عبدالله عبدالله: هیله لرم د قطر مذاکرات پایله ورکړي
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر د پاکستان مشرانو جرګې له مشر سره په کتنه کې وویل، تمه لري چې په قطر کې روانې مذاکرې یوه پایله ورکړي او په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي. عبدالله عبدالله چې پرون په درې ورځني سفر پاکستان ته لاړ نن له صدراعظم عمران خان او د مشرانو جرګې له مشر صادق سنجنراني سره وکتل. ښاغلي عبدالله تر دې مخکې په اسلام اباد کې د پاکستان د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز ته په وینا کې وویل: "موږ په خپل هېواد کې د تروریزم موجودیت نه غواړو، نورو اشخاصو ته هم اجازه نه ورکوو چې... Читать дальше...