د کابل د تېر ماښام حملو کې ۲۶تنه وژل شوي
د تېر ماښام په انتحاري حملو کې د وژل شویو شمېر ۲۶ تنو ته ورسېد.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د دشت برچي سیمه کې د انتحاري حملو له امله ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي.
د وژل شویو له ډلې د پنجشنبې په ورځ د طلوع نیوز دوه خبریالان په کابل کې خارو ته وسپارل شول.
په دې اړه ابراهیم صافي ویډیویي راپور چمتو کړی چې دلته یې کتلی شئ.
ویډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی.