کرملین رد کړه چې ګوندې پوتین د اروپایي ټولنې د ړنګېدو خوبونه ویني
کرملين د فرانسې د ولسمشر ایمانوئل مکرون هغه ادعا رد کړې چې ويلي یې دي، د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د اروپايي ټولنې د دړې وړې کېدو خوبونه ویني.
د کرملين ویاند دیمیتري پېسکوف د دوشنبې په ورځ دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې دا زموږ په ګټه ده چې اروپا سوکاله او له ثبات څخه برخمنه وي.
د فرانسې ولسمشر د تېرې اوونۍ په پای کې د سویډن ټلویزیون ته ویلي وو چې دی یو له هغو مشرانو څخه دی چې له روسیې سره د یو نوي امنیتي او دفاعي میکانیزم د رامنځته کېدو پر اړتیا تاکید کوي، خو پوتین د اروپایي ټولنې د ړنګېدو خوبونه ویني.