که وني و نه کرو نو ممکن ده پاکستان په صحرا بدل شي: عمران خان
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اتوار پر ورځ د درختې په کرلو سره د خپل حکومت له خوا د لس اربو ونو لګولو منصوبه پیل کړه. نوموړي پرون د خېبر پښتونخوا په هري پور کې درخته ولګوله او وروسته يې پر خپله ه ټويټر پاڼه پر ټول ولس غږوکړ چې د اب و هوا د بدلون او الودګۍ د مخنيوي په دې مهم کې ورسره ملګري شي. حکومت د درختو لګولو دې مهم ته پلانټ فار پاکستان یاني د پاکستان د ښګېړې لپاره ونې بوټي وکرئ نوم ورکړی دی. درختې کرل زموږ شوق نه بلکې د ژوند او مرګ مسيله مو ده. ملک امين اسلم دا د واکمن تحريک انصاف د حکومت د لومړيو سلو ورځو د پلان برخه ده. Читать дальше...