ایران په عراق کې وسله والو ته د بالستیک توغنديو سپارل ردوي
ایران د روېټرز خبري اژانس هغه راپور رد کړ چې ګنې دې هېواد په عراق کې خپلو متحدو شیعه وسله والو ته بالستیک توغندي سپارلي دي.
د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی بهرام قاسمي پرون وویل چې دا ډول دروغي او بې معنی خبر له دې پرته چې د ایران بهرنۍ اړیکې په تېره بیا له ګاونډیانو سره اغېزمنې کړي، بل مقصد نه لري.
روېټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ د درېیو ایراني چارواکو او همداراز د یوې عراقۍ او دوو لوېدیځو استخباراتي سرچینو په قول وویل چې ایران خپل لنډ واټنه بالستیک توغندي په وروستیو میاشتو کې په عراق کې خپلو متحدانو ته لېږلي دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې ایران په عراق کې له خپلو متحدانو سره د دې ډول توغندو په جوړولو کې مرسته هم کوي.