شپږیزه لیګ؛ د نن لوبې د بند امیر ښامارانو او د مس عینک اتلانو وګټلې
په کابل کې د کرکټ د شپږیزه لیګ په سیالیو کې نن (د سپټمبر ۹مه) د سهار په نهه نیمو بجو د امو نهنګان له بند امیر ښامارانو او د مس عینک اتلانو له سپین غر زمریانو سره مخامخ شول. لوبه په ۷ وېکټونو د بند امیر ښارمارانو وګټله. د شپږیزې کرکټ په روان لیګ کې دا د بند امیر ښارمارانو دوهم بری دی. د مس عینک اتلانو نن پچه وګټله او د توپ وهلو (بالېنګ) پرېکړهیې وکړه. د مس عینک اتلانو هم نن د سپین غر زمریانو ته په ۵۸ منډو ماته ورکړه. په کابل کې د شپږیزي لیګ د اووم دور سیالۍ د یکشنبې په ورځ پیل شوې. د دې لړۍ پایلوبه د سپټمبر په ۱۶مه ده.