Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Февраль
2020

Новости за 27.02.2020

شمالي مقدونیه کې د ۳۶ افغانانو په شمول ۴۰ نیول شوي کډوال یونان ته لېږل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د شمالي مقدونیې د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا کسان‌یې د پلازمېنې سکوپیې 'Skopje' د جنوب په نږدې ۹۰ کیلومترۍ کې په یوه لارۍ کې موندلي او د لارۍ ډرېور هم د انسانانو د قاچاق په تور نیول شوی دی.

افغان پلاوی قطر کې دی؛ 'د طالب بندیانو د خوشې کولو پرېکړه د ملي ګټو پر بنسټ ده'

Pa.azadiradio.com 

د دې وزارت ویاندې ناجیې انوري په یوه پیغام کې چې پرون‌یې پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی د جزئیاتو له څرګندونو پرته یوازې دومره لیکلي دي چې د طالب بندیانو خوشې کول به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

ازادي ستوډیو- د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

ارګ وايي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د رسمي خبرو تر پیل وروسته به د زندانیانو په اړه خبرې کیږي. سعودي عربستان نن د عمرې او سیل په هدف دغه هیواد ته د یو شمېر ورتلونکو بهرنیانو ویزې وځنډولې. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.



له یوټیوب څخه د پیسو ګټلو لارې

Pa.azadiradio.com 

د ګڼو افغان ځوانانو لپاره اوس یوټیوب په مالي منابعو بدل شوی او هره میاشت په سلګونه ډالر له دغې لارې ترلاسه کوي. فرید الله سعادت دا راپور چمتو کړی.

د کرونا وایروس خپرېدو په اړه د هراتیانو اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغه چې په هرات ښار کې د یوه کس په کرونا وایروس اخته کېدل تأیيد شول، دا ولایت په بېړني وضعیت کې دی. د ښار حمامونه او ښوونيز مرکزونه تړلي او همداراز د خلکو پر راغونډېدو بندیز لګېدلی. شاهپور صابر په دې راپور کې د هرات ښار وضعیت انځور کړی. غږ او اېډېټ: هیلۍ اسد

منصور کرونا نه‌دی!

Pa.azadiradio.com 

غور کې په کرونا وایروس مشکوک کس ولې له روغتون څخه تېښته وکړه؟



ایران کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۲۶ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې چارواکو وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هغه هېواد کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی. د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن د فبرورۍ په ۲۷مه، رسنیو ته وویل چې په ایران کې د کرونا وایروس ۲۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. کرونا وایروس په ډسمبر کې د چين په ووهان ښار کې خپور شو. له هغه راهیسې زرهاوو کسان په دې وایروس اخته شوي دي. له چینه بهر د کرونا وایروس له امله تر ټولو زیات وګړي په ایران کې مړه شوي دي. په ایران کې د کرونا وایروس لومړۍ پېښه د قُم په ښار کې ثبت شوه.

د سولې احتمالي توافق ته خوشبینۍ او اندیښنې

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د امریکا متحد ایالتونه له طالبانو سره داسې تړون لاسلیک کړي چې ورسره بین الافغاني خبرو ته لار پرانیستل شي او پایله یې په افغانستان کې سوله شي. خو دا توافق له خوشبینیو او اندیښنو سره مل دی. په دې راپور کې د دواړو لوریو نظر درسره شریکوو.

د بامیان تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره د جاپان مرسته

Pa.azadiradio.com 

د جاپان حکومت د بامیان د تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره ۳،۸ میلیونه ډالره مرسته کوي. ملګرو ملتونو په بامیان کې ځیني تاریخي اثار په هغو نړیوالو فرهنګي ارزښتونو کې شامل کړي چې د له‌منځه تللو یا ویجاړېدو تر خطر لاندې دي. د بامیان والي، محمد طاهر زهیر د ازادي راډیو خبریالې ته وویل چې د جاپان سفارت غواړي چې د بامیان تاریخي اثار له خطره ووځي. د بامیان والي وویل چې په هغه ولایت کې د تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره زیاته بودجه په‌کار وه او د افغانستان حکومت‌یې د ورکولو توان نه‌درلود.

کوسوو سره د مرستې په اړه د امریکا ژمنه

Pa.azadiradio.com 

لوړ رتبه امریکايي چارواکو د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي ته ډاډ ورکړی چې واشنګټن‌یې د هېواد د خپلواکۍ او د خاورې د بشپړتیا درناوی کوي او په دې برخه کې مرستې ته متعهد دي، خو له کوسوو غواړي چې د صربیا د مالونو پر وارداتو ۱۰۰ فیصده تعرفه لیرې کړي. هاشم تاچي په واشنګټن کې دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، له تاچي سره په کتنه کې وویل چې امریکا او کوسوو ګډو ارزښتونو ته متعهد دي. کوسوو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له صربیا خپلواکي اعلان کړه. واشنګټن له هغه راهیسې د کوسوو له کلکو ملاتړکوونکو دی.

د امریکا لوی درستیز: د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو ته مو پام دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز وایي، د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو ته‌یې پام دی او له دې ډلې سره د سولې د یوه تړون د لاسلیک کېدو پلوي کوي. جنرال مارک میلي چې پرون‌یې د امریکا د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې خبرې کولې، وویل دی په دې چې طالبان څومره وړتیا لري پوه دی، خو بیا هم ورسره د سولې د یوه تړون د لاسلیک کېدو ملاتړ کوي. خو جنرال میلي دا هم وویل چې دی به هېڅکله د دې ملاتړ ونه‌کړي چې ورسره استخباراتي معلومات شریک شي. تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره یوې هوکړې... Читать дальше...

شمالي مقدونیې او ګرجستان کې د کرونا وایروس پېښې ثبت شوې

Pa.azadiradio.com 

شمالي مقدونیې او ګرجستان پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، د کرونا وایروس د ثبت خبر ورکړ. د شمالي مقدونیې حکومت پرون وویل چې یوه ښځه چې يوه میاشت‌یې په ایټالیا کې تېره کړې په دې وایروس اخته پېژندل شوې ده. د اروپا د نورو هېوادونو په پرتله په ايټالیا کې ډېر خلک په کرونا وایروس اخته شوي دي. تر دې یوه ورځ وړاندې د کروېشیا حکومت وویل چې هلته هم یو وګړی په کرونا وایروس اخته پېژندل شوی دی. د ګرجستان حکومت هم پرون وویل چې یو وګړی چې له ایرانه ورستون شوی و په کرونا وایروس اخته پېژندل شوی دی. د ګرجستان حکومت... Читать дальше...

اوکراین له روسیې سره د کریمیا د جبري الحاق په اړه مراسم جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یو نوی فرمان لاسلیک کړ چې پر اساس به‌یې د فبرورۍ ۲۶مه نېټه، هغه ورځ چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې روسیې په زوره د کریمیا ټاپو وزمه له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه، په ځانګړو مراسمو یادېږي. د اوکراین د ولسمشر د فرمان له مخې د فبرورۍ ۲۶مه، د روسیې له‌خوا د کریمیا او سویستوپول د اشغال په وړاندې د اوکراین د خلکو د مقاومت ورځ بلل شوې ده. په هغه ورځ د کریمیا په مرکز سویستوپول کې د روسیې د لاسوهنې پر ضد تر ټولو لویه مظاهره وشوه. د روسیې دا کار د نړۍ ۱۰۰ هېوادونو غیر مشروع بللی دی. Читать дальше...

امریکا د کتائب حزب‌الله ډلې مشر یو نړیوال ترورېست ونوماوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو په عراق کې د ایران ملاتړې د کتائب حزب‌الله ډلې مشر د یوه نړیوال ترورېست په توګه ونوماوه. دغې ډلې په دې وروستیو کې په عراق کې دېره پر امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو د یو شمېر حملو مسؤلیت اخیستی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې متحده ایالات د دغې ډلې د وسله‌والې څانګې مشر احمد الحمیداوي د ځانګړو نړیوالو ترورېستانو په فهرست کې شامل کړ. د دغه اقدام له مخې په امریکا کې د هغه شتمني، که وي، کنګل کېږي او ورسره مالي راکړه ورکړه جرم ګڼل کېږي. د کتائب حزب‌الله ډله په ۲۰۰۹ م کال یوه ترورېستي ډله نومول شوې ده.

اوچا: ایران سره د افغانستان غربي ولایتونو تګ راتګ د اندېښنې وړ ده

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره "اوچا" وايي چې له ایران سره د غربي ولایتونو تګ راتګ په دې هېواد د کرونا وایروس د خپرېدو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده. د دې ادارې په خبرپاڼه کې چې پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، خپره شوې لیکل شوي چې په افغانستان کې یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو ۱۰ وګړي تر دې شک لاندې دي چې کرونا وایروس لري. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په افغانستان کې اوس‌مهال ۷۰۹ چپرکټونه په کرونا وایروس د اخته کسانو د قرنطین لپاره شته او د روغتیا نړیوال سازمان نږدې ۵ لکه خبرپاڼې خلکو ته د معلوماتو ورکولو لپاره چاپ کړې دي. Читать дальше...

ټرمپ: په کرونا د امریکایانو د اخته کېدو خطر ډېر لږ دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایي، پر کرونا وایروس د امریکایانو د اخته کېدو خطر ډېر لږ دی او هغه اقدامات چې حکومت کړي، په نړیواله کچه له دغه خپاره شوي وایروس څخه‌یې د امریکا له خوندي کولو سره مرسته کړې ده. ډونالد ټرمپ چې پرون‌یې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل چې امریکا د دغه وایروس په وړاندې د واکسین په جوړولو کې په چټکۍ پرمختګ کوي. هغه وویل، لومړیتوب‌یې د امریکایانو روغتیا او خوندیتوب دی. ټرمپ له هغو سیمو پر مسافرت د بندیزونو لګول د اساسي اقداماتو په توګه یاد کړل چې کرونا وایروس په‌کې خپور شوی دی. Читать дальше...


Музыкальные новости
Андрей Макаревич

Андрей Макаревич лишился бизнес-партнера





Rss.plus
Дарья Донцова

Олег Рой и Дарья Донцова высказались о необходимости масштабирования опыта Башкортостана в проведении книжных фестивалей




Сбой на красной ветке метро в Москве возник из-за технической неисправности

На станции метро «Спортивная» в Москве эвакуируют пассажиров

Дептранс Москвы раскрыл детали инцидента на станции метро "Спортивная"

Прогноз по грузопотоку по Северному морскому пути: 1,8 млрд т до 2035 года




سعودي عربستان د عمرې حج د ادا کوونکو په مخ پولې وتړلې

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان د کرونا وایروس د خپرېدو له وېرې مکې ته د عمرې حج د ادا کولو او په مدینه کې د اسلام د ستر پیغمبر جومات ته د ورتلو لپاره د زیارت کوونکو په مخ په موقت ډول خپلې پولې تړلې دي. د سعودي عربستان چارواکو دغه‌راز د هغو هېوادونو سیلانیان هم په موقت ډول خپلې خاورې ته له ننوتو منع کړي چې په‌کې د کرونا وایروس خپور شوی دی. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دغه اقدامات‌یې د خپلو وګړو، په دې هېواد کې د استوګنو او د ورتلونکو سیلانیانو د خوندیتوب لپاره کړي دي. سعودي عربستان په دې هېواد... Читать дальше...

پشتین: له قید او شرط پرته د پاکستان له حکومت سره خبرو ته تیار یو

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره د مبارزې مشر منظور پشتین وايي چې له قید او شرط پرته د پاکستان له حکومت سره خبرو ته تیار دي، خو په خبرو کې باید یوې پایلې ته د رسېدو نیت موجود وي. منظور پشتین پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت باید د پښتنو له یو موټي کېدو د وېرې پر ځای "د لر او بر یو افغان" ناره ومني. هغه زیاته کړه: "لر او بر یو افغان یو تاریخي حقیقت دی. د دې حقیقت انکار که پاکستان یا بل هر هېواد کوي بې‌بنیاده دی. لر او بر یو افغان یوه بنیادي ناره ده، دا د یوه نسل... Читать дальше...

هرات کې یوه فابریکه په ورځ کې ۶۰ زره طبي ماسکونه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات د صنعتي ښارګوټي یوه فابرکه په ورځ کې ۶۰ زره طبي ماسکونه جوړوي. د فابریکې یوه مسئول جاوېد شېرزاد پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، ازادي راډیو ته وویل چې په هرات کې د کرونا وایروس د یوې مثبتې پېښې تر ثبت وروسته د ماسکونو لپاره د خلکو تقاضا ډېره زیاته شوې ده. جاوېد شېرزاد وویل: "له کله راهیسې چې دلته وضعیت اضطراري شوی، د عامې روغتیا ریاست او نورو چارواکو په غوښتنه موږ د ماسکونو تولید پېل کړی دی. په ابتدا کې موږ غوښتل چې ماسکونه بهر ته د صادرولو لپاره جوړ کړو، خو اوس په کور تقاضا زیاته ده له دې امله... Читать дальше...

د افغانستان کرکټ بورډ پر محمد شهزاد لګېدلی بندیز لیرې کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پر وتلي غړي، محمد شهزاد لګېدلی بندیز لیرې کړ. د افغانستان کرکټ بورډ تېر دوبی اعلان وکړ چې محمد شهزاد د کرکټ بورډ له خبرتیا او اجازې پرته له افغانستانه بهر سفر او په لوبه کې ګډون کړی چې له اداري اصولو سرغړونه بلل کېږي او د یوه کال لپاره‌يې د کرکټ په سیالیو کې له ګډونه منع شوی دی. خو دې ادارې پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، پر ټویټر خبر ورکړ چې محمد شهزاد له بندیزونو خلاص شو. د افغانستان د کرکټ بورډ پر وېب‌پاڼه لیکل شوي چې محمد شهزاد تر تقریباً اوو میاشتو بندیز وروسته... Читать дальше...



Москва

Eurasianet: Азербайджан публично и цинично уничтожает армянское культурное и историческое наследие в Нагорном Карабахе


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более трех миллионов человек посетили фестиваль «Москва на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Песня

Песня под Ключ. Купить Песню под Ключ. Запись Песни под Ключ.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Больше всего работников с креативными идеями работает в ритейле и спорте

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей


Ролан Гаррос

Мирра Андреева вышла во второй круг Открытого чемпионата Франции



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Тиктокершу Фросю арестовали за перформанс с биотуалетом во «Вкусно и точка»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России