عارف علوي د پاکستان نوی ولسمشر وټاکل شو
![عارف علوي د پاکستان نوی ولسمشر وټاکل شو](https://gdb.rferl.org/D3328642-085D-4BCE-9165-032A76AAD0C6_cx0_cy2_cw0_w800_h450.jpg)
عارف علوي د پاکستان د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د صدراعظم عمران خان په مشرۍ واکمن تحریک انصاف ګوند د علوي ملاتړ کړی او د غیر رسمي نتیجو له مخې، هغه د ۶۷۹ رأیو له جملې شااوخوا ۳۵۳ رأیې خپلې کړې دي.
د انتخاباتو چارواکي به رسمي نتیجه وروسته اعلان کړي.
علوي به د اوسني ولسمشر ممنون حسین چې د پخواني صدراعظم نواز شریف متحد ګڼل کېږي او پنځه کلنه دوره یې څلور ورځې وروسته د سپټمبر په ۸ مه پای ته رسېږي، ځای نیسي.
د پاکستان ولسمشر د پاکستان د ملي او ټولو څلورو ایالتي اسمبلیو د پټو رأیو له لارې ټاکل کېږي.
علوي به د پاکستان په تاریخ کې دیارلسم ولسمشر وي چې پنځه کاله به دغه دنده مخ ته وړي.