ایران ته د ټرمپ خبرداری: د برید ځواب به مو زر چنده وي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د ایران لهخوا هر ډول برید به له ډېر ستر غبرګون سره مخ شي. نوموړي دا خبره د هغو خبري راپورونو غبرګون کې کړې چې وايي، ایران د خپل وژل شوي جنرال قاسم سلیماني د غچ لپاره د یوې امریکايي ډیپلوماتې د وژلو پلان جوړ کړی و. ټرمپ پرون ناوخته پر خپل ټویټر ولیکل "د ایران لهخوا د امریکا پر ضد په هره بڼه هر ډول برید به پر ایران له داسې برید سره مخ شي چې په ستروالي کې به زر چنده وي." د ایران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني د جنورۍ په میاشت کې بغداد ته نږدې د امریکا د ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو. Читать дальше...