." حسن روحاني همداراز د خپل هېواد له پوځه وغوښتل چې د الوتکې د ویشتلو په خاطر دې بخښنه وغواړي. خو د سپاه پاسداران د هوايي ځواک مشر جنرال امیر علي حاجي‌زاده د چهارشنبې په ورځ وویل چې د الوتکې د ویشتلو په تېروتنه کې د ایران دښمنان ملامت دي ځکه دا کار ورباندې هغوی وکړ. Читать дальше...

چارواکي: کندز کې ۷ پولیس وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې چارواکي وايي، خان‌اباد ولسوالۍ کې ۷ افغان پولیس وژل شوي دي. په کندز کې د افغان ملي پولیسو او وسله‌والو طالبانو په نښتو کې دواړو لورو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د کندز ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرشید بشیر نن سهار ازادي راډیو ته تأیید کړه چې ۷ پولیس تېره شپه د خان‌اباد ولسوالۍ په ګدام سیمه کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې وژل شوي. هغه وویل چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې ۱۰ وسله‌وال طالبان هم مړه او ټپیان شوي دي. د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ادعا کوي چې اوه پولیس‌یې وژلي او د هغوی یو ټانک‌یې تخریب کړی دی. Читать дальше...

ناپېژانده وسله‌والو فاریاب کې د استېناف محکمې یو قاضي وژلی

Pa.azadiradio.com 

په فاریاب کې د استېناف محکمې یو قاضي نن سهار په ډزو ووژل شو. د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې د استېناف د محکمې د جزا د دیوان قاضي غلام فاروق نن سهار د لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته روان و چې ناپېژانده وسله‌والو پرې ډزې وکړې او هغه‌یې وواژه. ښاغلي یورش وویل، وسله‌وال په تېښته بریالي شوي او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي. تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې قاضي د وژلو مسئولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.

کاناډايي پلټونکو ایران کې د غورځول شوې اوکراینۍ الوتکې ځای کتلی

Pa.azadiradio.com 

کاناډا وایي، پلټونکو یې په تهران کې د هغې اوکراینۍ الوتکې د راغورځېدو ځای کتلی چې په‌کې د ۵۷ کاناډایانو په ګډون ۱۷۶ کسان وژل شوي دي. دا خبره د کاناډا د ټرانسپورت وزیر مارک ګارنیو پرون چهارشنبه وکړه، خو ویې‌ویل چې تر اوسه‌یې پلټونکو ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې د دغې بوینګ ۷۳۷ الوتکې د الوتنې او د کابین دننه ثبت شویو غږونو ته لاسرسی پیدا کړي. دغه الوتکه چې په تهران کې د امام خمیني له هوایي ډګره پورته شوې او اوکراین ته په لاره وه چې له الوتو څو دقیقې وروسته لږترلږه د ایران د یوه توغندي د لګېدو له امله نسکوره شوه. Читать дальше...


Музыкальные новости
Певец

Певец Прохор Шаляпин назвал Кадышеву и Бабкину самыми богатыми артистками России





Rss.plus
Сергей Собянин

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская




СМИ: Актрису Нину Гребешкову госпитализировали в Москве

Психологи фонда «Защитники Отечества» поучаствовали в форуме ментального благополучия

Сомелье Янина Мартынюк: в ресторанах будет больше российского вина

Вильфанд: заморозки сохранятся в Новосибирской области и Красноярском крае




ټرمپ له اردوغان سره پر ایران، سوریې او لیبیا غږېدلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټیلیفون له لارې د ایران، سوریې او لیبیا په اړه خبرې وکړې. په دې اړه په هغو بیانونو چې پرون چهارشنبه د دواړه ولسمشرانو ادارو خپاره کړي، نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي. په عین حال کې ټاکل شوې چې د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د ترکیې، روسیې، متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسې او ایټالیا د مشرانو کوربنه وي. د برلین په دې غونډه کې به چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم په‌کې ګډون وکړي، په لیبیا کې د وسله‌وال کړکېچ په اړه بحث وشي. Читать дальше...

روان کال له کندهاره ۱۶۷ زره ټنه سبزیجات پاکستان ته صادر شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکي وايي، د روان لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې له دې ولایت څخه پاکستان ته ۱ لکو ۶۷ زره ټنه سبزیجات صادر شوي. د دې خونې مرستیال انجینیر عبدالباقي د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، په دې صادر شويو سبزیجاتو کې پیاز، بادرنګ او ګلپي شامل دي. د ښاغلي عبدالباقي په خبره، د دې صادر شویو سبزیجاتو مجموعي قیمت ۲۱۳ میلیونه ډالره دی. د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال همدا شان وايي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د سبزیجاتو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

'راتلونکې اوونۍ کابل کې د ګازو بیې ټیټېږي'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، راتلونکې اوونۍ به په کابل ښار کې د ګازو قیمت د پام وړ راښکته شي. د دې خونې ویاند جان اقا نوید د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکو د نفتي توکو له یو شمېر سوداګرو سره په دې توافق رسېدلي چې د هرات او شمالي ولایتونو څخه یو شمېر د ګازو لوی ټانکرونه کابل ته انتقال کړي. د ښاغلي نوید په خبره، له یادو ولایتونو څخه د ګازو یو شمېر ټانکرونو د کابل په لوري حرکت کړی چې تر راتلونکې دوه درې ورځو پورې به کابل ته راورسېږي. Читать дальше...

د ټرمپ د استیضاح دوسیه د امریکا مشرانو جرګې ته وړاندې شوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا استازو جرګې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح دوسیه مشرانو جرګې ته وړاندې کړه. استازو جرګې چې ډیموکراتان په‌کې اکثریت دي، پرون د هغه پرېکړه‌لیک دوه مادې چې له مخې یې د مشرانو جرګه د ولسمشر ټرمپ د استیضاح محاکمه رسماً پیلوي، تصویب کړې. په دې توګه به ولسمشر ټرمپ د امریکا په تاریخ کې درېیم ولسمشر وي چې استیضاح کېږي. د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د دغه سند تر لاسلیک مخکې وویل چې ټرمپ په دې کې پاتې راغلی چې د امریکا د اساسي قانون مطابق خپله دنده سرته ورسوي او هغه په خپلو اقداماتو سره د دې هېواد ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی. Читать дальше...



Москва

Солнечные дети на сцене Кремля


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин объявил о начале работы хаба молодежного предпринимательства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Ольга Бузова

Бузова попыталась войти в "ту дверь": "Я всегда несу любовь и добро"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Первые тренировки нового сезона проекта «Спортивные выходные» прошли в Москве

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80


Ролан Гаррос

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России