Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Февраль
2020

Новости за 03.02.2020

‎ازادي ستو‌‌‌‌‌‌ډیو، د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

‎د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، طالبانو تر اوسه نه ده ثابته کړې چې تاوتریخوالی دې یې کم کړی وي. پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن دوهم ځل محکمې ته وړاندي شو. چین وايي امریکا د کورونا ویروس په مخنیوي کې د پام وړ مرسته نه ده کړې.

د انګورو د ساتنې خاورین لوښی

Pa.azadiradio.com 

د انګور د ساتلو ځانګړی خاورین لوښی کنګینه نومېږي او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې کارول کېږي. په دې لوښي کې د اوړي پرمهال انګور ساتل کېږي او په ژمي کې بیا پلور ته وړاندې کېږي. امېد نبي زاده پرې راپور جوړ کړی چې هیلۍ اسد یې وړاندې کوي:



بشر حقونو کمېسیون: غور کې د وروستۍ پېښې په اړه څېړنې پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د هغې ویډیو په اړه یې څېړنې پیل کړي چې ښيي په غور ولایت کې یوه ښځه سنګسار کېږي. د دې کمېسیون غړی او ویاند شکر الله مشکور وايي، تر اوسه لا دا معلومه نه ده چې دا ویډیو په غور ولایت کې د یوې ښځې د سنګسار له نوې پېښې شوې او که د وړاندې کومې ورته پېښې ده. د ښاغلي مشکور له قوله، دوی د دې پېښې د کره کولو لپاره یو ټیم ګمارلی چې معلومه کړي، څو دا ویډیو څومره کره ده. هغه زیاته کړه: "په دې اړه زموږ ټیم څېړنه کوي، ځکه دا په هغه سیمه کې شوې چې یو شمېر امنیتي... Читать дальше...

چارواکي: کونړ کې د داعش ۳ غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې د ملي اردو مسؤلین وايي، وټه‌پور ولسوالۍ کې يې څلورو داعش وسله‌والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.  په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان جنرال میرویس ساپي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه‌يې د وټه‌پور ولسوالۍ اړوند د مناګي برښنا بند سره په نږدې ساحو کې عملیات کړي چې په‌کې يې ۳ داعش پورې تړلي وسله‌وال وژلي او یو يې ټپي کړی دی. جنرال ساپی وايي، دغو وسله‌والو غوښتل چې د مناګي نوی جوړ شوی د برښنا سټېشن ویجاړ کړي. تر اوسه داعش "د اسلامې دولت وسله‌والې ډلې" په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ټیفا: ټاکنیزونو کمېسیونونو په ځلونو قوانین نقض کړي

Pa.azadiradio.com 

د رڼو انتخاباتو بنسټ ټيفا د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې پر انتخاباتي کمېسیونونو انتقاد وکړ چې په پرله پسې ډول یې انتخاباتي مهالویش، د انتخاباتو قانون، لوایح او طرزالعملونه نقض کړي دي.



د سیاسي ګوندونو همغږۍ شورا: د ملکي تلفاتو اصلي عاملین طالبان دي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د سیاسي ګوندونو د همغږۍ شورا د ملکي تلفاتو اصلي عاملین طالبان یادوي. دغې شورا د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۴» په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ ترڅنګ، د جګړې له ښکېلو خواو څخه د ملکي تلفاتو د مخنیوي غوښتنه وکړه. د دې شورا غړي مقصود حسن‌زاده وویل: "طالبان دي چې د ملکي تلفاتو کچه‌یې لوړه کړې، طالبان د ملکي خلکو له کورونو څخه د سپر په توګه کار اخلي، طالبان دي چې ملکي کسان وژني او دا طالبان دي چې پر ملکي کسانو بریدونه کوي."  ښاغلی حسن‌زاده... Читать дальше...

هند د چابهار بندر لپاره ځانکړې کړې بودجه دوه برابره کړه

Pa.azadiradio.com 

هند د چابهار بندر لپاره ځانکړې کړې بودجه د تېر کال په پرتله دوه برابره کړې ده. د هند چاپ پرېنټ خپرونې د معلوماتو پر بنسټ د هند بهرنیو چارو وزارت له لوري په اعلان شوې بودجه کې ۱۰۰ کروړه هندي روپۍ چې (۱۴ میلیونه او ۱۰ زره ډالر) کېږي د ایران د چابهار بندر د پراخوالي لپاره په پام کې نیول شوې دي. په ۲۰۱۹-۲۰۱۸ کال د هند دولت په بودجه کې د چابهار بندر مالي ملاتړ ونه‌شو، خو تېر کال دغه هېواد ۴۵۰ میلیونه هندي روپۍ د دغه پروژې لپاره ځانګړې کړې. له چین او پاکستان سره د اختلافاتو له امله هند پرېکړه وکړه... Читать дальше...

کابل کې نوې فابریکې پرانیستل شوې

Pa.azadiradio.com 

د زرغون صنعتي ښارګوټي مسؤلانو نن په کابل څو نوې جوړې شوې فابریکې پرانیستې. د دې ښارګوټي رئیس محسن امیري ازادي راډیو ته وویل، دا فابریکې به په بېلابېلو برخو کې فعالیت وکړي. هغه زیاته کړه: "نن ورځ څلور فابریکې په عملي ډول خپل کار پیلوي او دا فابریکې د برښنا د پایو جوړولو، د بطريو تېزابو او د خوراکي توکو د تولیداتو په برخه کې دي." دی زیاتوي، په زرغون صنعتي ښارګوټي کې نږدې ۱۵۰۰ فابریکې طرحه او ډیزاین شوي چې له ډلې یې ۳۰۰ هغو ته ځمکه وېشل شوې او ۲۵ په‌کې عملاً فعالې دي. ښاغلي اميري دا هم وویل... Читать дальше...

د کونړ د سید جمال‌الدین پوهنتون محصلینو لپاره لیلیه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ د سید جمال‌الدین افغان په پوهنتون کې د محصلینو لپاره په شپږو پوړونو کې د څه د پاسه ۱۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د لیليې ودانۍ جوړېږي. ​د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون چې د کونړ په مرکز اسعداباد کې موقعیت لري، ګڼ محصلین‌یې په کرایي خونو کې اوسېږي. د کونړ مرستیال والي ډاکتر ګل محمد بیدار د نوې جوړیدونکې ودانۍ د ځانګړتیاوو او پرې د کېدونکي لګښت په اړه د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د پوهنتون لیلیې چارې له ۵۰ سلنه زیاتې بشپړې شوي، د لیليې دننه به جومات او روغتیايي مرکز هم وي، د سپورټ لپاره... Читать дальше...

په لندن کې پر عامو خلکو بریدګر ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د لندن پولیسو پرون هغه بریدګر چې د چړو په ګوازونو یې درې کسان ژوبل کړي وو په ډزو وواژه. د یوه ژوبل شوي کس وضعه ښه نه‌ده. یوه عیني شاهد ویلي یو سړی یې ولیده چې غټه چاړه‌یې په لاس وه او په داسې حال کې تښتېده چې پولیسو پرې ډزې کولې. پرونۍ پېښه د ستریتهم په نوم د "یکشنبه بازار" په یوه ګڼ‌مېشتې سیمه کې شوې ده. د بریتانیا په ښارونو په تېره بیا لندن کې یو نیم وخت داسې پېښې کېږي او اکثر یې ترورېستي بلل کېږي. وروستی وار دوه میاشتې مخکي له زندانه تازه خلاص شوي تُندلاري کس دوه تنه د لندن برج په سیمه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Надежда Бабкина

Фестиваль-марафон под руководством Надежды Бабкиной пройдет на Псковщине





Rss.plus
#123ru.net

Артисты – они все особенные!




Турчак провёл первую рабочую встречу в должности врио главы Республики Алтай

Вентиляции отремонтировали в тысяче квартир Подмосковья с начала года

Академик Бокерия предложил поднять волну здоровья, которая никогда не закончится

«Эфко» вложила 1,3 млрд рублей в разработку сладкого белка и готовит выпуск мировой инновации




په سوریه کې هوايي بریدونو ۱۴ ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د سوریې په ادلب کې د بشار اسد د رژیم او روسیې په هوايي بریدونو کې ۱۴ ملکیان وژل شوي دي. ادلب د سوريې د حکومت د مخالفې ډلې وروستی مرکز دی. د سوریې د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډلې ویلي چې د سوریې د حکومت پوځیانو پرون د روسیې په ملاتړ په ادلب باندې د نورو ورځو په څېر پرون هم هوايي بریدونه وکړل. د دې ډلې په خبره پرون د ۱۴ وژل شویو له ډلې اته تنه د یوې کورنۍ غړي و چې د سوریې د حکومت د بېلري بمونو په برید کې وژل شوي. په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي. د راپورونو په اساس د دغو بریدونو په زیاتېدو سره زرګونه کسان له ادلبه تښتېدلي دي.

د تکواندو ۲ افغان لوبغاړو اماراتو کې د سپینو زرو مډالونه وګټل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو دوه لوبغاړو په عربي متحده اماراتو کې د سپينو زرو مډالونه وګټل. د تکواندو فدراسیون د مطبوعاتو مسؤل ذبیح‌الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړو پرون یکشنبه خپل سیالان مات کړل. هغه د افغان اتلو لوبغاړو نومونه او جزئیات ازادي راډیو ته داسې بیان کړل: "فرزاد منصوري په ۶۸ کیلوګرامه او محسن رضايي په ۵۸ کیلوګرامه وزنونو کې د متحده عربي اماراتو په فجیره اوپن کې تاریخ جوړ کړ، دوی دواړه وتوانېدل چې د څلورو سیالانو په ماتولو د سپینو زرو مډال ترلاسه کړي." د ښاغلي شهزاد په خبره... Читать дальше...

پاکستاني پولیس: له افغانستانه د وسله‌والو حمله کې ۷ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پولیس وايي پرون د خېبر پښتونخوا په باجوړ کې له افغانستانه د وسله‌والو په هاوان برید کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي. د خېبر پښتونخوا د پولیسو یوه مسؤل شهاب‌الدین اسوشیټډ پرس ته وویل چې په وژل شویو کسانو کې څلور ماشومان، دوه ښځې او یو سړی شامل دي.  باجوړ یو وخت د طالبانو مرکز بلل کېده. د پاکستان مخالفې وسله‌والې ډلې اکثره له افغانستانه د داسې بریدونو په ترسره کولو تورنېږي. افغان حکومت که څه هم تر اوسه د پاکستاني چارواکو د دې څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې ویلي و چې له... Читать дальше...

کابل کې امریکا سفارت د خلیل‌زاد وروستی سفر رغنده بولي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سفارت د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي  خلیل‌زاد وروستی سفر رغنده بللی دی. خلیل‌زاد شنبه او یکشنبه په کابل کې و. د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي خلیل‌زاد په دې سفر کې له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د سولې په تړاو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره سلا مشوره وکړه. د اعلامیې له مخې ښاغلي خلیل‌زاد په خپلو ټولو لیدنو کې د بین‌الافغاني خبرو لپاره د ټول‌شموله پلاوي په جوړولو ټینګار کړی دی. خلیل‌زاد وروستی وار د جنورۍ په ۲۰مه... Читать дальше...



Москва

"Святой Ленин" спасает мир и возглавляет "восстание ИИ машин... хороших по существу". 8 серия, СЕРЬЁЗНЫЕ НОВОСТИ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Нюша

Нюша рассказала, на что бы потратила легкие деньги




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Спортсменка Росгвардии установила рекорд в командном спринте на «Гран-при Санкт-Петербурга»

Первые тренировки нового сезона проекта «Спортивные выходные» прошли в Москве

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23


Анна Калинская

«Контракта на экипировку у меня до сих пор нет» // Теннисистка Анна Калинская о лучшем сезоне в своей карьере



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Глава "Рексофт" - в топ-100 отечественных ИТ-лидеров



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России