د سوريې په هغو سيمو کې چې د دولت په کنټرول کې دي، نن خلک په محلي انتخاباتو کې خپلې رأی کاروي.
د رسنيو په حواله، دا په تېرو څه باندې شپږو کلونو کې اول وار دى چې په دغو سيمو کې محلي انتخابات کېږي.
سانا خبري اژانس نن راپور ورکړى، د محلي شوراګانو د ١٨زره ٥٠٠ څوکيو د ګټلو لپاره شا و خوا ٤٠زره کسان مبارزه کوي.
د ټلوېزيون په تصاويرو کې په پلازمېنه دمشق، دغه راز طرطوس، لاذقيه او ديرلزور ولايتونو کې د رايې ورکولو بهير ښيي.
د سوريې د محلي ادارې وزير حسين مخلوف له خپلو خلکو غوښتنه وکړه چې په پراخه پيمانه... Читать дальше...
دا اوونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې سیاستواله معراج همایون مېلمنه ده. د صوابۍ سره تړاو لرونکې دغه پېژندل شوې مېرمن د قامي وطن ګوند غړې ده او د مېرمنو او ماشومانو د حقونو لپاره یې وخت په وخت مبارزه هم کړې ده.
په کابل کې د فوټسال څلور اړخیزې سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دې سیالیو هدف د فوټسال ملي او د کابل د فوټسال منتخبې لوبډلې ته د لوبغاړو انتخابول په ګوته کوي.
په دې سیالیو کې د کابل د څلورو زونونو شمال، جنوب، شرق او غرب لوبډلې برخه لري.
د فوټبال فدراسیون وايي چې دغه سیالۍ به تر درېیو ورځو پورې جریان ولري.
د کرکټ د اسیا کپ سیالیو په درېیمه لوبه کې سبا دوشنبه افغانستان او سریلانکا له یو بل سره د سیالۍ ډګر ته وځي.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې سريلانکا له بنګله دېشه ماته خوړلې او له افغانستان سره په لوبه کې به پوره هڅه کوي چې سیالي په خپل نوم کړي.
دغه سیالۍ تېره ورځ په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې.
د دې سیاليو په دوهمه لوبه کې نن پاکستان د هانګ په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.
د اسیا کپ په دغو سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ، بنګله دېش، سريلانکا، هندوستان، پاکستان او هانګ لوبېږي.
افغانستان، سريلانکا او بنګله دېش په بي ګروپ کې ځای لري. Читать дальше...
د هلمند والي وايي د هغو کسانو په وړاندې جدي اقدام کوي، چې په هدفي وژنو کې لاس لري.
تورن جنرال محمد ياسين نن ازادۍ راډيو ته وويل د دغو کسانو له ډلې دوه تنه نيول شوي دي:
”دوى په تروريستي اعمالو لاس پورې کړى، چې هرڅوک په مخه ورځي په نښه کوي يې. د دوى دوه کسان نيول شوي او ان شا اله په لنډو ورځو کې به نور تروريستان هم ونيول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.“
د شنبې په ماښام په لښکرګاه کې بست روغتون ته نږدې په يوه حمله کې د پوليسو يو افسر ووژل شو او درې نور ټپيان شول.
د ازادۍ... Читать дальше...
د سوريې په هغو سيمو کې چې د دولت په کنټرول کې دي، نن خلک په محلي انتخاباتو کې خپلې رايې کاروي.
د رسنيو په حواله، دا په تېرو څه باندې شپږو کلونو کې اول وار دى، چې په دغو سيمو کې محلي انتخابات کېږي.
سانا خبري اژانس نن راپور ورکړى، د محلي شوراګانو د ١٨زره ٥٠٠ څوکيو د ګټلو لپاره شا و خوا ٤٠زره کسان مبارزه کوي.
د ټلويزيون په تصاويرو کې په پلازمېنه دمشق، دغه راز طرطوس، لاذقيه او ديرلزور ولايتونو کې د رايې ورکولو بهير ښيي.
د سوريې د محلي ادارې وزير حسين مخلوف له خپلو خلکو غوښتنه... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د اسيايي جام د لوبو په لړ کې خپله لومړۍ مسابقه سبا دوشنبه د سريلانکا په وړاندې کوي.
د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک نن ازادۍ راډيو ته وويل، افغان لوبډله دغو مسابقو ته پوره چمتووالى لري:
”د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دغو مسابقو لپاره پوره چمتووالى نيولى او له څو اوونيو راهيسې يې په متحده عرب اماراتو کې تمرينات ترسره کړي دي.“
د شپږو غوره اسیايي لوبډلو په ګډون د اسیا کپ سیالۍ پرون د سریلانکا اوبنګله دېش د ټیمونو په مسابقې پیل شوې. بنګله دېش دا مسابقه په ۱۳۷ منډو وګټله. Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د امریکا له لوري افغان هوايي ځواکونو ته د هایدرا راکټونو رانیول به د دغو ځواکونو...
په ولسي جرګه کې د جوزجان یو شمېر استازي له حکومته غواړي چې هغو ۵۲ داعش جنګیالیو ته سزا...
په ولسي جرګه کې د جوزجان یو شمېر استازي له حکومته غواړي چې هغو ۵۲ داعش وسله والو ته سزا...
د تعلیم په چارو کې د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلی سلاکار ضیاالله بنګش وايي پر یوې نوې طرحې کار کوي چې ترمخې به یې په سرکاري مکتبونو کې موظف ښوونکي هم اړ وي چې خپل ماشومان په حکومتي سکولونو کې شامل کړي.
د مشرانو جرګې یوشمېر غړي د ناامنیو پراخېدل د انتخاباتو لپاره ګواښ ګڼي او ټینګار کوي چې د روان وضعیت په دوام ...
د ټاکنو خپلواک کمېسيون رئيس خبردارى ورکړ چې د دغه کمېسيون د ولايتي دفترونو تړل کېدل، به د را روانو انتخاباتو د ځنډ سبب شي.
ګلاجان عبدالبديع صياد نن يکشنبه په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل:
"هغه څوک چې په دغو اقداماتو لاس پورې کوي هغوى انتخابات له تاخير سره مخامخوي او بيا انتخابات پر خپله نېټه نه کېږي."
راپورونه وايي، د ملي لوى ائتلاف پلويانو په هرات، کندهار او بلخ ولايتونو کې د انتخاباتو خپلواک کميسيون د دفترونو د تړلو اقدام وکړ.
اعتراض کوونکي د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د بايومټريک سيسټم پر کارولو ټينګار کوي. Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خبرداری ورکوي چې د کمېسیون د ولایتي دفترونو تړل کېدل به د انتخاباتو ...
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړي د افغانستان په اړه د پاکستان نوېو ژمنو ته په احتیاط سره خوشبیني ښيې.
دغو محصلینو چې شمېر یې لسکونو تنو ته رسېده، نن یکشنبه د اعتراض په شکل له مرکزي حکومته د خپل حق...
د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر فواد چودري وايي د هغه تلویزوني اعلان په خپرولو یې بندېز لګولی چې پکې د پښتون تحفظ موومنټ د مشر منظور پښتین انځور هم ښودل شوی دی.
د هلمند والي وايي، د هدفي وژونکو او چسپکي ماینونو په تړاو يې یوه ډله نیولې ده، په لښکرګاه کې په دې وروستیو ...
د کندز یوشمېر دیني عالمان په ټاکنو کې د ښځو ګډون د هغوی قانوني او مدني حق بولي.
د کندز یوشمېر دیني عالمان په سیاسې بهېرونو او په ځانګړې توګه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ښځو ګډون د هغوی له قانونې او مدنې حقونو څخه یادوي او ټينګار کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو د ګډون په خاطر باید له ټولو امکاناتو ګټه واخيستل شي.
دغه عالمان وايي چې ناسم رواجونه، دودونه او بې سوادي په ټولنه کې له لویو ستونزو ګڼل کېږي چې له کبله یې ښځې نشي کولای چې د ټاکنو په پروسه کې ګډون وکړي، خو دغه عالمان... Читать дальше...
په هرات کې پوليسو نن سهار د لوى ملي ائتلاف د غړيو د تحصن هغه خېمې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مخې ته يې درولې وې، ټولې کړې.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده ازادي راډيو ته وويل، دوى چا ته اجازه نه ورکوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دفتر وتړي.
ده وويل چې د ائتلاف ځينو غړيو له سرتېرو سره شخړه کړې، ځينې کسان نيول شوي او ورڅخه تحقيقات روان دي.
په هرات کې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مسوولې منعمې سادات وويل، د دوى کار کوونکي بېرته خپل کارونو ته ستانه شوي دي.
دا... Читать дальше...
د هرات امنيه قومانداني وايي، پوليسو نن یکشنبې د اعتراض کوونکو د تحصن هغه خېمې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر مخې ته يې درولې وې، ټولې کړې.
د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده ازادي راډيو ته وويل، دوى چا ته اجازه نه ورکوي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دفتر وتړي.
ده وويل چې د ائتلاف ځينو غړيو له سرتېرو سره شخړه کړې، ځينې کسان نيول شوي او ورڅخه تحقيقات روان دي.
په هرات کې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مسوولې منعمې سادات وويل، د دوى کار کوونکي بېرته خپل کارونو ته ستانه شوي دي. ... Читать дальше...
په پام کې ده د ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د افغانستان پر موضوع بحث وکړي.
د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما په يوه اعلاميه کې ويلي چې په نيويارک کې د دې غونډې پر مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتیريش پر تازه راپور چې د افغانستان په باب دى، بحث کېږي.
د يوناما په حواله، د دې غونډې په يوه برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى تاداميچي ياماموتو هم خپل راپور وړاندې کوي.
د يوناما په اعلاميه کې ويل شوي چې د امنيت شورا دغه غونډه سبا دوشنبه د نيويارک پر وخت د ماسپښين... Читать дальше...
ایران د فرانسې پولیس تورن کړل چې په پاریس کې د دې هېواد پر سفارت د حملې په مخنیوي کې یې سمدستي اقدام نهدی کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د سفر پر مهال له افغانستانه د وارداتو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو ژمنه شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سفر پر مهال افغان چارواکو او پاکستاني پلاوو د دواړو هېوادونو په اقتصادي موضوعاتو او شته ستونزې هم خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان د افغان سوداګرو د لا اسانتیا په هدف، پاکستان ته د افغان وارداتو په اوسنۍ تګلاره کې بدلون راولي.
دا په... Читать дальше...
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د سېپټمبر پر ۱۵مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني، اجراييه رییس عبدالله عبدالله او خپل افغان سيال صلاح الدین رباني سره لیده کاته وکړل.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России