Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Сентябрь
2020

Новости за 08.09.2020

ډيپلومات: هند د افغانستان راتلونکې په اړه اندېښنه لري

Pa.azadiradio.com 

ډيپلومات ډیپلومات خپرونې ایران ته د هند د دفاع وزیر د روانې اونۍ د سفر په اړه لیکنه خپره کړې ده. د خپرونې په باور، د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د شنبې په ورځ په تهران کې له خپل ایراني سیال سره د افغ په باور، د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د شنبې په ورځ په تهران کې له خپل ایراني سیال سره د افغانستان راتلونکې ته د نوي ډیلي د اندېښنو په اړه خبرې وکړې.   ډیپلومات لیکي چې د هند دفاع وزیر یوه ورځ وروسته تر دې لیدنې کتنې په ټویټر کې ولیکل چې د ایران له دفاع وزیر برید جنرال امیر حاتمي سره یې په تهران کې... Читать дальше...

سوتلانا تیخانوفسکایا د بلاروس په اړه د اروپایي شورا یوې غونډې ته وینا کوي

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس د اپوزېسیون مشره چې په لتوانیا کې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي، نن د اروپایي شورا یوې غونډې ته وینا کوي. دا به په بلاروس کې د اګسټ د نهمې نېټې د ټاکنو او تر هغه راوروسته وضعیت په اړه خبرې وکړي. سوتلانا تیخانوفسکایا یوه ورځ وروسته تر دې د اروپایي شورا غونډې ته وینا کوي چې د بلاروس د اپوزېسیون د اغېزمنو مشرانو له ډلې یوه تري تمه شوې ده. د اروپایي پارلمان رئیس ریک ډایمز به هم په نننۍ غونډه کې برخه واخلي. ده په وروستیو کې په بلاروس کې د یوه همه شموله سیاسي ملي پروسې غوښتنه کړې ده. بلاروس... Читать дальше...

د احمد شاه مسعود د وژل کېدو ۱۹م تلین

Pa.azadiradio.com 

د احمد شاه مسعود پلویانو نن دغه ورځ د کابل په سړکونو د موټرونو د کاروان په وسیله بدرګه کړه او یو شمېر نورو بیا د شهید اوونۍ په مناسبت د وینې بانک ته وینه ورکړه. د کابل د امنیه قوماندانۍ په وینا چې یو شمېر خلک‌یې په کابل ښار کې د ګډوډۍ د جوړولو په تور نیولي دي. لېمې هادي دا راپور جوړ کړی دی.



چارواکي: پکتیا کې د ۵ پاکستانیانو په ګډون اووه طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې په یوه برید کې د څو وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبره کوي. د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د دې ولايت د څمکنيو ولسوالۍ اړوند منګياړي سیمه کې پر افغان امنیتي ځواکونو برید وکړ. هغه زیاته کړه: "د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې د ۵ پاکستانيو ترهګرو په ګډون اووه وسله‌وال طالبان وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان دي." د ښاغلي منګل په وینا په برید کې افغان ځواکونو ته زیان نه‌دی اوښتی. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ويلي.

دفاع وزارت: هلمند کې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت د هلمند په نادعلي او نهرالسراج ولسوالیو کې وسله‌والو طالبانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي. دې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو ته دغه مرګ‌ژوبله افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوی پر پوستو د بریدونو د مخنیوي په عملیاتو کې اړولې ده. دفاع وزارت د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبره کوي او وایي چې په وژل شویو کې د طالبانو د سرې قطعې درې غړي هم شامل دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ایران په یزد کې سوځول شوي موټر کې یو افغان قرباني

Pa.azadiradio.com 

د ایران په یزد ولایت کې په سوځول شوي موټر کې یو افغان قرباني. هغه چې په روغتون کې یې هم په ورځو ورځو لاسونه په ولچکونو تړلي و. دا ۱۷کلن اکرم و چې اوس‌مهال د کابل په ګلدرې ولسوالۍ کې اوسېږي. هیلۍ اسد یې کور ته ورغلې او دا وېډیويي راپور یې پرې جوړ کړی دی.

خلیل‌زاد او د قطر مرستیال صدراعظم دوحه کې له طالب مشرانو سره ولیدل

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د طالبانو دفتر وایي چې پرون‌یې د کوربه هېواد له مرستیال صدراعظم او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو او د بندیانو د خلاصون پر پروسې خبرې وکړې. په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ رسنیو ته استولې ویل شوي چې د طالبانو مرستیال مشر او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر اخند، د مذاکراتي ټیم مشر مولوي عبدالحکیم حقاني او د دې ټیم درې نورو غړو مولوي عبد الکبير، ملا محمد شيرين اخند او ملا خيرالله خيرخواه په دې کتنه کې ګډون درلود. Читать дальше...

کابل کې یو شمېر کسان نن د امنیت د ګډوډولو په تور نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل امنیه قومانداني وايي، یو شمېر هغه کسان‌یې نیولي چې نن‌یې د دې ښار امنیت ګډوډ کړی و. امنیتي چارواکي وايي، یو شمېر نور هغه کسان‌یې هم تر څار لاندې دي چې د خلکو فزیکي او رواني امنیت‌یې ګواښلی دی. خو د کابل امنیه قوماندانۍ د نیول شویو کسانو کره شمېر نه‌دی روښانه کړی، مګر په هغه تصویرونو کې چې د کورنیو چارو وزارت له‌خوا رسنیو ته لېږل شوي، ښکاري چې د یو شمېر نیول شویو کسانو سره وسلې هم شته. په ورته وخت کې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د احمد شاه مسعو د وژل کېدو د ۱۹ تلین په مناسبت جوړو... Читать дальше...



د نړۍ د لوی تفریحي شرکت مشر: له کوره کار مثبته نتیجه نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ د یوه لوی تفریحي شرکت، نېټفلېکس مشر وایي، له کوره کار مثبتې نتیجې نه‌لري او پر کومو موضوعاتو چې بحث ته اړتیا وي له کوره خبرې پرې سخته کېږي. خو ریډ هیسټینګس دا خبره هم وکړه چې د ده ۸،۶۰۰ کارکوونکي به بیا هم تر هغو دفتر ته لاړ نه‌شي چې د کرونا ویروس واکسین‌یې نه‌وي شوی. د نېتفلېکس شرکت په ۱۹۹۷ کې په کالیفورنیا کې تأسیس شو. دا شرکت خپلو ګډون کوونکو ته بېلابېل فلمونه د پیسو په بدل کې د انټرنټ له لارې ورښکاره کوي. په ۲۰۱۳ کال کې د دې شرکت هڅې پراخې شوې او د خپلو فلمونو جوړېدو ته‌یې ملا وتړله. Читать дальше...

د کرکټ شپږیزې لیګ: د کابل بازان ټیم مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د شپږیزې لیګ په درېیمه ورځ نن د کابل بازانو ټیم د مس عینک اتلانو ټیم ته ماتې ورکړه. پچه د کابل بازانو وګټله او مس عینک ته‌یې د بېټنګ بلنه ورکړه. مس عینک په ۲۰ اوورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳منډې وکړې. خو د کابل بازانو ټیم وکولای شوای چې په ۱۹ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف ترلاسه کړي. نن د غوره لوبغاړي جایزه نورعلي ځدراڼ ته ورکړ شوه. نن بله لوبه د بست ساتونکو او بند امیرښاماران ترمنځ وي. د شپږیزې لیګ سږکال اووم کال دی او ټاکل شوې چې د دې لیګ سیالۍ اته ورځې نورې هم دوام وکړي.

هند او چین یو بل په لانجمنه پوله په بې‌پروا پوځي اقداماتو تورن کړل

Pa.azadiradio.com 

د راپورونو له مخې هند او چین د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لانجمنې پولې پرتو ځواکونو نن د خبرداري ډزې کړې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت هندي ځواکونه تورن کړل چې په غیر قانوني توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کنټرول له کرښې اوښتي او په قصدي توګه‌یې د خبرداري ډزې کړې دي. تر اوسه د احمتالي تلفاتو راپورونه نه‌دي ورکړل شوي. هندي چارواکو بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې چینایي ځواکونو په سیمه کې د یوې لیرې پرتې پوځي پوستې د محاصره کولو او د خبرداري ډزو د کولو په هڅې سره یو ډېر پاروونکی اقدام کړی دی. Читать дальше...

طالبان: لا مو ۱۰۰ بندیان نه‌دي خلاص شوي او تر ازادېدو به‌یې مذاکرات پیل نه‌شي

Pa.azadiradio.com 

د طالب بندیانو د ازادۍ په اړه د افغان حکومت او طالبانو ضد او نقیضې څرګندونې. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو د پیل په درشل کې، د دې ډلې ویاند ویلي، تر اوسه د دوی ۱۰۰ بندیان له بنده نه‌دي خلاص شوي او تر هغه چې دا بندیان ازاد نه‌شي، مذاکرات به پیل نه‌کړي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي، تر اوسه د دوی د بندیانو پروسه وروستۍ شوې نه‌ده او هر کله چې دا بهیر بشپړ شي، دوی به له افغان پلاوي سره مذاکرات پیل کړي. نعیم وردک ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي،... Читать дальше...

صالح: د سولې مذاکرات د طالبانو غوښتنو او ارزښتونو ته د تسلیمېدو په معنی نه‌دي

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان باید په دې پوه شي چې د سولې مذاکرات د دوی غوښتنو او ارزښتونو ته د تسلیمېدو په معنی نه‌دي. د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، افغانان غواړي له خپل دښمن سره په سوله کې ژوند وکړي، خو داسې سوله چې د خلکو قربانۍ په‌کې کم‌رنګه نه‌شي. ښاغلي صالح چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۱۸» د شهید اوونۍ د پیل او د احمد شاه مسعود د وژل کېدو د ۱۹ تلین په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته خبرې کولې وویل، طالبان باید په دې پوه شي چې جمهوریت د ټولو افغانانو غوښتنه ده. Читать дальше...

ترکیې د جمال خاشقچي په اړه د عربستان محکمې پرېکړه نیمګړې بللې

Pa.azadiradio.com 

ترکیې د سعودي عربستان د هغې محکمې پرېکړه نیمګړې بللې چې د سعودي پخواني خبریال جمال خاشقجي په وژلو تورن کسان‌یې له اوو نه تر ۲۰ کلونو پورې په بند محکوم کړي دي. د ترکیې د ولسمشر ویاند فحریتین التون په یوه ټویټ کې لیکلي چې د سعودي عربستان د محکمې دغه پرېکړه نه د ترکیې او نه هم د نړیوالې ټولنې غوښتنې پر ځای کوي. د سعودي محکمې اته کسان د خاشقجي په قتل کې په لاس درلودو تورن وپېژندل. د سعودي عربستان ابتدايي محکمې تېر کال پنځه تورن کسان په اعدام محکوم کړي وو، خو وروسته له هغې چې د خاشقجي کورنۍ هغوی وبخښل محکمې يې پر سزا بیا غور وکړ. Читать дальше...

مومند اېجنسۍ کې د کان ښویېدو له کبله د مړو شمېر ۱۸ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د قبایلي سیمې په مومندو ایجنسۍ کې د مرمر ډبرو د نسکور شوي کان د مړو شمېر ۱۸ ته ورسېد. دا پېښه ډیورند کرښې ته نږدې په مومندو اېجنسي کې پرون هغه مهال رامنځته شوه چې شااوخوا ۳۰ کان کېندونکو ډبرې لاریو ته پورته کولې چې لویه ډبره پرې راوښویېده. د سیمې یوه اوسېدونکې فاتح ګل د پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "شااوخوا پنځه بجې وې، موږ هم په کارونو بوخت و، خو کله چې د غره شور مو واورېد، یوازې دوړې لیدل کېدې. ځای پر ځای کېناستو او کله چې دوړه خپره شوه د پېښې ځای ته ور روان شوو، خو ژر هم ځکه نه‌شوو ور... Читать дальше...

اروپايي ټولنه: د بلاروس رژیم دې ټول سیاسي بندیان خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر د بلاروس له رژیم څخه د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې. جوزف بورېل پرون وویل، اروپايي ټولنه په بلاروس کې په غیر قانوني ډول د سیاسي مخالفینو نیول غندي او غواړي چارواکي ټول هغه کسان خوشې کړي چې د اګسټ د نهمې له لانجمنو انتخاباتو مخکې او وروسته توقیف شوي دي.

د بلاروس د اپوزېسیون مشره د اروپايي شورا پارلماني اسامبلې ته وینا کوي

Pa.azadiradio.com 

په پام کې ده د بلاروس د اپوزېسیون مشره سویتلانا تیخانوفسکایا نن د اروپايي شورا پارلماني اسامبلې ته وینا وکړي. له دې یوه ورځ مخکې د اپوزېسیون یوه مخکښه او مخوره مشره د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې ترۍ تمه شوه. تیخانوفسکایا چې اوس‌مهال په لتوانیا کې په تبعید کې اوسېږي، په بلاروس کې د اګسټ د نهمې له انتخاباتو د وروسته حالت په اړه په یوه بحث کې ګډون کوي. د اروپايي شورا د پارلماني اسامبلې مشر پېک دایمز په بلاروس کې د ټولو په ګډون د یوې سیاسي پروسې د جوړېدو غوښتنه کړې. د دې وړاندیز هدف دا دی چې... Читать дальше...

هنګري لپاره د ازادي راډیو خپرونې نن بیا پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د هنګري لپاره د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خپرونې چې د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته بندې شوې وې نن د سپټمبر په اتمه یو ځل بیا پیل شوې. دا پرېکړه په هنګري کې پر رسنیو د محدودیتونو له لګېدو وروسته وشوه. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو سرپرسته مشره دیزې شیندلر وايي، دا راډيو ژمنه ده چې د هنګري ملي ګټو ته پام سره به خپرونې کوي او هغه مسایل به خپروي چې د دې هېواد د خلکو لپاره مهم دي. ازادي راډیو د هنګري د څانګې جوړېدل تېر کال منی اعلان کړل ځکه وروستۍ څېړنې ښيي چې د هنګري حکومت تقریباً ټولې رسنۍ په... Читать дальше...

نن مس عینک اتلان-کابل بازان او د بند امیر ښاماران-بست ساتونکي لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د شپږیزې د لیګ په درېیمه ورځ نن څلورمه لوبه د مس عینک اتلانو او د کابل بازانو د لوبډلو ترمنځ روانه ده. پچه د کابل بازانو وګټله او مس عینک ته‌یې د بېټنګ بلنه ورکړه. مس عینک په ۲۰ اوورونو کې ۱۶۳ منډې وکړې او شپږ لوبغاړي یې وسوځېدل. نن به دوهمه لوبه د بند امیر د ښامارانو او د بست د ساتونکو د لوبډلو ترمنځ وي. په پرونیو دوو سیالیو کې د سپین غر بازانو د امو نهنګانو ته او د بست ساتونکو د کابل بازانو ته ماتې ورکړه، خو لومړۍ لوبه مس عینک د بند امیر له ښامارانو وګټله. د شپږیزې د لیګ سږ کال اووم... Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

Звездная пара Джиган и Оксана Самойлова примут участие в шоу «Выжить в Дубае»





Rss.plus
#123ru.net

Сотрудники Росгвардии задержали устроившего стрельбу с балкона мужчину в Подмосковье 




Сбой на Сокольнической линии произошел из-за небольшой технической неисправности

Четыре музея проведут мастерские на фестивале «Архстояние детское» под Калугой

СК арестовал обвиняемого в убийстве работницы трапезной в Сергиевом Посаде

В Серпухове расширят производство полиэтиленовой упаковки




عبدالله عبدالله: ژر به مو مرکچي پلاوی قطر ته ولاړ شي

Pa.azadiradio.com 

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، ډېر ژر به د دوی مرکچي پلاوی قطر ته ولاړ شي. عبدالله عبدالله چې نن‌یې په کابل کې د احمد شاه مسعود په یاد جوړ شوي څلي ته د ګلو ګېډۍ له اېښودو وروسته رسنیو سره خبرې کولې وویل، دوی مذاکراتو ته چمتو دي. ښاغلي عبدالله که څه هم قطر ته د مرکچي پلاوي د سفر کره نېټه ونه‌ښوده، خو زیاته‌یې کړه، دا ورځ ډېره رانږدې ده چې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي. هغه زیاته کړه: "نن ورځ خو د شهید ورځ ده، زموږ خبرې په همدې ورځ ممترکزې دي، خو زه یقین لرم چې دا کار... Читать дальше...

د سواد نړیواله ورځ؛ 'افغانستان کې ۴۸ فیصده خلک با سواده دي'

Pa.azadiradio.com 

د سپټمبر اتمه د سواد نړېواله ورځ. د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د دې وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په ټول هېواد کې ۴۸ فیصده خلک با سواده دي چې ډېری یې نارینه دي، په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۲۰۰۱ میلادي کال کې ۱۸ فیصده و. د دې وزارت چارواکي وايي، د افغانستان د پوهنې وزارت هدف په ۲۰۳۰ کال کې ۷۰ فیصده د سواد د کچې لوړول دي. د یاد وزارت ویانده نوریه نزهت وايي: "زموږ هدف دا دی چې د هېوادوالو د سواد کچه لوړه کړو، په ځانګړي ډول د مېرمنو چې په تېره کې یې د ډېرو ستونزو له کبله د سواد زده‌کړې ونه‌کړې،... Читать дальше...

بلومبرګ: افغانستان ته د پاکستان صادرات ۴۰ فیصده کم شوي

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین د بریتانیا انلاین خپرونې مېل انلاین په خپله یوه تازه ګڼه کې پر دې موضوع لیکنه خپره کړې چې "د افغانستان حکومت به د افغانانو په خپلمنځي مذاکرو کې د اوربند پر موضوع ټینګار وکړي." یوې سرچینې خپرونې ته ویلي چې دغه مذاکرې ښايي د اوږدې مودې لپاره وغځېږي. تر اوسه په قطر کې د کېدونکو بین‌الافغاني مذاکرو لپاره کومه مشخصه نېټه نه‌ده ټاکل شوې او دواړو لورو داسې اشارې ورکړي چې ښايي ژر پیل شي. د خپرونې په حواله، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د حکومت مذاکره کوونکی ټیم به په هېواد کې د دایمي اوربند پر ټینګېدو ټینګار وکړي.

ایا د جګړې زیاتوالی د سولې پروسې مخې ته خنډونه زیاتولای شي؟

Pa.azadiradio.com 

د سولې مذاکراتو د پيل لپاره د هڅو له زیاتېدو سره په افغانستان کې جګړه هم زیاته شوې ده. افغان ځواکونه او طالبان دواړه لوري ادعا کوي چې د جګړې په ډګر کې يې یو بل ته درانه تلفات اړولي دي. ملالۍ بشير په کابل کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې له رئیسې اورځلا اشرف نعمت سره مرکه کړې او په سر کې يې پوښتلي چې ایا د جګړې زیاتوالی د سولې د پروسې مخې ته خنډونه زیاتولای شي؟ د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

د جمال خاشقجي په وژلو تورن کسان له ۷ تر ۲۰ کلونو په بند محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان یوې محکمې د دې هېواد د خبریال جمال خاشقجي په وژلو تورن کسان له ۷ تر ۲۰ کلونو په بند محکوم کړل. محکمې اته کسان د خاشقجي په قتل کې په لاس درلودو تورن وپېژندل. د سعودي عربستان ابتدايي محکمې تېر کال پنځه تورن کسان په اعدام محکوم کړي وو، خو وروسته د جمال خاشقجي کورنۍ هغوی وبخښل او محکمې يې په اړه بیا غور وکړ. د تورنو کسانو نومونه په رسمي توګه نه‌دي افشا شوي. جمال خاشقجي د سعودي د رژیم او د دې هېواد د ولیعهد محمد بن سلمان منتقد وو. دی د ۲۰۱۸م کال د اکټوبر په دوهمه نېټه د ځينو اسنادو... Читать дальше...

د بلاروس د رژیم مخالفان: د ورکې شوې نیکافا په اړه هېڅ معلومات نه‌لرو

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د رژیم مخالفان وايي چې په مېنسک کې د دوی د ورکې شوې همکارې په اړه‌یې هېڅ معلومات نه‌دي ترلاسه کړي. یوې خپلواکې رسنۍ د شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په اوومه نېټه مول وهلو کسانو په مېنسک ښار کې د بلاروس د رژيم د مخالفانو د هماهنګۍ شورا یوه غړې ماریا کالیس نیکافا یوه موټر ته واچوله او موټر له هغه ځایه وتښتېد. د بلاروس د کورنیو چارو وزارت او د دې هېواد د تحقیق کمېټه وايي چې د دې ښځې په اړه هېڅ معلومات نه‌لري. د بلاروس د رژيم یوه بله... Читать дальше...



Москва

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин посетил фестиваль «Москва — на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

POMPEYA и O! МАРГО выступят на фестивале «НЕБО»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Бизнес-тренер Азат Байбурин "заработал" 500 млн рублей и сел

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи


Ролан Гаррос

Арина Соболенко повторила уникальное достижение Азаренко на турнирах «Большого шлема»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

СМИ: Актер Дмитрий Липинский умер в 34 года



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России