له افغانستان د وتلو لپاره د ناټو شرط
د ناټو عمومي منشي ، ینس ستولتنبرګ نن په کابل کې خبریالانوته وویل چې دا تړون به تر هغو چې ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان بیا د تروریستي ډلوپه بستر نه بدلېږي، له دې هېواده ونه وزي.
د ناټو عمومي منشي ، ینس ستولتنبرګ نن په کابل کې خبریالانوته وویل چې دا تړون به تر هغو چې ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان بیا د تروریستي ډلوپه بستر نه بدلېږي، له دې هېواده ونه وزي.
د طالبانو او امریکا ترمینځ د سولې موافقه د کب په لسمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوه. مهمه پوښتنه دا ده چې له دې وروسته به څه کېږي. احمدتکل د سولې له موافقې وروسته د بین الافغاني خبرو د څرنګوالی او د ښځو د حقونو پر اړوندو مسایلو د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند سهیل شاهین سره مرکه کړې
د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې د ټینګښت په اړه ګډه اعلامیه خپره شوه. د دې اعلامیې له مخې، له افغانستان څخه ټول امریکايي او ائتلافي ځواکونه د ۱۴ میاشتو په اوږدو کې وځي. ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د دې اعلامیې د خپرېدو موخه دا ده چې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته لار پرانیستل شي.
په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په شوې هوکړه کې په دې اړه څه ونهویل شول، خو د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي فکر نهکوي چې وسلهوال طالبان دې بیا تاوتریخوالی پیل کړي.
په بدخشان کې هغه پلار چې دوه زامنیې په دوه جبهو کې یو د بل پر وړاندې جنګېدل وایي هیله لري چې یوه تلپاتې سوله راشي. د دې سړي یو زوی په امنیتي ځواکونو او بل له وسلهوالو طالبانو سره دی. نور جزئیات د نعمت احمدي په راپور کې:
د دې ګډې اعلامیې په لومړنۍ برخه کې راغلي افغان حکومت پر خپلې دې ژمنې ټینګار کړی چې دا هېواد به له نړیوالو ترورېستي ډلو او یا افرادو سره همکاري نهکوي او نه به ورته اجازه ورکوي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، دوی د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک کېدونکې هوکړې له جزئیاتو خبر دي، خو د دې هوکړې له ځینو مواردو سره له تخنیکي پلوه موافق نهدي. ښاغلي محب چې د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې، د بېلګې په توګه په هوکړه کې د طالب لوري لهخوا د اسلامي امارت یادونې ته ګوته ونیوله. ښاغلی محب زیاتوي: "طالبان ادعا لري او په تړون کې یې هم خپل نوم د اسلامي امارت په توګه یاد کړی، که څه هم چې په قوس کې ورسره یاده شوې چې امریکا دا امارت په رسمیت نهپېژني،... Читать дальше...
ټاکل شوې نن د قطر په مرکز دوحه کې د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو په حضور کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي. په دې خبره افغانان خوښ دي، خو ځیني بیا اندېښنه لري وايي تر کومه چې بینالافغاني سوله ونهشي دې هوکړې ته خوشبین نهدي. هیلۍ اسد په دې اړه یو شمېر کابل ښاریان پوښتلي دي:
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د مسؤلانه وتلو غوښتونکي دي. قریشي دا خبرې نن په دوحه کې د روېټرز خبري اژانس ته کړي. نوموړي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ "افغانستان ته د سولې د راوستلو د تړون" د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون لپاره دوحه کې دی، نننۍ ورځ مهمه وبلله. ښاغلی قریشي زیاتوي: "دا له نږدې دوه لسیزو وروسته پېښېږي. هیله ده چې په افغانستان کې به د سولې او ثبات او د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره پرانیزي." د امریکا او طالبانو ترمنځ دا تړون ښايي په څو ساعتونو کې لاسلیک شي. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی څو دغلته د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ افغانستان ته د سولې د راوستو د تړون د لاسلیک مراسمو کې واوسي. د طالبانو او امریکا ترمنځ "افغانستان ته د سولې د راوستلو تړون" نن په دوحه کې لاسلیک کېږي. روېټرز خبري اژانس د طالب چارواکو په حواله ویلي چې د دوی ۳۱ کسیز هیئت هم دوحې ته رسېدلی دی. دوی دا نهدي ویلي چې دا هیئتیې له کومه ځایه دوحې ته تللی، خو د طالبانو ډېر مشران د پاکستان په کوټه او پېښور کې مېشت دي. همدارنګه د ملا عبدالغني... Читать дальше...
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر نن کابل ته ورسېده. چارواکي او څارونکي باور لري چې نوموړی به په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د تړون له لاسلیک مخکې کابل کې افغان حکومت ته د واشنګټن لهخوا د ملاتړ پر پخوانیو ژمنو د درېدو او دوام ډاډ ورکړي. ټاکل شوې اسپر په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري. تر اسپر مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کابل ته رسېدلی او دغلتهیې د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي. ښاغلي عبدالله پر خپل ټویټر لیکلي چې د ناټو له عمومي منشي یې د افغانستان... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، له طالبانو سره د بینالافغاني مذاکراتو لپاره پلاوی به ټولشموله وي. د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډيو ته وویل، په دې پلاوي کې چې د بینالافغاني مذاکراتو له پیل وړاندې به نهایي شي د افغان حکومت، سیاستوالو، مدني ټولنو، ښځو او رسنیو یو شمېر استازي پهکې شامل وي. ښاغلي صدیقي د پلاوي د تازه شمېر په اړه څه ونهویل، خو تر دې وړاندې په وار وار حکومت ویلي چې دا پلاوی به ۱۵ کسیز وي. د صدیقي نننۍ څرګندونې د نوموړي د هغو څرګندونو خلاف دي چې پرون خپرې شوې وې او... Читать дальше...
طالبانو خپلو جنګیالیو ته ویلي چې په دوحه کې د امریکا لوري سره د هوکړې تر لاسلیک پورې دې په افغانستان کې اورکم ته دوام ورکړي. په افغانستان کې د یوې اوونۍ اورکم وخت تېره شپه پای ته رسېدلی او تمه کېده چې بریدونه به بیا پیل شي. خو طالب ویاند ذبیحالله مجاهد له ازادي راډیو ته ویلي، طالبانو ته امر شوی چې د خلکو د خوښۍ په خاطر دې له هر ډول بریدونو ډډه وکړي. طالب ویاند که څه هم ویلي چې بهرنیو جنګي الوتکو د دوی په سیمو الوتنې پیل کړي چې یو څه پارونکي دي، خو هیلهیې ښودلې چې امریکايي لوری به په خپلو ژمنو ودرېږي. Читать дальше...
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کابل ته رسېدلی او دغلتهیې د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي. ښاغلي عبدالله پر خپل ټویټر لیکلي چې د ناټو له عمومي منشي یې د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه د دې تړون د ملاتړ د دوام له کبله مننه کړې او دواړو په افغانستان کې د تاوتریخوالي سولهییز هواري ته ژمنتیا په ډاګه کړې. ټاکل شوې چې نن به د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د افغان ولسمشر اشرف غني سره په یوه ګډه اعلامیه کې له افغان دولت سره د ناټو او امریکا پر پخوانیو ژمنو او هوکړو ټینګار وکړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې دغې هوکړې سولې ته د رسېدو لپاره هیلې زیاتې کړي، خو لاهم دا پوښتنه مطرح ده چې ایا د هوکړې لاسلیک کول د جګړې د پای ته رسېدو په معنی ده او که نه؟
پیامدهای هفتۀ کاهش خشونتها بر وضعیت گروههای مختلف در افغانستان محسوس بوده است.
د پاکستان په سند ایالت کې د اورګاډي او بس په ټکر کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي دي. د کراچۍ د رېل مسؤل طارق کلاچي پرون وویل چې دا پېښه د روهاري په سیمه کې چې د کراچۍ په شمال کې ۴۷۰ کیلومتره لیرې پرته ده، شوې ده. د اورګاډي دې مسؤل څرګنده کړه چې په دې پېښه کې لږترلږه ۵۰۰ تنه ټپیان شوي هم دي. ځیني ټپيان په بد وضعیت کې دي چې ښایي د مړو شمېر زیات شي. د پېښې ټول قربانیان هغه سورلۍ دي چې په سرویس کې سپاره و. رېل له کراچۍ لاهور ته روان و. په پاکستان کې د تېرو څو لسیزو... Читать дальше...
دغه سازمان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک ته په اشارې سره وايي، افغانستان بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې چې باید وساتل شي او مخهیې ډب نهشي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک کېدو د نېټې له رارسېدو سره، د چارو ځیني پوهان د افغانستان د سولې د پروسې په چټکتیا کې د ګاونډیو او په تېره د ایران او پاکستان نقش مهم ګڼي.
په دغه هېواد کې د ۱۹ کلنې جګړې په ترڅ کې له ۲۰۰۰ زیات امریکايي سرتېري ووژل شوو او بالاخره امریکايي چارواکي اړ شوو چې د افغانستان د ستونزې لپاره یوه سیاسي حللاره پیدا کړي.
ورځپاڼې همدارنګه نننۍ ورځ برخلیک ټاکونکې او تاریخې بللې او لیکلي، دا د افغان ولس د ژوندانه یو نوی او هیله بخښونکی پړاو دی چې بالاخره په افغانستان کې به دغه اوږده جګړه تر څلورو لسیزو وروسته پای ته ورسېږي.
د هندوستان یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې هېواد يې د سولې د بینالافغاني خبرو ملاتړ کوي او هیله لري چې په دې اړه روانې هڅې نتیجه ورکړي. د هندوستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هَرش ورن شرینګلا دا خبره د جمعې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په کابل کې د لیدو پر مهال وکړه. د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د خبرپاڼې له مخې، دغه هندي چارواکي همداراز ویلي چې نوې ډېلي به د افغان حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي او له دې هېواد سره د کرونا وایروس پر وړاندې د مبارزې په تخنیکي برخه کې همکارۍ ته چمتو دی. Читать дальше...
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره چې هر ډول موافقهلیک لاسلیک کېږي، مشروط به وي. محمد اشرف غني دا خبره پرون ماښام له یو شمېر والیانو سره د وېديويي کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال وکړه. د افغانستان د جمهوري ریاست په اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله راغلي چې دغه هېواد له طالبانو سره د خبرو په هره مرحله کې خپل شرطونه لري او که طالبان له جګړې لاس واخلي، شرطونه به تغيير وکړي. ولسمشر غني د دې خبرې جزئیات نهدي ورکړي. وسلهوالو طالبانو تر اوسه د مخامخ خبرو لپاره د افغان ولسمشر وړاندېز نهدی... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به په قطر کې له طالبانو سره د سولې د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي. دا موافقه نن په دوحه کې لاسلیک کېږي. ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، همداراز له افغان حکومت او طالبانو یې غوښتي چې د سولې له دې فرصته دې ګټه پورته کړي. اعلامیه زیاتوي: "که دوی خپلې ژمنې پوره کړي، موږ به په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره پياوړې لاره ومومو او خپل ځواکونه به کور ته راستانه کړو." د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости