Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Февраль
2020

Новости за 10.02.2020

اترا: د سیمکارټونو د وېش ۳۷ شرکتونه جریمه شوي

Pa.azadiradio.com 

اترا یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وايي، په دې وروستیو کې یې ۳۷ هغه شرکتونه جریمه کړي چې له مخابراتي شرکتونو څخه‌یې سیمکارټونه په عام بازار کې پلورونکو ته لېږدول. د دې ادارې د کنټرول او څار رئیس سید عارف میر د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دې ترڅنګ دوی د سیمکارټونو په وېش باندې هم کنټرول زیات کړی دی. هغه زیاته کړه: "موږ په دې وروستیو کې په ټولو هغو سیمکارټونو څار جدي کړی چې افغانستان ته راوړل کېږي، تر هغه چې د اترا ادارې اجازه نه‌وي هېڅ سیمکارټ افغانستان ته نه‌شي داخلېدی او ترکومه... Читать дальше...



د تکواندو ملي لوبډلې ته د نثار احمد عبدالرحیم‌زي بېرته راتګ

Pa.azadiradio.com 

نثار احمد عبدالرحیم‌زی بېرته د تکواندو ملي لوبډلې ته راګرځي. د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي چې د برنزو د مډال ګټونکی نثار احمد عبدالرحیم‌زی چې نږدې پنځه میاشتې وړاندې د چارواکو د نه‌پاملرنې له امله د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې نه تللی و بېرته له لوبډلې سره یوځای کېږي. ښاغلی عبدالرحیم‌زی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د یوازني افغان لوبغاړي په توګه توانېدلی و چې د نړۍ د ځوانانو د تکواندو په سیالیو کې د برنزو مډال خپل کړي. دا د روح‌الله نېکپا له دوه مډالونو وروسته چې د المپیک د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲... Читать дальше...

د 'جګړې د سیوري لاندې د سکېټ زده‌کړه' فلم د اسکار جایزه ګټلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د 'جګړې د سیوري لاندې د سکېټ زده‌کړه' فلم د اسکار د ۲۰۲۰ کال جایزه وګټله. د افغانستان د المپیک ملي کمېټې غړي مجیب قاري‌زاده وویل چې دغه مستند فلم ته نن سهار د اسکار د ۲۰۲۰ میلادي کال معتبره جایزه ورکړل شوه. یوه اوونۍ وړاندې دغه فلم په بریتانیا کې د بفتا جایزه هم ګټلې وه. دغه مستند د بریتانیايي النا ادریچوا له‌خوا جوړ شوی دی. په دې فلم کې د هغه افغان نجونو ژوند انځور شوی چې په سکیستان کې درس وايي او دغه‌شان ترڅګ‌يې د سکېټ بورډ لوبه هم کوي.

بدمنټون څه ډول لوبه ده؟

Pa.azadiradio.com 

په دې خپرونه کې به واورئ چې د بدمنټون سیالي کله او چېرته راپیدا شوه او اوس‌مهال د نړۍ په څومره هېوادونو کې دود ده؟

ګارسوني روباټ

Pa.azadiradio.com 

کابل کې لومړنی "ګارسوني روباټ" د کابل په شهرنو کې ټایمز رسټورانټ له روباټ څخه د ګارسون په توګه استفاده کوي. د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي دغه رسټورانټ ته ورغلی او پرې راپور لري:

پوروړو شرکتونو ته د کانونو او پټرولیم وزارت خبرداری

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ د خپلو پوروړو شرکتونو نوملړ خپور کړ. د دې وزارت چارواکي وايي، هغه ۴۷ شرکتونه چې د کانونو وزارت څخه پوروړي دي که په ټاکلي وخت‌یې خپل پورونه پرې نه‌کړل، عدلي او قضايي بنسټونو ته به معرفي شي. د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی په تېر ۱۳۹۸ کال کې له پوروړو څخه شاوخوا ۲۳۳ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي. ښاغلي مطفي وايي، د پوروړو شرکتونو په نوملړ کې ساختماني، د کانونو د کېندنې، د شګې او جغل او یو شمېر نور شرکتونه شامل دي.



د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د هوايي دهلېز جوړېدو هڅې

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت له سریلانکا هېواد سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز د جوړېدو غوښتنه وکړه. د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د مالیې وزارت سرپرست، د سریلانکا هېواد له ولسمشر سره د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د مستقیم هوایي دهلېز پر جوړېدو چې هره اوونۍ به مسافر او سوداګریز توکي ولېږدوي، ټینګار وکړ. ښاغلي مسجدي زیاته کړه، د هوايي دهلېز تر جوړېدو وروسته به له دغه دهلېز تازه او وچه مېوه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او ځیني کاني کم پیدا خاورین توکي هغه هېواد ته صادر شي. Читать дальше...

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپلې پرېکړې ټاکنو کمېسیون ته وسپارلې

Pa.azadiradio.com 

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپلې پرېکړې ټاکنو کمېسیون ته وسپارلې. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ټاکنیزو شکایتونو له لوري د عملیاتي پلان د جوړولو په اړه پرېکړې ورسره شریکې شوې. د دغه کمېسیون ویاند ذبیح‌الله سادات نن ازادي راډيو ته وویل چې دوی به له دې وروسته کار کوي چې دغه پرېکړې تحلیل او تجزیه او بالاخره د هغو محلونو د رایو بیا شمېرنې ته عملیاتي پلان جوړ کړي چې پرې نیوکې دي. له دې سره پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه وایي چې دواړه کمېسیونونه دې باید په همغږۍ ژر تر ژره د دې بهیر د لاچټکتیا لپاره کار وکړي.

ارګ: د سولې خبرو راتلونکی ګام د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند عملي طرحې جوړول دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين تېره شپه ټویټ کړی او لیکلي چې د دغو خبرو اترو پر مهال د طالبانو په پلاوي کې ملا برادر، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خير الله خيرخواه او امير خان متقي شامل وو.

په چین کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۹۰۸ تنو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د چین چارواکي وايي، په دې هېواد د کې د کرونا ویروس له کبله د وژل شویو شمېر ۹۰۸ کسانو ته لوړ شو.  په چین کې د کرونا ویروس ډېری مثبتې پيښې په هوبای ایالت کې دي. ۹۱ کسان په دې ایالت کې په کرونا ویروس اخته شوي دي. دا هغه ځای دی چې لومړی ځل په ډسېمبر میاشت کې دا ویروس ولیدل شو. په ټوله نړۍ کې چې ډېری یې په چین کې دي،  ۴۰۱۷۱ مثبتې پيښې لیدل شوي. له چینه د باندې په ۲۴ هېوادونو کې درې سوه پېښې تائيد شوي. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په دغو کسانو کې یو مړ شوی دی. چین له انتقاد سره... Читать дальше...

دوحه کې د خلیل‌زاد، طالب پلاوي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر خبرې

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وايي تېر ماښام د دوى څو غړو د قطر د بهرنيو چارو له وزير او زلمي خليل‌زاد سره خبرې کړې دي. د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين تېره شپه په ټويټر کې ليکلي چې د طالبانو په هيئت کې ملا برادر، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خير الله خيرخواه او امير خان متقي شامل وو. شاهين ليکلي چې په دې کتنه کې د مذاکرو پر نتايجو او نورو اقداماتو بحث شوى دى، په دې اړه‌يې نور جزئيات نه‌دي ورکړي. زلمى خليل‌زاد چې د سولې په مذاکرو کې د امريکايي هيئت مشري کوي، د تېر ماښام د کتنې په اړه څه نه‌دي ويلي. Читать дальше...

د اذربایجان واکمن ګوند پارلماني ټاکنې ګټلي

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان د پارلماني ټاکنو لومړني نتایج ښيي چې د ولسمشر الهام علییف په مشرۍ واکمن ګوند اکثرې څوکۍ ګټلې دي. د یوه امریکايي شرکت له‌خوا د شوې وړاندوینې له مخې د علییف ګوند د اذربایجان د ۱۲۵ کسیزه پارلمان ۶۹ څوکۍ وګټلې. دغه ګوند تېرو ټاکنو کې ۶۵ څوکۍ ګټلې وې. د مساواتو په نوم د اپوزېسیون ګوند یوه پخواني مشر عیسی ګمبار د ازادي اروپا راډیو اذري څانګې ته وویل: "زموږ ارزونې دا دي چې هېڅ څه نه‌دي بدل شوي. د تش په نوم منحل شوي پارلمان غړي یو وارې بیا مقرر شوي دي." د اپوزېسیون یوازې یو کاندید اېرکین قادرلي پارلمان ته وتلی. Читать дальше...

ټایلند کې سلګونه کسانو د وروستۍ حملې قربانیانو ته دعا وکړه

Pa.azadiradio.com 

سلګونه کسان پرون د ټایلند په ناخون راتچاسیما ښار کې په هغه سیمه کې ټول او د دعا مراسم‌یې ونیول چېرته چې یوه ټایلندي سرتېري وړمه ورځ ۲۹ کسان په ډزو ووژل او څه باندې ۵۰ نور یې ټپیان کړل. دغه سرتېری په خلکو باندې تر ۱۷ ساعته ډزو وروسته د امنیتي ځواکونو له‌خوا ووژل شو. د ټایلند د روغتیا وزیر انوتین چارنویرا کول پرون وویل چې ۳۲ کلن بریدګر جاکراپانت توما د ناخون ښار په ۲۱ ترمینل کې ووژل شو. بریدګر د ځمکې پر سر دعوا درلوده او غصه و. بریدګر چې په خپل فېس‌بوک د ډزو صحنې خپرولې لومړی یې شنبه ماسپښين... Читать дальше...

ایران د ځمکې مدار ته د سټلایټ په استولو کې ناکام شو

Pa.azadiradio.com 

ایران پرون شپه د ځمکې مدار ته د ایران په لاس جوړ "ظفر" نومي سټلایټ په استولو کې ناکامه شو. د ایران دولتي ټلوېزیون دا خبر خپور کړی. د ایران دفاع وزارت د فضايي پروګرام ویاند احمد حسیني دولتي ټلوېزیون ته ویلي په سټلایټ سمبال راکټ ځکه د ځمکې مدار ته ونه‌رسېده چې لازم سرعت‌یې ونه‌موند. پرون شپه د امام خمیني له فضايي مرکزه چې د تهران جنوب ختیځ ۲۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی په ظفر نومي سټلایټ سمبال راکټ توغول شوی. دا له ۲۰۱۹ کال له پیله د ایران لږ تر لږه درېیمه ناکامه هڅه ده چې غواړي د ځمکې مدار ته سټلایت واستوي. Читать дальше...

بدخشان کې څه باندې یو لک ماشومان له پولیو واکسین محروم شوي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان سيمه‌ییز چارواکي وايي چې څه باندې یو لک ماشومان د سختو واورو د اورښت او د لارو د بندېدو په خاطر د ګوزڼ ضد یا پولیو له واکسینه محرومه شوي. د بدخشان د عامې روغتیا رئیس ډاکتر محمد نور خاوري ازادي راډیو ته وویل چې د پولیو واکسین په ۴ کلنۍ دوره کې د بدخشان له ۲۷ ولسوالیو یوازې په ۱۹ کې شاوخوا ۲ لکه ماشومان واکسین شول. هغه زیاته کړه: "دلیل‌یې چې ځینو ولسوالیو کې ماشومان واکسین شوي او په ځینو نورو کې پاتې دي یوازې او یوازې سړه هوا او د واورو ستونزه ده. ۲ لکه ماشومان مو واکسین کړل او هڅه کوو... Читать дальше...

له محمد محقق سره د ګڼ‌شمېر افغان سیاستوالو خواخوږي

Pa.azadiradio.com 

ګڼ‌شمېر افغان سیاستوالو د افغانستان د خلکو د وحدت اسلامي ګوند د مشر محمد محقق زوی باقر محقق د وژل کېدو په اړه له هغه سره خواخوږي ښودلې. باقر محقق پرون سهار وختي د خپل کشري ورور حسین محقق له‌خوا ووژل شو. محمد محقق د دې پېښې په اړه پرون رسنیو ته وویل: "د خدای رضا وه او زه راضي یم. باقي جان ښه هلک و، ښه ځلېده په سیاسي او فرهنګي برخو کې زما یو بل زوی و چې رواني تکلیف‌یې درلود د ده دا پرمختګ‌یې نه‌شو زغملی او بې‌چاره‌یې داسې وخت وویشت چې ویده و." د محقق بریدګر زوی حسین هم له څو نورو کسانو سره په... Читать дальше...

غني: د پراختیا لپاره محدودیتونه باید لیرې کړای شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د نړۍ په ۱۰م ښاري فوروم کې وویل چې باید د پراختیا لپاره محدودیتونه لیرې کړای شي. د نړۍ ۱۰م ښاري فوروم پرون د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د افغان ولسمشر اشرف غني، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد او د نړۍ د ځینو نورو مشرانو له‌خوا پرانیستل شو. افغان ولسمشر په خپله وینا کې وویل: "موږ چې په افغانستان کې مو ۴۰ کاله ناغوښتل شوی کړکېچ او تحمیلي جګړه زغملې خلاقانه ښاري ډيالوګ کوو. تېره میاشت ما شخصاً د کابل ښار د ۲۲ ناحیو او ۱۴ ولسوالیو له اوسېدونکو سره په دې اړه خبرې کړي. Читать дальше...



Москва

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин объявил о начале работы хаба молодежного предпринимательства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Metallica

Metallica выложили видео с концерта в Мюнхене, на котором был ливень с грозой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Спортсменка Росгвардии установила рекорд в командном спринте на «Гран-при Санкт-Петербурга»

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

Спортсмены из Росгвардии стали призерами соревнований по велоспорту в Москве


Анастасия Потапова

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Настроение

На утре.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России