وال سټريټ ژورنال: مافیا چې افغانستان تهديدوي
د دې راپور په لومړي سر کې راغلي، په راتلونکو اوو مياشتو کې په افغانستان کې دوه انتخابات کيږي.
د دې راپور په لومړي سر کې راغلي، په راتلونکو اوو مياشتو کې په افغانستان کې دوه انتخابات کيږي.
خبريال عمر چيمه زياته کړه چې د پاکستان موجوده حکومت له نورو هېوادونو څخه د امداد پرځای سرمايه کاري غواړي.
د امريکا دفاع وزارت په روانه اونۍ کې په يوه رپوټ کې د دفاع وزير او د ځواکونو ګډ مشر له لوري د ملګرو هېوادونو سفرونو، چې په کې پاکستان هم شامل ول، خلاصه وړاندې کړې ده. په دې کې ويل شوی چې د دې سفرونو مقصد اېتلافونه جوړول او پرځای ساتل وو.
په افغانستان او یو شمېر نورو هیوادونو کې خلکو نن د عاشورا د مراسمو پر مهال سخت امنيتي تدابير نيولي دي. د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای این د پنجشنبې په ورځ شمالي کوريا ته خپل درې ورځنی سفر پای ته ورساوه. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.
په کلا سیف الله او نورو پښتني سیمو کې د لېوېز سرتېرو د پرلپسي هدفي وژنو پرضد نن په دغه ښارګوټي او لورلايي کې هړتال، پیه جام او احتجاجي ولسي غونډه وشوه. مظاهرې ته د پښتونخواملي عوامي ګوند سېنېټر محمد عثمان کاکړ، دعوامي نېشنل ګوند صوبايي صدر اصغر خان اڅکزي او د پښتون قامي جرګې مشر نواب ایاز جوګېزي ویناګانې وکړې. نور په دې ویډیو راپور کې
په پېښور کې د محرم نهمې او لسمې لوی جلوس د صدر بازار د حسينيه امام بارګاه کې پیل شوی چې په کې ګنو شیعه ګانو برخه اخېستې دی. په ۶۸۰م عيسوي کال کې د يزيد پوځ د اسلام د پېغمبر لمسې او د هغې د کورنۍ نور غړي شهيدان کړل د دې ورځې په مناسبت شيعه ګانو هر کال د محرمو په لومړو لسو ورځو کې دغه وژنو وير کوي. په دې اړه دا ویډیویي رپورټ وګورئ.
شمالي افغان وايي، غزل يې خوښېږي او غواړي د يوه غزلبول سندرغاړي په توګه نوم وګټي.
د اوکراین ولسمشر، پترو پروشنکو خبرداری ورکړ او ویېویل چې پر روسیه د نړیوالو بندیزونو د نرمېدو خطر موجود دی. ولسمشر پروشنکو نن پنجشنبه د سپټمبر۲۰مه، د خپل پارلمان د کورني او بهرني سیاست کمېټې ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې که روسیه د کریمیا ټاپو وزمه بېرته ورته ونهسپاري، پر روسیې د نړیوالو په بندیزونو کې نرمښت به د نړیوال قانون د ماتې معنی ولري. روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په زور د کریمیا ټاپو وزمه له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه. له هغه راهیسې د اوکراین د حکومتي ځواکونو او د روسیې... Читать дальше...
په جرمني کې د امریکا سفیر رېچرد ګرېنل وویل چې د جرمني موټرو فولکس واګن «Volkswagen» کمپنۍ موافقه کړې چې د امریکا له بندیزونو سره سم، په ایران کې د خپل فعالیت لویه برخه وځنډوي. رېچرد ګرېنل پرون، چهارشنبه د سپټمبر ۱۹مه بلومبرګ نیوز ته وویل: "موږ له دې پرېکړې خوشحال یو ځکه ایران خپلې اقتصادي منابع په ټوله نړۍ کې د تشدد او بېثباتۍ د زیاتولو لپاره لګوي او له خپلو خلکو یې سپموي." په جرمني کې د امریکا سفیر بلومبرګ ته وویل چې امریکایي چارواکو او د فولکس واګن کمپنۍ تر تقریباً دوو اوونیو مذاکرو وروسته، د تېرې سې شنبې په ورځ دا موافقه وکړه. Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري فعالیتونو د هماهنګۍ اداره وايي چې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د وچکالۍ له امله د بېځایه شویو وګړو شمېر ۲۵۰ زره کسانو ته رسېدلی دی. د ملګرو ملتونو د دې ادارې په یوه بیان کې چې نن پنجشنبه د سپټمبر ۲۰مه خپور شو وویل چې یو لک او ۲۰ زره کسان تازه د بادغیس له کلیوالي سیمو مرکز قلعه نو ته کډه شوي دي. په بیان کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو په بادغیس او هرات کې یو لک او ۹۰ زره کسانو ته د څښاک باکې اوبه رسولې دي. خو دا اداره وايي چې په بادغیس... Читать дальше...
د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د عاشورا ورځ د جدي امنیتي تدابیرو په نیولو سره ونمانځل شوه. خو د نورو ولایتونو په پرتله کابل ښار د کلکو امنیتي تدابیرو شاهد و. ابراهیم صافی په همدې هکله ویډیویي راپور لري.
د پېښور د ترهګرۍ د مخنیوي پولیسو مشر اېس اېس پي سجاد خان وايي، د ترهګرۍ د تمویل په اړه یې تر اوسه ۸۰ پرچې دایرې کړې دي او ۱۲۲ کسان یې نیولي چې په اړه یې عدالت د دوو کسانو
د پاکستان نوی صدراعظم عمران خان له هند سره د خبرو اترو په هڅو کې دی. دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ...
د خېبر قبایلي ضلعې په لواړګي جرګه هال کې د ایس نشې پرضد یوه قومي جرګه وشوه چې د خېبر انتظامي چارواکو، قومي مشرانو او ځوانانو پکې ګډون وکړ او په خپلو وینا ګانو کې یې د دې د مخنیوي غوښتنه وکړه. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پخوانۍ فاټا سیمې چې اوس د خېبر پښتونخوا په ضلعو اړول شوې دي، ولس یې له نوي انتظامي جوړښته زښته زیات سر ټکوي. دوی ګیله کوي چې د دوی د سیمو لپاره پرمختيايي پیسې تش تر اعلانونو پورې پاته دي د ځمکې پرمخ یې هېڅ څلی او کاڼی نه ترسترګو کېږي. دوی واي د کلني پرمختیايي کارونه لپاره مخکیني وفاقي حکومت ۲۴ اربه روپۍ منظورې کړې وې چې تر اوسه یې هېڅ درک نه لګېږي. د عمردراز وزیر ویډيو
افغان ولسمشر وايي، د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې دا هېواد په یوه بله کربلا بدل کړي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني ...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه کمېسیون په انتخاباتو کې د بایومټریک سیسټم د کارونې ...
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت یو پلاوی په مسکو کې دی او له روسي چارواکو سره د افغانستان د سولې د ...
د غزني په اببند ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو په حمله کې پنځه پولیس وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي. د غزني د ولایتي شورا یوه غړي، عصمتالله جهانمرادوال نن پنجشنبه د سېپټمبر۲۰مه ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه د اببند ولسوالۍ پر مرکز حمله کړې وه. د ولایتي شورا د دې غړي په وینا، د وسلهوالو طالبانو د تلفاتو شمېر نهدی څرګند. د غزني ولایت چارواکو تأیید کړې چې حمله شوې، خو د نورو معلوماتو له ورکولو يې ډډه کړې ده. په غزني کې د ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان ادعا... Читать дальше...
په یونان کې د کډوالو لوی کمپ موریا او هم د لیبیا د کډوالو یو توقیف ځای له هغو مواردو دي چې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر ...
د امریکا سنا د کرستین بلاسي فورد په نوم یوې ښځې ته چې د سترې محکمې د مشرتابه لپاره کاندید برت کونا یې تورن کړی چې دوه لسیزې مخکې یې جنسي زیاتی ورسره کړی، دوه ورځې وخت ورکړی چې پرېکړه وکړي او ورته ووايي چې راتلونکې اوونۍ مجلس ته د شاهدي لپاره ورځي که نه؟ د امریکا سنا د قضايي چارو د کمېټې مشر چک ګراسلي پرون چهارشنبه د سپټمبر ۱۹مه، مېرمن فورد ته په یوه لیک کې بلنه ورکړې چې د سپټمبر په ۲۴مه چې راتلونکې دوشنبه ده، د سنا غونډې ته ورشي او مخامخ معلومات ورکړي. کرستین فورد ته تر سبا پورې وخت ورکړل شوی چې دې بلنلیک ته ځواب ورکړي. Читать дальше...
د روسیې په لیرې ختیځ کې د پریمورسکي کرای سیمې انتخاباتي چارواکي وايي چې د سیمې د والي د انتخاب لپاره د وروستیو ټاکنو پایلې یې چې تر لانجې لاندې وې، لغوه کړي. د روسیې د انتخاباتي ادارو چارواکو نن پنجشنبه د سپټمبر ۲۰مه وویل چې په ټاکنو کې جدي درغلۍ شوې وې. د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون مشرې ایلا پامفیلوا پرون وړانديز کړی و چې په سیمه کې چارواکي په پریمورسکي کرای کې د انتخاباتو د دوهم دور پایلې لغوه کړي. پاميلووا وویل چې پهدې ټاکنو کې د رأیو صندقونو ته د رأیو پاڼې مخکې له مخکې وراچول شوې وې، رأیې... Читать дальше...
نن پنجشنبه د سېپټمبر ۲۰مه د محرمالحرام میاشتې ۱۰مه ده. په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې نن د عاشورا ځانګړي مذهبي مراسم روان دي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې چې په وروستیو کې د شیعهګانو او هزارهګانو پر سیمو خونړۍ حملې وشوې د عاشورا د مراسمو لپاره شدید امنیتي تدابیر نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پرون چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، د استخباراتو، کشف، اوپراتیف او عملیاتي برخو کارکوونکي مکلف شوي چې شدید ترتیبات ونیسي. د دفاع وزارت، کورنیو چارو... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو د یووالي بېلګه ده. ښاغلي غني نن پنجشنبه د سپټمبر ۲۰مه په دشت برچي کې د "حضرت رسول اکرم" په جومات کې د عاشورا په ځانګړو مراسمو کې وویل چې "عاشورا د بېعدالتۍ، فساد او له بیتالماله د ناروا ګټې پورته کولو په وړاندې د مقاومت درس دی." ولسمشر غني وویل چې "پر جوماتونو، عبادتځایونو، ښوونځیو او علمي مرکزونو د ترورېستانو حملې د یزید او شِمر پر لارې د تګ معنی لري." هغه همداراز وویل چې "وړو او لوی سیاستونو " ته اجازه نهورکوي... Читать дальше...
هند ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د لوړپوړي افغان پلاوي له سفر وروسته د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости