بلومبرګ: اندیښنې شته چې طالبان به د انتخاباتو د ګډوډولو هلې ځلې وکړي
بلومبرګ خپرونې په داسې وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي خبرې را اخیستې دي ...
بلومبرګ خپرونې په داسې وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي خبرې را اخیستې دي ...
په نیویارک کې نن سې شنبه د سېپټمبر ۲۵مه، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې کلنۍ غونډه ده.
امريکايي ولسمشر ايران ته په اشاره وويل چې د ترهګرۍ غټ ملاتړي هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د ځمکې پر مخ د تر ټولو خطرناکه وسلې ولري.
د افغانستان اجراییه رییس د ملګرو ملتو د عمومي غونډې په درشل کې پر پاکستان انتقاد وکړ، په پاکستان کې د افغان کډوالو په ګډون په لسګونو میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکول کیږي او ترکيي زغروال ګاډي سوریې ته داخل شول. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې له پیشګام تلویزون څخه هم کتلی شئ
په پاکستان کې مېشت هغه افغان کډوال چې پاکستاني شناختي کارډونه يې جوړ کړي ول وايي چې په ۲۰۱۶مکال کې شناختي کارډونه حکومت ته وسپارل خو تروسه ورته د پاکستان حکومت په یاد ملک کې د اوسېدو لپاره کارډونه نه دي ورکړي چې له وجې له ستونزو سرهمخامخ دي.
د رسنيو لپاره د پاکستان د بشري حقونو ادارو او ټولنو د محکمې هغه حکم غندلی چې وايي د ډان ورځپاڼې یو خبريال بايد توقيف شي او دا ځکه چې هغه یوه داسي مرکه کړې وه چې پکي د پاکستان پر پوځ انتقاد شوی وو. #IStandWithCyril نن پر ټويټر باب شو او د سريل المایده همکارانو او نورو سیاسي کسانو په پنجاب ايالت کې د لاهور د عالي محکمې پر دغه پرېکړه انتقادونه وکړل. محکمې همدا راز حکم کړی چې چارواکي باید المايده د اکتوبر په اتمه نېټه محکمې ته وړاندي کړي. د پخواني صدراعظم نواز شريف پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه شوې چې د محکمې په همدې غونډه کې ورباندې بحث کېږي. Читать дальше...
د بلوچستان وکیلانو اتحادیې د پښتنو کلتوري ورځې لمانځلو پر مهال په بلوچستان پوهنتون کې پر زده کونکیو د امنیتي ځواکونو د تشدد پرضد په ټوله صوبه کې پر احتجاج دي. له کوټې د مشال راډيو خبریال ایوب ترین ویډيو راپور
د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر، جیمز مټېس د ایران له لوري پر امریکا دا تور رد کړ چې وايي، په اهواز کې په وروستۍ حمله کې یې لاس درلود.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله پرون ،دوشنبه د «سپټمبر ۲۴م» د ملګرو ملتونو له عمومي منشي، انتونیو ګوترش...
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې په چاودنه کې يو پوليس وژل شوی دی. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وويل چې چاودنه د یوه مقناطيسي بم په واسطه شوې ده. د معلوماتو له مخې، مقناطیسي ماین په یوه موټر کي ځای په ځای شوی و. د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.
د سېپټمبر پر ۲۳مه د پښتون کلتور ورځ ولمانځل شوه. پر دغه مهال په بلوچستان پوهنتون او انټرنېشنل اسلامک یونیورسټۍ کې د امنیتي ځواکونو له خوا په طالب علمانو تشدد وشو او ځیني په کې ونیول شول.
د بخښنې نړیوال سازمان د یو کمپاین په ترڅ کې غواړي چې د بشر د حقونو وژل شوی شوی ملاتړ کوونکو ونمانځي. د دغه کمپاین یوه برخه د وژل شویو خبریالانو څېره کول دي، چې نن په کابل کې د همدې ډلې خبریالانو نه د یو تن د تصویر په نفاشۍ سره پرانیستل شو. په دې اړه نور، د تمیم اخګر په راپور کې وګورئ.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله پرون ،دوشنبه د «سپټمبر ۲۴م» د ملګرو ملتونو له عمومي منشي، انتونیو ګوترش...
دا خپرونه د کرکټ په اسیايي جام کې د افغان لوبډلې د لوبو د څرنګوالي په اړه ده...
په سوات کې د اردو ژبې د موسیقې بنډار وشوه چې ورته ګڼ هنرمندان ورغلي ول. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، د خصوصي بار وړونکو نقلیه وسایطو د لوړ توناژ له امله، هرکال د هېواد عمده...
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د نړۍ په کچه د مخدره موادو د ستونزې په اړه په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ. دا غونډه په نيويارک ښار کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په مشرۍ جوړه شوه. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت نن سې شنبه په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دغه غونډه کې د مخدره موادو د تقاضا پر کمولو، د مخدره موادو د تر لاسه کولو پر مخنیوي، د نړيوالو همکاريو پر پياوړي کولو او د معتادینو د درملنې د کچې پر لوړولو بحث وشو.
د پولیسو يو افسر چې د پاکستان په شمال لوېديځ کې د پولیو د واکسيناسيون ټیم د خونديتوب لپاره ګمارل شوی و، ناڅرګندو وسله والو وژلی دی. د امنيتي چارواکو په وينا، دا پېښه نن سې شنبه سهار د قبايلي سيمې په باجوړ ايجنسۍ کې د بادام په نوم کلي کې شوې ده. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کوم چا يا ډلې نه دی منلی. تر دې مخکې هم په پاکستان کې وسله والو کسانو د پوليو د واکسيناسيون ټيمونه تر حملو لاندې را وستي وو. د پولیو پر وړاندې د واکسيناسیون درې ورځنی کمپاین پرون د سپټمبر په ۲۴مه د خيبر پښتونخوا ایالت په شمال... Читать дальше...
د پاکستان د نورو سیمو په ګډون په بلوچستان کې هم د ګوزڼ مخنیوي کمپاین نن(سېشبه) دویمه ورځ هم روان وو. په کمپاین کې تر ۲۵ لکو زیاتو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د عالمانو شورا وايي، هغه کس چې دینې عالم ته منسوب دي او له ښځو د ناوړه ګټې اخیستنې ویډيو ګانې...
وروسته له هغې چې افغان امنیتي چارواکو د افغان پوځيانو د تلفاتو له زیاتېدو اندېښنه وښوده، اوس د امریکا دفاع وزیر...
د نورو ولایتونو په څېر د افغانستان ختيځ کې هم ماشومانو ته د پوليو پر ضد د ویکسینو د څاڅکو د تطبیق درې ورځنی کمپاين پيل شوی.
پاکستاني چارواکي وايي، دا ځکه اسلام اباد هڅه کوي له کابل سره خپله سوداګري تر یوه چوکاټ لاندې راوړي. تر اوسه له افغانستان سره زموږ ټوله سوداګري بې سنده روانه ده.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش جان سوپکو په ځواب ...
د روسیې او قرغزستان شاوخوا دوه زره سرتېري د تروريستانو پرضد په ګډو تمرينونو کې ګډون کوي. دوی دا ګډ تمرینونه سبا د سېپتمبر په ۲۶مه نېټه د قرغزستان په ختيځ کې پيلوي. د روسیې دفاع وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې په دغو نظامي تمرينونو کې د ۳۰ روسي الوتکو او بالستیک توغنديو «Iskander-M» په ګډون شاوخوا ۴۰۰ نظامي وسيلې برخه لري. روسي او قرغزي چارواکو ويلي چې د دغو ګډو نظامي تمرينونو هدف د داعش ډلې د جګړه مارانو مخنیوی دی چې په منځنۍ اسيا کې ځان ته خوندي ځای جوړول غواړي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости