د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن له کابل څخه کتنه کوي
د عمران خان ترټاکل کیدو وروسته کابل ته دا ددې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر لومړنۍ سفر دی.
د عمران خان ترټاکل کیدو وروسته کابل ته دا ددې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر لومړنۍ سفر دی.
پر پاول مانافورټ د امریکا د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې د روسيي د مداخلې په قضیه کې تورونه لګیدلي وو.
پر پاول مانافورټ د امریکا د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې د روسيي د مداخلې په قضیه کې تورونه لګیدلي وو.
په اسلام اباد کې د وزیر اعظم هاوس په ودانۍ کې د یوشمېر موټرو نیلامي لګېدلي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي سبا کابل ته ځي څو په سولې او امنیت خبرې وکړي، د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي نن د ۷ هېوادونو له استازیو سره پر سوریې خبرې وکړې،او سپېس ایکس کمپنۍ به لومړنی ګرځندوی کس د سپوږمۍ مدار ته ولیږي. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون کتلی شئ.
په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ پر اغېزمنتوب خورا زیات انتقادونه کېږي ولسمشر اشرف غني وايي...
د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د بریدونو پرمهال وسله والو طالبانو ۲ امنیتي پوستې سقوط کړي او ۷پولیس وژل شوي او یو ټپي دی. د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه د میدان ښار اړوند د افغانانو سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو کړي چې ترسهار يې دوام وکړ. هوتک دا ونه ویل چې دغلته وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې کنه. هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دغه ولایت له امنیتي مسؤلینو سره هم خبرې وکړو خو له پوره هڅو سره سره بیاهم بریالي نه شوو. Читать дальше...
څارونکي د افغانستان او سوریې په جګړو کې د تلفاتو ارقامو ته د اشارې په ترڅ کې اټکل کوي چې د افغانستان جګړه ښايي د نړۍ...
له کوټې نږدې ۵۷ کلومیټره لیرې شمال پلو په پښین ښارګوټې کې پر لېویز ځواک له یوې بمي چاودنې درې تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د بنو های سکول نمبر ۲، چې تر پاکستان وړاندې چې د انګرېزانو په واکمنۍ د سیکانو او هندوانو لپاره ځانګړی وو خو اوس یې ودانۍ دومره خسته او زړه شوې چې د استادانو او زده کوونکیو په وینا تل یې د نړېدو وېره ده. عمر دراز وزیر یې ویډیو راپور کښلی دی
د خېبر پښتونخوا د شانګلې اوسېدونکي له حکومته د سکرو (کویلې) په کانونو د کار پر مهال د تحفظ غوښته کړې. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان سکرو کانونو ټېکه دارانو د پنجاب حکومت هغه پرېکړه غندلې چې په خپله صوبه کې یې تر درېوو میاشتو د خښتو بټیانې تړلې دي. په کوټه کې یوې خبرې غونډې ته په خبرو کې د دوی وینا وه چې له دې سره به په بلوچستان کې په زرګونه کورنۍ له بې روزګاري سره مخامخې شي. د ایوب ترین ویډيو
که څه هم په وروستیو کلونو کې هڅه شوې، چې د خوست په مرکز کې د حکومتي ادارو د ودانیو ستونزې راکمې شي او مامورینو ته مناسب کاري چاپیریال برابر شي، خو ځايي چارواکي وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به په ولسوالیو کې هم د ادارو د ودانیو او وسایلو د کمښت ستونزه حل کړي.
د امريکا شمال ختيځ ښار باستُن ته نږدې يو لړ چاودنو يو تن وژلى او ١٠ تنه نور ټپيان کړي دي. چارواکي وايي پرون د ګازو په نل کې چاودنې نږدې په ٤٠ کورونو کې د اورلګېدو سبب شوې، د سيمې اوسېدونکي يې مجبوره کړل چې له خپلو کورونو ووځي. د اوروژنې مامورين وروسته سيمې ته ورسېدل د اور د وژلو او د ګازو د جريان د بندېدو هڅه يې وکړه. چارواکي په دغو چاودنو کې د يوه زلمي د مړه کېدو خبر هم ورکړى دى. د مساچوسيت ايالت والي چارلي بېکر وويل، ايالتي او محلي چارواکي د پېښې په اړه څېړنې کوي، خو ده وويل، د پېښې د علت معلومول به څو ورځې او اوونۍ وخت ونيسي.
د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، پر جعلي تذکرو د سټېکرونو د نصبولو اړوند جدي ارزونې پیل شوي دي...
ممکنه ده چې واشنګټن به د روسیې څخه جرمني ته د طبیعي ګازو د یو پایپ لاین د جوړولو په اړه پر روسیې د بندیزونو ګواښ ته دوام ورکړي. د امریکا د انرژۍ وزیر ریک پیري پرون د روسیې د انرژۍ له وزیر الکساندر نوواک سره په مسکو کې د خبرو پر مهال له روسیې وغوښتل چې یو مسؤل تولیدونکی و اوسي او له خپلو منابعو څخه د نفوذ د پراختیا او بې ثباتۍ لپاره کار اخیستل ودروي. د «نارد سټریم 2» په نوم د دې پایپ لاین هدف دا دی چې اروپا ته د روسیې د ګازو د اوسنی پایپ لاین ظرفیت دوه چنده کړي او په کلني توګه یې ۱۱۰ میلیارده مترو مکعبو ته ورسوي. Читать дальше...
ممکنه ده چې واشنګټن به د روسیې څخه جرمني ته د طبیعي ګازو د یو پایپ لاین د جوړولو په اړه پر روسیې د بندیزونو ګواښ ته دوام ورکړي. د امریکا د انرژۍ وزیر ریک پیري پرون د روسیې د انرژۍ له وزیر الکساندر نوواک سره په مسکو کې د خبرو پر مهال له روسیې وغوښتل چې یو مسؤل تولیدونکی و اوسي او له خپلو منابعو څخه د نفوذ د پراختیا او بې ثباتۍ لپاره کار اخیستل ودروي. د «نارد سټریم 2» په نوم د دې پایپ لاین هدف دا دی چې اروپا ته د روسیې د ګازو د اوسنی پایپ لاین ظرفیت دوه چنده کړي او په کلني توګه یې ۱۱۰ میلیارده مترو مکعبو ته ورسوي. Читать дальше...
د فلورانس په نوم شدید توپان د امریکا د کارولینا سواحلو ته رسېدلی دی او د سمندر اوبه یې د ساحلي ښارونو کوڅو ته ورپورته کړي چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۸۰ زره کسان بې بريښنا شوي دي. ویل کېږي چې د سمندر د اوبو سطحه د درې نیمو مترو په حدودو کې پورته شوې چې د ښارونو پر سړکونو یې سېلابونه روان کړي دي. اټکل شوی چې د شدیدو بارانونو له کبله به په راتلونکو ورځو کې د اوبو سطحه یو متر نوره هم لوړه شي. ددې توپان په اوج کې د باد سرعت په ساعت کې تر ۲۵۵کېلومتر رسیده، خو اوس ویل کېږي چې کم شوی او په ساعت کې ۱۵۵کېلومتره اټکل شوی دی. Читать дальше...
د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په یو شمېر هنري او ادبي مسایلو راښکلې کړې...
سږکال د شهیدانو د اوونۍ په لمانځغونډو کې شهید خبریالان هم یاد شول او درناوی یې وشو...
د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د کږې بازار په سیمه کې چاودنې پنځه تنه زخمیان کړي. د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي د جمعې ورځې په سهار وختي شاوخوا اته بجې د کږې بازار د مال په منډوي کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله چاودنه شوې چې له امله یې پنځه تنه زخمیان شوي. خوګياڼی وايي زخميان د درملنې لپاره د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي. د پېښې مسؤلیت تراوسه چا نه دی منلی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي، له خپل روس سیال سره په نننۍ کتنه کې به خبرداری ورکړي چې د سوریې په ادلب ولایت کې د پوځي عملیاتو پیل...
د غزني امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې له وسله واله طالبانو سره په جګړه کې ۱۲ تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي. یو دولتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د ملي اردو دغه سرتېري په دغه ولسوالۍ کې د ملي اردو ګنډک ته په شپږ کېلومټري کې د عمر په نامه پر پوسته په برید کې وژل شوي دي. که د غزني نظامي چارواکي په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه کوي، خو د غزني والي وحیدالله کلیمزي ازادي راډیو ته د سرتېرو د تلفاتو شمېره یاده نه کړه خو ویې ویل چې د مقر په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. Читать дальше...
د افغانستان لويه څارنوالي وايي د اداري فساد په تور په لسګونو دولتي کارکوونکي نيول شوي دي. د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي، ازادۍ راډيو ته وويل، د لويې څارنوالۍ د کارکوونکو په ګډون دغه کسان د يوه کال په جريان کې د کنټرول او څارنې د څارنوالۍ د رياست له خوا نيول شوي دي: ”دغه رياست په تېر يوه کال کې توانېدلى د اداري فساد ٣٢ موارده تشخيص کړي او د دغو قضيو په تړاو ٥٠ کسان چې مظنونين وو، پېژندل شوي او نيول شوي دي“ د ښاغلي رسولي په خبره، ډېرې قضيې د رشوت اخيستنې وې. د لويې څارنوالۍ وياند وايي،... Читать дальше...
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان پرون د هلمند له والي سره د دغه ولايت پر وضعيت خبرې وکړې. جنرال سکاټ مېلر پرون له والي تورن-جنرال محمد ياسين سره په هلمند کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د وروستيو پرمختګونو مسئله هم وڅېړله. د هلمند والي محمد ياسين تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل: ”د هلمند د وضعيت، د هلمند د هماهنګۍ دغه راز د قاطع ملاتړ د ماموريت په اړه چې دلته د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره مېشت دي خبرې وشوې. له هغوى سره د همکارۍ لپاره د دوى نظريات او پېشنهادات وڅېړل شول.“ د هلمند... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости